د پاکستان د پوځ له لوري په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې دغه د بابر په نوم کروز توغندی له عصري توغوونکي وسیلې توغول شوی دی. خو په دې هکله څه نه دي ویل شوي چې دغه ازموینه چیرې شوې ده. د اعلامیې له مخې د پاکستان ولسمشر عارف علوي، لومړی وزیر عمران خان او د پوځ مشرتابه ساینسپوهانو او انجینرانو ته د دغې بریالۍ ازموینې له کبله مبارکي ویلې ده.
اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستان د توغندیو پروګرام اصلي موخه د ګاونډي هیواد هند د ګواښونو پر وړاندې مقابله ده. هند هم له معمول سره سم د توغندیو ازموینې کوي.
دواړه هیوادونه اتومي وسلې لرونکي ځواکونه دي او په ۱۹۴۷م کال کې له انګلستان څخه تر آزادۍ اخیستو وروسته یې درې جګړې کړې چې دوه یې د کشمیر پر سر وې.
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب عمومي قومندان ددغه هیواد د سمندري ځواک د قومندان په ملګرتیا د فارس خلیج په سواحلو کي د ایران د توغنديو نوي اډې ته ورغلي. هغوی دغه تأسیسات او توغندي ستراتیژیکي وسلې وبللې.
انځور: YJCد جنورۍ پر ۸مه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب عمومي قومندان، حسین سلامي ددغه هیواد د سمندري ځواکونو د قومندان، علیزضا تنګسیري په ملګرتیا د فارس خلیج په سواحلو کي د دغه هيواد د توغنديو د نوي اډې ليدنه وکړه.
انځور: YJCحسین سلامي په خپلو خبرو کي وویل: «هغه څه چي په دغه کلکسیون کي وینی، د سپاه د سمندري ځواک د ستراتیژیکي توغنديو د څو ساتل سوو تاسیساتو له جملې څخه يو دی چي په هغه کي موږ د توغنديو او دافع هوا یوه مجموعه وینو.
انځور: YJCد سپاه قومندان وویل: «ددغي مجموعې اوږدوالی کیلومترو ته رسیږي او ددغي مجموعې اکثره وسلې د سپا په سمندري ځواک کي هم موجودي دي.
انځور: YJCد هغه په خبره «دغه توغندي په سونو کیلومتره واټن وهي، ډیر دقیق او تخریبونکي دي او کولای سي د دښمن له جنګي الکترونیکي تجهیزاتو څخه تیر سي».
انځور: YJCحسین سلامي د سپاه د سمندري ځواک دغه توغندي «ډیر پيشرفته» وبلله او زياته یې کړه چي دغه توغندي له ساحل څخه سمندر، له مځکي څخه مځکي، له هوا څخه اوبو او د اوبو څخه هوا ته د جهان د بهترینو راکټانو د جملي څخه دي.
انځور: YJCفارس خلیج په تیرو څلورو لسیزو کي د ایران او امریکا او دهغه د منطقه وي متحدینو ترمنځ د تشنج شاهد وو.
انځور: YJCد دواړو خواوو ترمنځ د قدرت ښکاره کول په دې وروستيو کي زور اخيستی دی. په تیرو ورځو کي د قاسم سلماني د وژل کیدو له تلین سره سم د فارس پر خلیج باندي د امریکا متحده ایالاتو لخوا B52 ډوله جنګي الوتکو پروازونه وکړل او د جورجيا په نوم جنګي اوبتل یې فارس خليج ته ولېږه.
انځور: Indra Beaufort/U.S. Navy/AP Photo/picture allianceد تشنج د ډیریدو په منځ کي ایران اعلان وکړ چي ډیر ژر به د یورانیمو ۲۰ فیصده غني کیدل شروع کړي او په فارس خلیج کي یې د نوو توغنديو او بې پیلوټه الوتکو څخه پرده پورته کړه.
انځور: YJCد ایران روحاني رهبر، علي خامنه اي هم د جمعې د ورځي په خبرو کي د توغنديو پر سیاست باندي ټینګار وکړ او ویې ویل: «نن ورځ د ایران دفاعي قدرت داسي دی چي زموږ دښمنان مجبوره دي زموږ پر توانايي باندي حساب وکړي.»
انځور: YJCپخوا هم سپاه پاسداران د توغنديو دغه ډول مشابه تونلونه ښکاره کړي ول.
انځور: IRINN.IRد ایران اسلامي جمهوریت اعلان وکړ چي د توغنديو پروګرام یې «د خارجي حملو مخنیوی دی». خو غربي هيوادونه او سيمه ايز انډیولان يې بیا دغه پروګرام یو تهدید او خطر گڼي.
انځور: YJC