1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

رپوټ: په پاکستان کې وسله وال تاوتريخوالی ډير شوی

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۴ مهر ۱۵, سه‌شنبه

د يوه څيړنیز مرکز د رپوټ په حواله په پاکستان کې په تېرو دريو میاشتو کې د وسله والو په بريدونو کې د ډېروالي او د ترهګرۍ ضد عملیاتو د شديدو له کبله تاوتريخوالی ډېر شوی دی.

په کويټه کې دوه پاکستاني عسکر د ګزمې په حال کې ليدل کيږي
د پاکستان پوځ د خپل لوېدیځ سرحد په اوږدو کې د وسله والو ډلو پر ضد په جګړه بوخت دی، چې په شمال لویديځ کې یې پاکستاني طالبان فعاليت کوي او په جنوب لوېديځ کې د بلوچانو بيلتون غوښتونکې ډلې د ډېرو بريدونو مسئوليت قبولوي.انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

د «څيړنې او امنيتي مطالعاتو د مرکز» په نوم اسلام آباد ميشتي تحقیقاتي مرکز په خپل يوه تازه رپوټ کې د تېرې ربع يا تیرو دريو میاشتو سره په پرتله په تلفاتو کې د ۴۶ سلنه ډېروالی خبره کړې ده چې په هغه کې د ملکي وګړو، امنيتي پرسونل او وسله والو تلفات شامل دي.

په دې ترتيب روان میلادي کال ښايي له ۲۰۲۴م کال څخه هم ډېر خونړی وي چې لا د لسیزې تر ټولو خونړی کال بلل شوی وو.

اړونده موضوع: د پاکستان امنيتي ځواکونو د ۱۷ پاکستاني طالبانو د وژلو ادعا کړې

د پاکستان پوځ د خپل لوېدیځ سرحد په اوږدو کې د وسله والو ډلو پر ضد په جګړه بوخت دی، چې په شمال لویديځ کې یې پاکستاني طالبان فعاليت کوي او په جنوب لوېديځ کې د بلوچانو بيلتون غوښتونکې ډلې د ډېرو بريدونو مسئوليت قبولوي.

د «څيړنې او امنيتي مطالعاتو د مرکز» په حواله د تاوتريخوالي ډېرېدل «د وسله وال زورزياتي د شديدو او ترهګرۍ ضد عملياتو د پراخیدو پایله ده.»

داسې انګیرل کیږي چې په پاکستان کې وسله والو بريدونو تر هغه وروسته شدت موندلی چې په ۲۰۲۱م کال کې د امريکا په مشرۍ بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او په دغه هېواد کې طالبان بیا ځلې واک ته ورسېدل. د پاکستان حکومت پر افغان طالبانو پاکستاني وسله والو ته د پناه د ورکړې تور پورې کوي، هغه تور چې افغان طالبان یې تل ردوي.

آيا له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت خبرې ممکنې دي؟

29:30

This browser does not support the video element.

خو ملګرو ملتونو په افغانستان کې د وسله والو ډلو له پاره د يوه «مجاز چاپيريال» د شتون په اړه خبرداری ورکړی دی.

اړونده موضوع: پاکستان؛ له افغانستان څخه فعاليت لرونکي ترهګر راته تر ټولو ستر خطر دی

د پاکستان حکومتي چارواکو د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د نوم نه بربنډولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ويلي ول چې په دې وروستيو میاشتو کې د پاکستاني طالبانو حضور ډېر پياوړی شوی دی.

په همدې میاشت کې د اپوزيسيون سياستوالو د پاکستان پر پوځ تور ولګاوه چې د خيبر په تیرا کې یې د وسله والو پر يوه پټنځای باندې د هوایي بريد په ترڅ کې ماشومان وژلي دي. خو پوځ په دې تړاو هیڅ تبصره ونه کړه.

په عین حال کې په پاکستان کې د قومي جرګو په ترڅ کې په کراتو په دې اړه خبرداری ورکړل شوی دی چې د ترهګرۍ ضد عمليات به ښايي ملکيانو ته د زيان رسېدو خطر لوړ کړي.

د ياد څيړنیز مرکز د معلوماتو په حواله د ۲۰۲۵م کال په لومړيو دریو ربعو کې ۲۴۱۴ کسان وژل شوي ول چې دا شمیر په ۲۰۲۴م کال کې د وژل شويو کسانو شمیر ته چې ۲۵۴۶ وو، نږدې دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل