په داسې حال کې چې د عمران خان پلویان په اسلام آباد کې د لاریون له پاره چمتووالی نیسي، د امنیتي اندیښنو له کبله په یو شمیر سیمو کې انترنتي خدمات بند شوي او اسلام آباد ته تلونکې لارې د کانتینرونو په وسیله تړل شوې دي.
اعلان
په داسې حال کې چې د پاکستان په پلازمینه کې د دغه هیواد د پخواني لومړي وزیر عمران خانچې اوسمهال په زندان کې دی، پلویان د نوموړي د آزادیدو په خاطر د لاریون له پاره چمتووالی نیسي، د پاکستان حکومت د امنیتي اندیښنو له کبله په یو شمیر سیمو کې انترنتي خدمات ځنډولي دي.
د پاکستاند کورنیو چارو وزیر، پر ایکس پاڼه باندې د یوه پیغام د خپرولو له لارې په دې هکله معلومات خپاره کړي. ایکس شبکه اوسمهال په پاکستان کې تړلې ده. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دغه پیغام کې د انترنتي خدماتو د بندولو د سیمو او همدا راز د وخت په هکله جزئیات نه دي خپاره کړي. په دغه پیغام کې راغلي: «په پاتې ټول هیواد کې به مخابراتي او انترنتي خدمات په عادي ډول فعالیت ولري.»
انځورونه: عمران خان څومره پېژنئ؟
د پاکستان د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کي د عمران خان د تحريک انصاف ګوند بريا تر لاسه کړه. تاسو عمران خان څومره پېژنئ؟ د کریکټ د دغه پخواني لوبغاړي په اړه معلومات په دې انځوریز مطلب کې ولولئ.
انځور: AP
بشپړ نوم يې څه دی؟
ايا د عمران خان بشپړ نوم مو زده دی؟ د هغه بشپړ نوم احمدخان نيازي عمران دی. خو د کریکټ او سياست په نړۍ کي هغه په عمران خان مشهور سو.
انځور: Reuters/C. Firouz
د مسلکي سفر پېل
عمران خان د کریکټ د سپورټ مسلکي ورزشي سفر په ۱۶ کلنۍ په ۱۹۶۸ کال پېل کړ. دا هغه وخت کله چي يې د لاهور او سرګودها په يوه سيالي کي ډېره ښه لوبه وکړه.
انځور: picture-alliance/Dinodia Photo Library
له تحصيل څخه مخکي کریکټ
عمران خان په ۱۹۷۰ کال کې د پاکستان د کریکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی سو. نوموړي لا هغه وخت خپلې زده کړې پای ته نه وې رسولي چي د نړيوال کریکټ سره يې تعلق پيدا سو.
عمران خان په ۱۹۸۲ کال د پاکستان د کریکټ د ملي لوبډلې کپتان سو. دغې لوبډلې د عمران خان په مشرۍ کي ۴۸ تېست لوبي وکړې چي پکښي ۱۴ يې وګټلې، ۸ يې وبايللې او نورې مساوي سوې.
انځور: Getty Images/AFP/S. Dupont
يوه ورځنۍ سيالۍ
عمران خان د کپتان په حيث په ۱۳۹ يوه ورځنيو کریکټ سياليو کي د پاکستان د ملي لوبډلې مشري وکړه. له دغو څخه يې ۷۷ وګټلې، ۵۷ يې بايللې او نوري بې پایلې پاتې سوې.
انځور: picture-alliance/dpa
تر ټولو بريالی کپتان
عمران خان د پاکستان د کریکټ د ملي لوبډلې تر ټولو بريالی کپتان ثابت سو. هغه زيات وختونه د هندي لوبغاړي او کپتان کاپيل ديو سره مقايسه کيده. دواړه لوبغاړي د کریکټ د لوبي آل راوندران تېر سوي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.K. Bangash
د کرکټ نړيوال اتل
عمران خان د پاکستان د ملي لوبډلې غړی ؤ چي دغې لوبډلې په ۱۹۹۲ کال د کرکټ نړيواله سيالۍ وګټلې. له دې کبله هم په پاکستان کي د عمران خان محبوبيت زښت زيات سو.
انځور: picture-alliance/AP Photo
سياست ته راتګ
عمران خان په ۱۹۹۶ کال کې سياست ته داخل سو او د «پاکستان تحريک انصاف» په نوم ګوند يې جوړ کړ. د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کي د نوموړي ګوند پر دويم نمبر زياتي رايي په لاس راوړې.
انځور: Aamir QureshiAFP/Getty Images
شخصي ژوند
د عمران خان شخصي ژوند زيات وختونه د رسنيو د سرليکونو موضوع پاتې شوې. نوموړي د ۶۵ کلنۍ په عمر د دريم ځل له پاره واده وکړ. د دې څخه تر مخه هغه د يوې مشهورې بريتانوۍ او وروسته د ريحام خان په نوم تلويزيوني کوربه سره ودونه کړي ول او وروسته ورڅخه جلا سوی وو.
انځور: PIT
جدي پايلي
د عمران خان دويمي ماينې ريحام خان د هغه څخه د طلاق تر لاسه کولو وروسته د عمران خان په تړاو يو کتاب وليکه. په دغه کتاب کي پر عمران خان سختي نيوکي سوي او ورباندي جدي تورونه لګول سوي دي. د بېلګي په توګه دغې مېرمني تور لګولی چي يوازي هغه ښځينه سياستمداره د عمران خان په ګوند کي پرمختګ کوي چي د عمران سره نامشروع اړيکي وساتي.
انځور: Facebook/Imran Khan Official
پاکستانی دونلد ترمپ
زيات کسان پر عمران خان د پوپولستي يا عوامګرايي تور لګوي. يعني ورباندي دا تور لګوي چي د خلکو د پارولو او پکښي د خپل ځان د محبوب کولو له پاره هغه څه وايي چي د خلکو احساسات راوپاروي او دی ورڅخه ګټه پورته کړي. يو شمېر پر نوموړي د توندلاريتوب تورونه لګوي او دا چي ګواکي دی د بنسټپالانو سره اړيکي لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.K. Bangash
پر امريکا نیوکې
عمران خان د ترهګرۍ پر ضد د امريکا د متحده ايالاتو پر جګړې او پکښي د پاکستان پر ملګرتیا پوښتنې کوي. نوموړی دغه جګړه په پاکستان کي د زياتو ستونزو لامل بولي.
انځور: YouTube/PTI Scotland
د اختلاص ضد
عمران خان په پاکستان کي د اختلاس او اداري فساد ستونزه هميشه مطرح ساتلې ده. په زياته بيا عمران خان پر پخواني لومړي وزير نواز شريف د اختلاس او اداري فساد تورونه لګول.
د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان له یوه کال څخه د زیاتې مودې راهیسې په بند کې دی. عمران خان له ۱۵۰ په ډیرو قضیو کې له تورونو سره مخامخ دی، داسې تورونه چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند یې د سیاسي انګیزې لرونکي ګڼي.
د اسلام آباد تړل کیدل
په ورته وخت کې په پلازمینه اسلام آباد کې د عمران خان د پلویانو د احتجاج د مخنیوي له پاره، حکومت له وړاندې نه اسلام آباد ته نښلیدونکي لارې تړلي دي او دغه ښار یې د کانتینرونو په واسطه محاصره کړی دی. د عمران خان ګڼ شمیر پلویان د پاکستان په خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالت کې میشت دي او غواړي له دغو دواړو لورو ځانونه اسلام آباد ته ورسوي.
د اسلام آباد د پولیسو په حواله، هر ډول را ټولیدنې د قانون له مخې منع ګرځول شوي دي، خو د خیبر پښتونخوا ایالتي لومړی وزیر علي امین ګنډاپور چې د عمران خان ملاتړ دی، ټاکل شوې له خیبر پښتونخوا څخه د یوه کاروان مشري وکړي او د عمران خان پر پلویانو یې غږ کړی چې د «ډي چوک» په نامه د اسلام آباد په سیمه کې راټول شي. ډي چوک د اسلام آباد په سره سیمه کې موقعیت لري، داسې سیمه چې د پاکستان پارلمان، مهمې دولتي ادارې، سفارتونه او د بهرنیو سازمانونو دفترونه پکې موقعیت لري.
تیره میاشت هم پاکستان په یوه ورته اقدام سره د عمران خان د پلویانو احتجاج ګډوډ کړی وو. د پاکستان حکومت هغه مهال په اسلام آباد او راولپنډۍ کې مخابراتي او انترنتي خدمات تړلي ول، څو د خان د پلویانو ترمنځ اړیکې ټینګې نه شي. د دغه راز اقداماتو له امله، په پلازمینه اسلام آباد کې هغه مهال بانکي خدمات، تلیفوني اړیکې او د خوړو د رسونې چارې اغیزمنې شوې وې.
دعمران خان تر نيول کېدو وروسته د پاکستان وضعيت
د عمران تر نيول کیدو وروسته د پاکستان په يو شمير ښارونو کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې شوي دي. په پېښور کې قهرجنو مظاهره کوونکو د پاکستان د ملي راډيو ودانۍ ته اور اچولی او له پنجاب څخه هم د اخ و ډب خبرونه ورکړل شوي.
انځور: Fayaz Aziz/REUTERS
عمران خان د نيپ په محکمه کې
د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د پاکستان تحريک انصاف گوند مشر عمران پرون، سه شنبه تر نیول کیدو وروسته نن، د چهار شنبې په ورځ د نيپ يا احتساب ملي ادارې محکمې ته حاضر کړای شو خو دغه محکمه پوليس لاينز ته انتقال شوې وه. د نیب محکمې عمران خان د اتو ورځو له پاره له عمران خان څخه د پوښتنو ګرویږنو اجازه ورکړې.
انځور: Aamir Qureshi/AFP
پنجاب او خيبر پښتونخوا ته پوځ بلل شوی
د پاکستان حکومت په پنجاب او خيبر پښتونخوا ايالتونو کې د وضعيت د کنترول له پاره د پوځ د استولو غوښتنه شوې ده. په پنجاب ايالت کې پولیسو ویلي ول چې کابو زر تنه یې د گډوډۍ خپرولو په تور نيولي دي.
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images
قهریدلې لاریون کوونکې
د عمران خان ملاتړیو پلان درلود چې د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ سې. د پاکستان د پخواني لومړي وزير چې د القادر يونيورسټي ټرسټ په قضيه کې نيول شوی دی، د پلويانو او د امنیتي ځواکونو ترمنځ د لا زیاتو نښتو ویره راپورته سوي ده.
انځور: Asif Hassan/AFP
د راډيو پاکستان ودانۍ ته اور اچول شوی
د سيمه ایزو رسنیو د رپوټو په حواله په پېښور کې قهريدلو مظاهره کوونکو د راډيو پاکستان ودانۍ ته اور اچولی دی. همدا راز له پوليسو سره د اخ و ډب ډېری پېښې رامنځته شوي دي. زياته شوې چې تر اوسه د پېښور ليډي ريډنگ روغتون ته څلور جسدونه او ۲۷ ټپيان ور وړل شوي دي.
انځور: Fayaz Aziz/REUTERS
پرلاریون والو اوبه پاشل
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خان پلویان رابللې او په ټول هیواد کې د هغه د بندي کیدو وروسته په ډیری ښارونو کې د پولیسو سره اخ و ډب سوی او د عيني شاهدانو په وینا په لاهور او راولپنډۍ کې د پوځ پر ودانیو هم بریدونه سوي دې.
انځور: Akhtar Soomro/REUTERS
ګرځنده موبایلونه بند سوي
په هیواد کې د ګرځنده موبایلونه او انټرنیټې خدمات بند سوي پداسې حال کې چې ټویټر، یوټیوب او فیسبوک هم سم کار نه ورکوي.
انځور: Asif Hassan/AFP
د پولیسو او پوځ موټرونه سوځول سوي
د پاکستان له څلورو ایالتونو څخه یې په دریو کې دا مهال چارواکو بيړنۍ وضعيت نافذ کړی دی او پر راټوليدو او غونډو بندیز لگول شوی دی.
انځور: AKHTAR SOOMRO/REUTERS
لاهور کې د لاریون ګډونوال
پوليسو په لاهور او کراچۍ کې د عمران خان پر پلويانو اوبه وپاشلې، په داسې حال کې چې مظاهره کوونکو په پلازمينه اسلام آباد، راولپنډۍ او پېښور کې د خنډونو په اچولو سره سړکونه بند کړي ول.
انځور: Arif Ali/AFP
لاریون کوونکو د پولیسو سره نښته کړې
د پاکستان له څلورو ایالتونو څخه یې په دریو کې دا مهال چارواکو بیړنۍ امر صادر کړي او پر راټولیدو او هر ډول غونډو بندیز لگول شوی دی.