له پيښور څخه د اسوشتيد خبري آژآنس په حواله، د پاکستان پوځ په يوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه چاڼيز پوځي عملیات د خيبر پښتونخوا ایالت اړوند په پخوانۍ قبايلي سیمه، کوز دير کې ترسره شوي دي. سرچينې زياته کړې چې امنيتي ځواکونو د وسله واولو له پټنځای څخه وسلې او لاسي بمونه هم ترلاسه کړي.
د وژل شوو کسانو په اړه ویل شوي چې هغوی تر ۲۰۱۹ کال پورې د پاکستان په شمال ختيځه سيمه سوات کې په شوو هدفي وژنو کې ښکيل ول. سوات تر ۲۰۰۹م کال پورې د پاکستاني طالبانو تر ټولو قوي مرکز ګڼل کيده، خو پوځ ادعا کوي چې دغه سیمه د هغوی له شتونه پاکه شوې ده.
د پاکستان پوځ د دوشنبې ورځې په خبرپاڼه کې د يادې حملې په اړه ډير جزئيات نه دي ورکړل شوي او دا هم نه ده روښانه چې درې وژل شوو کسانو څنګه چې يې په اړه ادعا شوې، په تير کې څوک وژلي وو.
د پاکستان پوځ د وروستيو مياشتو په جريان کې د افغانستان پولې ته په نژدې پرتو قبايلو سيمو کې يو ځل خپلو پوځي عملياتو ته زور ورکړی دی. له دې ګام سره داسې انديښنې راپاريدلي دي چې اورپکې يو ځل بيا په مختلفو پخوانيو قبايلو سيمو کې د منسجم کیدو په حال کې دي.
آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.
د پاکستان د قبايلو سيمو اړوند پر يوه بله موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم:
پاکستان: په قبايلي سيمه کې يوه ښځه ټاکنې گټلی شي؟
د پاکستان په قبايلي سيمو کې بايد ښځې د خپل کور د نارينه وو د خوښې کانديد ته خپله رای ورکړي. په دې دودیزه ټولنه کې د خيبر پښتونخوا ايالتي اسامبلۍ ته کانديده ناهيد افریدۍ کور په کور گرځي څو د خلکو رايې خپلې کړي.
انځور: Saba Rehmanد ناهيد افریدۍ دفتر د خيبر په جمرود سيمه کې دی. په همدې دفتر کې هغه په شا او خوا کليو کې غونډې تنظيموي. نوموړې د دې ترڅنگ چې کور په کور وگرځي او له خلکو د رايې غوښتنه کوي، له قبايلي مشرانو سره هم ملاقاتونه کوي. هغه د شلو نارينه وو کانديدانو سره مسابقه کوي. ټاکنې د جولای پر شلمه نيټه دي.
انځور: Saba Rehmanد ځوانو ښځو له پاره بيلگه
يوې کوچنۍ نجلې د ناهيد افريدۍ پوستر پر خپله سينه لگولی دی. ناهيد افريدۍ له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې په يوه پلار سالاره ټولنه کې د انتخاباتي کمپاين پر مخ وړل ډېر ستونزمن کار دی خو هغه غواړي چې د ځوانو ښځو له پاره د اعتماد، زړورتيا او رهبرۍ يوه بیلگه رامنځته کړي. د سيمې ښځې خو د هغې په غونډو کې د گډون اجازه نه لري، خو ماشومان ورسره مل وي.
انځور: Saba Rehmanله قبايلي مشرانو سره ليده کاته
څلويښت کلنه ناهيد پر حجرو گرځي او له قبايلي مشرانو سره ليده کاته کوي. حجره چې يوازې د نارينه وو د ناستې او جرگو ځای دی، ناهيد افريدۍ په دې سيمه کې هغه لومړۍ ښځه ده چې په حجرو کې له قبايلي مشرانو سره گوري.
انځور: Saba Rehmanد سیمې د اوسيدونکو ستونزې
د ناهيد افريدۍ گرد چاپيره دوکانداران ولاړ دي. نوموړې په خپله ټاکنیزه وينا کې هغوی ته وايي چې هغه ولې غواړي ايالتي شورا ته وټاکل شي. د ناهيد په آند د بريا له پاره اړينه ده چې هغه کلي په کلي وگرځي او هلته نيغ په نيغه له خلکو سره خبرې وکړي او هغوی قانع کړي چې دې ته خپله رايه ورکړي.
انځور: Saba Rehmanماشومان د ناهيد افريدۍ د ټاکنیز کمپاين په ترڅ کې پر موټرو د هغې انځورونه نښلوي. ماشومان د هغې انتخاباتي پوسترونه او انځورونه په کوڅو، کورونو او چوکونو کې لگوي. په داسې حال کې چې د سيمې ښځې له هغې سره د انځور اخيستو اجازه نه لري، ماشومان له هغې سره د انځور اخيستو ډېر شوق لري.
انځور: Saba Rehmanناهيد آفريدۍ وايي چې د انتخاباتي کمپاين څخه یې موخه يوازې مسابقه نه ده، بلکي ايالتي اسامبلۍ ته په رسېدو سره غواړي چې د ښځو د ستونزو نمايندگي وکړي. د سیمې يوه مدني فعال دويچه ويله ته وويل چې د سیمې نارينه نه د ښځو د زده کړو پلوي کوي او نه هم دا خوښوي چې ښځې د خپل حق له پاره غږ پورته کړي.
انځور: Saba Rehmanد قبايلې سيمې له پاره يوه بېلگه؟
د ناهيد افريدۍ ټاکنیز کمپاين د سيمې د داسې ښځو له پاره يو پېغام له ځانه سره لري چې نه هم ښوونځي ته پريښوول کيږي او نه هم په خپله خوښه خپله رايه کارولی شي. دلته يو ځوان له هغې سره سیلفي انځور اخلي. هغه وويل چې د خپل کور ښځو ته به ووايي چې خپله رايه ناهيد ته ورکړي.
انځور: Saba Rehman