1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينپاکستان

پاکستان: يوه پوځي الوتکه راغورځېدلې، دوه پيلوټان پکې مړه شوي

بريښنا صابر | د فرانسې خبری آژانس
۱۴۰۵ خرداد ۲۵, دوشنبه

د پاکستاني چارواکو په حواله د دغه هېواد د پوځ يوه الوتکه د دوشنبې په ورځ مردان ته څیرمه راغورځېدلې او پکې سپاره دواړه پيلوټان مړه شوي دي.

آرشيف انځور: يوه سقوط شوې الوتکه او ورسره څنګ ته ولاړ عسکر ليدل کيږي.
مردان ته څیرمه د الوتکې رالوېدل په يوه اونۍ کې د پاکستان د پوځ د الوتکې د سقوط دويمه پېښه ده. انځور: T. Mughal/EPA/picture alliance

د خيبر پښتونخوا مردان سيمې ته څیرمه دا پېښه په روانه اونۍ کې د پاکستان د پوځي الوتکې د سقوط دويمه پېښه ده. د چهارشنبې په ورځ د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير کې يوه پوځي څرخي الوتکه راغورځېدلې وه او پکې سپرو ټولو عسکرو ژوند له لاسه ورکړی وو.

د پوځ د رسنيو د څانګې په اعلاميه کې ویل شوي: «د پاکستان د هوايي ځواک يوه روزونیزه الوتکه د روزنې د يوه عادي پرواز پر وخت نن مردان ته څیرمه راغورځېدلې ده.»

اړونده موضوع: په کشمیر کې د پاکستان يوه پوځي الوتکه رالوېدلې

په اعلاميه کې د الوتکې د ډول په اړه د جزيات ورکولو پرته ويل شوي چې په الوتکه کې سپاره دوه پيلوټان چې يوه د هوايي ځواک او بل له سمندري ځواک سره تړاو درلود، مړه شوي دي.

اړونده موضوع: طالبان وايي جلال آباد کې ېې یوه پاکستانۍ جيت راغورځولې او پیلوټ ېې ژوندی نیولی

په اعلاميه کې همدا راز زياته شوې: «د هوايي ځواک د مرکز له خوا يو څيړونکی پلاوی ګمارل شوی څو د پېښې علت معلوم کړي.»

د پاکستان پوځ د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير پلازمينې مظفر آباد ته څيرمه د څرخي الوتکې د سقوط په اړه هم څېړنې کوي چې ويل شوي ول علت یې تخنيکي ستونزې وې.

چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي چې په دغه الوتکه کې د سقوط پر وخت څو کسان سپاره ول خو له پېښې يوه ورځ وروسته په مظفرآباد کې په دغه پېښه کې د مړو شويو ۲۲ عسکرو ډله ایزه جنازه ترسره شوې وه. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل