1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان، ايران او روسیې سره د پاکستان جنس په جنس تجارت

۱۴۰۲ خرداد ۱۲, جمعه

د پاکستان سوداگرۍ وزارت ويلي دي چې ځانگړي مقررات یې تصويب کړي چې له مخې یې له افغانستان، ايران او روسیې سره د ځينو توکو چې تېل او گاز پکې شامل دي، «جنس په جنس» راکړې ورکړې ته اجازه ورکړل شوې ده.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداگري
د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداگريانځور: ZUMA Press/IMAGO

په داسې حال کې چې پاکستان د بهرنيو اسعارو يوازې دومره زيرمې لري چې د يوې میاشتې د وارداتو بيه پرې کړای شي، حکومت یې هڅه کوي د بيو پرې کولو پر بحران برلاسی شي او انفلاسيون يا د پېسو پاړسوب کنترول کړي چې تېره میاشت نزدې ۳۸ فيصدو ته په لوړیدو سره د ريکارډ کچې ته رسيدلی وو.

دا مقررات چې سوداگري په سوداگرۍ ماډل [بارتر] بلل کیږي، د جون مياشتې له لومړۍ نېټې څخه یې هغه توکي په يوه نوملړ کې شامل کړي دي چې د جنس په جنس تبادله وړ دي. دولتي او خصوصی شرکتونه به په دې میکانیزم کې د شامليدو له پاره جواز ته اړتيا ولري.

اړونده موضوع: د پاکستان حکومتونه ملي خزانه څنګه مصرفوي؟

وچه او تازه میوه، ترکاري، منرالونه او فلزات اوډبرو سکارههغه توکي دی چې پاکستان کولی شي د دې تجارتي ماډل په ترڅ کې یې له افغانستان څخه وارد کړي.

په اپريل میاشت کې له روسیې څخه په لومړي ځل د تخفيف شويو تېلو تر رانيولو وروسته د پاکستان د پتروليم وزير مصدق ملک، رويترز خبري آژانس ته وويل چې پاکستان به د تړون له مخې له روسیې يوازې خام مواد وپيري او نه تصفيه شوي مواد.

مشخصه شوې نه ده چې د تیلو په بدل کې به بيه څرنگه پرې کیږي خو ملک ويلي چې که لومړۍ راکړه ورکړه بې له کومې ستونزې پر مخ لاړه شي نو خريداري به د ورځې ۱۰۰ زره بیرل ته لوړه کړل شي.

اړونده موضوع: په ۲۰۲۲م کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ څومره سوداګري شوې؟

د د کيلر شنونکي شرکت د شميرو په حواله تېر کال پاکستان له روسیې څخه د ورځې کابو ۱۵۴ زره بيرله خام تيل وارد کړي چې دا د ۲۰۲۱م کال په پرتله لږ بدلون ښيي.

په می مياشت کې د پاکستان د تېلو سوداگرو ټولنې شکايت وکړ چې په پاکستان کې پلورل کيدونکي تر ۳۵ سلنه ډېر ډیزل له ایران څخه قاچاق شوي دي.

د پاکستان حکومت همدا راز له افغانستان سره هم د اوړو، غنمو او سرې د قاچاق د مخنيوي حکم صادر کړی دی. 

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل