1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان نیول کیدل غیر قانوني وبلل

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

د پاکستان سترې محکمې د عمران خان نیول کیدل غیر قانوني وبلل او د هغه د آزادیدو امر یې وکړ. قاضي القضات عمران خان ته د جمعې په ورځ د اسلام آباد هائیکورټ ته د حاضریدو او په تحقیقاتو کې د همکارۍ کولو حکم هم کړی دی.

Supreme Court of Pakistan in Islamabad
انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د قاضي القضات په مشرۍ د سپریم کورټ یا سترې محکمې درو قاضیانو د سیمې پر وخت د مازیګر تر ۴ نیمو بجو پورې سترې محکمې ته د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د حاضرولو امر کړی و. که څه هم محکمې د عمران خان نیول کیدل ناقانونه بللي، خو تر سبا په توقیف کې وي، څو محکمې ته حاضر کړل شي.

د عمران خان مدافع وکیلانو د هغه د نیول کیدو پر ضد سترې محکمې ته رجوع کړې وه. عمران خان د سه شنبې په ورځ هغه مهال د اسلام آباد هائیکورټ یا عالي محکمې په احاطه کې ونیول شو، چې محکمې په یوه قضیه کې وربللی وو.

د عمران خان د ګوند د رهبرۍ ټول مهم سیاستوال نیول شوي دي

د سترې محکمې د حکم په اساس خان باید سبا د جمعې په ورځ د دغه هیواد عالي محکمې ته حاضر او پر ده د لګول شوو تورونو د سپناوي له پاره د تحقیقاتو په برخه کې همکاري وکړي.

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ یوټیوب شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

د نورو موضوعاتو له پاره زمونږ فیسبوک شبکې ته سر ورښکاره کړئ:

عمران خان د می په ۹ نیټه د قادر ټرسټ په قضیه کې د فساد په تور د اسلام آباد هائیکورټ په ودانۍ کې نیول شوی و.

د جیو نیوز تلویزوني شبکې په حواله د خان د نیولو امر د می په لومړۍ نیټه د نیب یا د احتساب ملي ادارې د مشر له خوا چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې فعالیت کوي ورکړل شوی وو.

عمران خان د ۲۰۲۲م کال په اپریل کې د پارلمان له خوا د باور رای نه ترلاسه کولو په نتیجه کې د صدارت له مقام څخه لیري کړای شو.

د عمران خان نیول کیدل: په ښارونو کي لاریونونه او اړودوړ

د عمران خان تر نیول کیدو وروسته د هغه پلویانو د ټول پاکستان په کچه احتجاجونه پیل کړل، چې په تاوتریخوالي واوښتل چې پکې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوې ده.

آژانسونه: ش.ن/ س.ر

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب