کابل ته د جګپوړي پاکستاني پلاوي سفر، پاکستان څه غواړي؟
۱۴۰۰ اردیبهشت ۵, یکشنبه![Afghanistan Besuch Mohammad Sadiq, Pakistans Sonderbeauftragter](https://static.dw.com/image/57328846_800.webp)
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې ښاغلی صادق خان به له افغان چارواکو سره په سوله او امنیتي مسایلو خبرې وکړي.
افغان حکومت په سملاسي توګه د دغه پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره ورځ خبریالانو ته ویلي ول، چې پاکستانی پلاوی د بحرین خبرو اترو د دوام په موخه کابل ته راځي.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په بحرین کې د پاکستان د پوځ له مشر او نورو اسختباراتي چارواکو سره د خبرو اترو لړۍ پيل کړې ده.
رپوټونه وايي، څه باندې یوه میاشت وړاندې دا امنیتي غونډه د انګلستان په منځګړتوب په بحرین کې جوړه شوې وه.
له کابله د اسلام اباد غوښتنې
اسلام اباد کې د نړېوالو چارو افغان شنونکي ذاکر جلالي دویچه ویله ته وویل، افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان سره یو ټولیز او هراړخیز ټیم تللی.
«په دغه ټیم کې ورسره استخباراتي کسان، امنیتي کسان او حتی د سوداګرۍ او ټرانزیټ د چارو کسان هم شته.»
ښاغلی جلالي زیاتوي د صادق خان په سفر کې د سولې بهیر سربیره د اوربند مسئله هم شامله ده او کابل به ترې وغواړي چې طالبان اوربند ومني.
هاخوا په لندن کې پخواني افغان ډيپلوماټ عزیز معارج دویچه ویله ته وویل، امریکا پر پاکستان فشار ډیر کړی چې طالبان استانبول کنفرانس کې ګډون کولو ته وهڅوي:
«پاکستان لاهم په کابل کې په خپلو ګټو پسې ګرځي، زما معلومات دا دي چې پاکستان له قطره هم طالب استازي اسلام اباد ته ورغوښتي او اوس یې پلاوی کابل ته تللی. دا هیواد طالبان دې ته راضي کوي چې استانبول کنفرانس ته ورشي.»
د دغه پخواني افغان ډيپلوماټ پر وینا که د سولې په موضوع کې پر افغاني ګټو ولاړ سیاست ونه شي، نو پاکستان به بیا هم دغه لوبه په خپله ګټه تمامه کړي.
په سویس کې د افغان ولسمشر یوه پخواني سلاکار طارق فرهادي دویچه ویله ته وویل، چې پاکستان اوس هم له افغانستان سره د دومخی سیاست لوبوي:
«کابل ته د پاکستان د پلاوو ډيپلوماټیک سفرونه ډیر اغیز نه لري، ځکه واک له استخباراتو سره دی.»
ښاغلی فرهادي نېوکه کوي چې د پاکستان له استخباراتي چارواکو سره د افغان حکومت مذاکرات تل په احساساتو ولاړ وي.
د نوموړي په خبره د کره ضمانتونو پرځای پر یوه ټویټ او یوه اعلامیه بسنه کیږي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دوه ورځې وړاندې په کندهار کې یوځل بیا پر پاکستان غږ وکړ چې افغانستان سره د مثبت سیاست لوبولو لار غوره کړي.
اسماعیل شاکر – کابل