1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو د پولیو کمپاین پر مهال یو پاکستانی پولیس وژلی

۱۴۰۳ آبان ۸, سه‌شنبه

د پاکستان پولیس وايي وسله والو یاغیانو د سه شنبې په ورځ د پولیسو یو افسر چې د پولیو واکسیناسیون کمپاین د امنیت له پاره په دنده ګمارل شوی په ډزو وژلی دی. پېښه د خیبر پښتونخوا ایالت مربوطاتو کې شوې، حمله کوونکي هم وژل شوي.

آرشیف - پاکستاني پولیس د خیبر پښتونخوا ایالت په مربوطاتو کې د دندې پر مهال
آرشیف - د پاکستان پولیس وايي وسله والو په کد سه شنبې په ورځ د پولیسو یو افسر د پولیو واکسیناسیون کمپاین پرمهال په ډزو وژلی دی انځور: Mehboob Ul Haq/AFP/Getty Images

د پاکستان د خیبر پښتونخوا د اورکزۍ علاقې د پولیسو لوړ رتبه افسر، ملک سکندر، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې «دوو وسله والو پر یوه پولیس چې د پولیو واکسيناتورانو د ټيم امنیت ېې نيولی وو، حمله وکړه.»

سکندر زیاته کړه: «پولیس د پېښې په ځای کې مړ شو. وروسته د پولیسو د تعقیب په نتیجه کې دواړه حمله کوونکي او د هغوی ځايي مرستندویان ووژل شول.»

د پولیسو یو بل افسر، نویدالله خان، هم په دغه حمله کې د یو پولیس وژل کېدل تائيد کړل. هغه وويل د حملې پر مهال دوه واکسیناتوران «د یو کور په منځ کې ول چې زیان ورته نه دی رسیدلی.»

په سملاسي توګه د دغې حملې مسئولیت د پاکستاني طالبانو په ګډون هېڅ ډلې نه دی منلی.

سږکال په پاکستان کې د پولیو ۴۱ پېښې ثبت شوي دي چې تېرکال ۶ وې. حکومت له همدې کبله تازه د پولیو د واکسیانسیون یو بل کمپاین پيل کړی دی.

 پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازيني دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ناروغۍ پېښې ثبتیږي. په پاکستان کې تر دې مخکې هم د پولیو کمپاين پر مهال د واکسیناتورانو ټيمونه د وسله والو تر حملو لاندې راغلي دي.

(AFP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب