1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

پاکستان: د لاهور د موټر بم برید یو تن بریدګر افغان دی

۱۴۰۰ تیر ۱۳, یکشنبه

پاکستاني چارواکو په لاهور کې د څو ورځې مخکې بمي برید د ټولو عاملینو د نیولو ادعا ترڅنګ ویلي چې د برید تر شا د هند د استخباراتو لاس وو. د چارواکو په خبره اصلي طراح یو هندی تبع دی.

Pakistan I Tödliche Explosion in einem Wohngebiet in Lahore
انځور: Mohsin Raza/REUTERS

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف، په اسلام آباد کې د خبري کنفرانس پر مهال تور لګولی دی چې د لاهور په جوهر ټاون کې د بمي برید اصلي طراح یو هندی دی چې د دغه هیواد له استخباراتي ادارې «را» سره ښکاره اړیکي لري.

هند تر اوسه پورې په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی. پاکستان مخکې تر دې هم د مختلفو بمي بریدونو مسئولیت د ګاونډي هیواد هندوستان په غاړه اچولی دی، خو هند په وار وار سره دغه تورونه رد کړي دي.

ښکاره شواهد موجود دي

د جون میاشتې په ۲۳مه نیټه د پنجاب ایالت مرکز لاهور په جوهر ټاون سیمه کې د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید کور ته نږدې موټر بم برید شوی وو چې په پایله کې د پولیسو د مامور په ګډون درې تنه وژل شوي وو او لږ تر لږه ۲۴ تنه ټپیان وو. د دې برید له امله ۱۲ موټرو او ۷ کورونو ته هم زیان اوښتی وو.

معید یوسف وویل چې له دوی سره کره شواهد موجود دي او هغه به نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړي. هغه زیاته کړه: «مونږ سره کره شواهد او استخباراتي معلومات موجود دي چې په هغو کې هغه مالي سرچینې او ثبت شوي تلیفوني غږونه شامل دي چې له دغو ترهګرو څخه د هند پر ملاتړ دلالت کوي.»

په بریدګرو کې یو یې افغان دی

پاکستاني چارواکو د خبري کنفرانس پر مهال هغه غږیز پيغام هم خبریالانو ته واورولو په کوم کې چې شکمن برید کوونکي یو له بل سره خبرې کوي. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وویل په کومه ورځ چې دغه برید شوی وو، په هم هغه ورځ د پاکستان پر ادارو او تحقیقاتي شبکو په منظمه ډول په زرګونو سایبري بریدونه وشول چې هدف یې د تحقیقاتو د بهیر بطي کول او د مجرمینو تیښتې ته د زمېنې مساعدول و. پاکستان د دغو سایبري بریدونو تور هم پر هندوستان لګولی دی.

د پاکستاني چارواکو په حواله د جوهر ټاون برید هغه ټول مجرمین نیول شوي، کوم چې په پاکستان کې موجود ول. پاکستاني چارواکو د رسنیو په مخ کې د هغو مجرمینو چې نیول شوي وو، نومونه هم ښکاره کړل.

یو تن نیول شوی شکمن مجرم عید ګل د افغانستان تبع ښودل شوی دی. دغه کس چې د لاهور په هوایي ډګر کې نیول شوی دی، د پاکستان د کراچۍ ښار د ډیوډ پيټریال اوسیدونکی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، له سیمه ایز تلویزون جیو نیوز سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له هند څخه پوښتنه وکړي چې ولې په سیمه کې داسې اعمال ترسره کوي. نوموړي وویل چې «هند د ترهګرۍ ملاتړ کوي. که نړۍ اوس هم خاموشه پاتې کیږي، نو د دې مطلب به دا وي چې دوی له امن سره هیڅ لیوالتیا نه لري.»

مخکې تر دې د پنجاب د پولیسو مشر انعام غني، ویلي وو چې په دې چاودنه کې نږدې لس تنه ښکیل دي. په داسې حال کې چې د دغه موټر ترمیم کوونکی کس هم نیول شوی دی. نوموړي وویل چې د دې برید د اصلي طراح پيژندنه هم بشپړه شوې ده.

دویچه ویله اردو: ش.ن/ خ. ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب