1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پر ټيک ټاک بندیز لغوه کړ

۱۴۰۰ فروردین ۱۲, پنجشنبه

پاکستان پر ټيک ټک په دويم ځل لګول شوی بندیز هم لغوه کړی دی. تیره مياشت دغه پليټ فارم د «غير اخلاقي او نامناسبو» موادو د خپرولو له کبله بند شوی وو.

Mobile App TikTok
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kalaene

د پيښور يوې محکمې په مارچ مياشت کې د «پاکستان تلیکام ادارې» ته لارښوونه کړې وه چې دغه اپليکشن د هغو موادو د خپرولو له کبله چې د پاکستان د ټولنې له پاره د »منلو وړ نه دي« وتړي.

خو نن پنجشنبه (۲۰۲۱م کال د اپريل لومړۍ) د پاکستان د تليکام ادارې يوه وکيل جهانزيب ميسود، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د اپليکشن له خوا موږ ته ډاډ راکړل شوی دی چې مواد به چاڼوي او معتدله منځپانګه به خپروي.»

ټيک ټاک چې د چين تر ټولو ستر د ويډيو شريکولو اپليکیشن دی، په پاکستان کې ډېر شهرت لري، په ځانګړي توګه د ښاري سيمو په ځوان قشر کې. دې اپليکيشن په اکتوبر میاشت کې هم چې په لومړي ځل پرې بندیز لګول شوی وو، ژمنه کړې وه چې خپله منځپانګه به معتدله کړي او ټول هغه حسابونه به تړي «په تکرار سره په بد اخلاقيو کې ښکيل» وي. 

د لومړي وزير عمران خان سلاکارونو هم پر دغه اپ نيوکې کړي وې او ويلي يې ول چې له ځوانو نجونو څخه «ناوړه استفادې» ته لاره هواروي.

اړونده موضوغ:آلمان: پر ټولنیزو رسنیو له نفرت ډکې تبصرې ليکوونکي جزايي شوي

ټیک ټاک په پاکستان کې پر دغه اپليکشن د بندیز لغوه کولو هرکلی کړی دی. د بیان د آزادۍ فعالان تل په پاکستان کې د حکومت له خوا پر انترنت، چاپي رسنيو او اليکرونيکي رسنيو د سانسور له کبله انتقادونه کوي.

تير کال پاکستاني منتظيمونو له يوتيوب ټولنیزې شبکې څخه غوښتنه کړې وه چې په دغه هيواد کې ټولو هغو ويديويي موادو ته لاس رسی په سملاسي توګه بند کړي چې د هغوی له نظره «د انتقاد وړ وو.» دا کار هم د سختو انتقادونو باعث ګرځيدلی وو.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب