1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران جګړه؛ پاکستان خپلې دیپلوماتيکي هلې ځلې ګړندۍ کړي

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، رويترز، ای پي، ای اف پي
۱۴۰۵ خرداد ۱, جمعه

د ایران د بهرنیو چارو وزير د جمعې په ورځ په تهران کې د پاکستان د کورنيو چارو له وزير محسن نقوي، سره ليدلي دي. په دې ليدنه کتنه کې له ایران سره د امريکا او اسرائيل د جګړې د ختمولو له پاره پر وړاندیزونو بحث شوی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره
د پاکستان د حکومت له لوري د پيغام تر رسولو دوې ورځې وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزير سيد محسن نقوي، په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزير عباس عراقچي، سره يو ځل بيا وليدل. انځور: Iranian Foreign Ministry/Handout/Anadolu/picture alliance

د رسنیو د رپوټونو په حواله دمګړۍ د تهران او واشنګټن ترمنځ د ایران د يورانيمو د زيرمو او هرمز تنګي د کنترول پر سر اختلافات همداسې پر ځای پاتې دی.

د پاکستان د حکومت له لوري د پيغام تر رسولو دوې ورځې وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزير سيد محسن نقوي، په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو له وزير عباس عراقچي، سره يو ځل بيا وليدل. د ایران د نيمه دولتي خبري آژانس تسنيم په حواله په دې ليدنه کتنه کې د دواړو مشرانو ترمنځ نورې خبرې اترې هم وشوې.

اړونده موضوع: ترمپ: د ایران جواب باید سل په سلو کې سم وي

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې له مذاکراتو څخه «ځينې مثبتې اشارې» ترلاسه شوي دي خو که چېرې تهران د هرمز تنګي د محصول نظام نافذوي نو يوه حل ته به رسېدل امکان ونه لري.

نوموړي زياته کړې چې ایران د فبرورۍ پر ۲۸مه نيټه د جګړې د پيلیدو وروسته د هرمز تنګي تر ډېره د کښتيو پر مخ عملاً تړلی وو.

مارکو روبيو، وويل: «يو څه مثبتې اشارې مو ترلاسه کړي خو زه نه غواړم له حده ډېر هیله من شم. په راتلونکو څو ورځو کې به وګورو چې وضعيت کوم لوري ته ځي.»

د ایران او امریکا جګړه او منځګړی پاکستان

00:53

This browser does not support the video element.

بل پلوه ته ولسمشر ډونالد ټرمپ، ويلي دي چې متحده ایالات به بالاخره د ایران په لوړه کچه غني شويو يورانيمو زيرمې ولکه کړي. واشنګټن په دې آند دی چې دا زیرمې د اتومي وسلو د جوړلو له پاره کاريدلی شي خو تهران وايي چې دا يوازې د ملکي موخو له پاره دي.

ولسمشر ترمپ، د پنجشنبې په ورځ له خبريالانو سره په خبرو کې وويل: «موږ به یې ترلاسه کړو. موږ ورته اړتيا نه لرو او نه هم غواړو له ځانه سره یې وساتو. غالب امکان دا دی چې موږ به یې د ترلاسه کولو وروسته له منځه يوسو خو پرې به نږدو چې ایران یې ولري.»

د ټرمپ، تر څرګندونو د مخه دوو لوړپوړو ایراني سرچینو رويترز خبري آژانس ته وويل چې د ایران مذهبي مشر آيت لله مجتبی خامنه اي، لارښوونه کړې ده چې يورانيم بايد له هېواده دباندې ونه ليږدول شي.

اړونده موضوع: ترمپ: له ایران سره به جگړه ډیره ژر پای ته ورسوو

امريکايي ولسمشر د دې ترڅنګ د ایران پر هغه پلان هم نيوکې کړي چې له مخې یې ایران د هرمز تنګي څخه له تیرېدونکو کښتيو څخه د فيس د اخیستو اراده ښوولې ده.

ټرمپ، په دې اړه وويل: «موږ غواړو چې دا لاره پرانېستې او آزاده پاتې شي. موږ محصول نه غواړو. دا يوه د اوبو یوه نړیواله لاره ده.»

ټرمپ، په نومبر میاشتې کې د کیدونکو منځنۍ دورې د ټاکنو له کبله د داخلي فشار سره مخامخ دی. په امريکا کې د سون توکو بیو لوړيدو له کبله د خلکو غوسه مخ پر ډيرېدو ده او د ټرمپ، د محبوبيت کچه راټيټه شوې ده.

په همدې ترڅ کې تهران د روانې اونۍ په پېل کې امريکا ته خپل نوی وړاندیز هم ليږدولی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل