پاکستان: پر تحريک لبيک ډلې بندیز لغوه شو
۱۴۰۰ آبان ۱۷, دوشنبهد پاکستان د «تحريک لبيک» ډلې دغه مظاهرې چې په فرانسه کې په يوه مجله کې د اسلام د پيغمبر د کاريکاتور د خپريدو په تړاو پېل شوې وې او په ترڅ کې یې د فرانسې له حکومت سره د احتجاج په توګه د سفارتي اړيکو د پرې کولو غوښتنه کيدله.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت يکشنبه شپه د ېوې اعلاميې په جاري کولو سره پر «تحريک لبيک پاکستان» يا ټي ايل پي ډلې بندیز لغوه کړ. دغه ډله په ټول هيواد کې اسلام ته د سپکاوي د لانجمن قانون پلي کولو ته ژمنه ده.
د حکومت او دغه ډلې ترمنځ څو ورځې تر مخه يوه هوکړه رامنځته شوې چې د کورنيو چارو وزارت په حواله یې له مخې «ملي ګټو ته په کتو سره» دغه ډله کولی شي د هيواد په سياست کې برخه واخلي.
تر دې هوکړې وروسته چارواکو وويل چې د ټي ايل پي ډلې د اسلام آباد پر لور د مارش پلان لغوه کړی دی او ژمنه یې کړې ده چې په راتلونکي کې به په خونړيو مظاهرو لاس نه پورې کوي.
د تحريک لبيک ډلې غړي د اسلام د بريلوي څانګې پلويان دي او په فرانسه کې تېر کال د يوه ښوونکي له خوا خپلو شاګردانو ته د اسلام د پيغمبر د کاريکاتور تر ښکاره کولو وروسته مظاهرې پيل کړې. دغه کاريکاتور په ۲۰۱۵م کال کې د شارلي ابدو په نوم يوه مجله کې خپور شوی وو.
پاکستان: د فرانسې ضد مظاهرو کې په لسونو مړه او سلونو ټپیان
تحريک لبيک د مظاهرو په ترڅ کې د فرانسې د سفیر د شړلو غوښتنه کوله خو حکومت دغه غوښتنه رد کړه او پر دغي ډلې یې بندیز لګولی وو او د القاعدې او يا پاکستاني طالبانو ډلې په توګه یې درجه بندي کړې وه.
ب. ص/ ن. ز (DPA)