1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پاکستان کې ترهګریز بریدونه ډیر شوي دي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲, جمعه

په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت په تیزۍ سره مخ پر خرابیدو دی. د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې د امنیتي پيښو ګراف ډیر لوړ شوی دی. په ورته وخت کې په افغانستان کې هم په ترهګریزو پيښو کې زیاتوالی راغلی.

Pakistan I Tödliche Explosion in einem Wohngebiet in Lahore
انځور: Mohsin Raza/REUTERS

د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګریزو بریدونو په ۷۵ پيښو کې ۱۸۹ تنه وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي. د ترهګرۍ په پيښو کې تر ټولو ډیر کسان په پيښور کې وژل شوي او ورپسې بیا په شمالي وزیرستان کې ۴۰ تنه وژل شوي دي.

د «سنټر فار ریسرچ اینډ سیکورټي سټډیز» څیړنیزې ادارې د یوه تازه رپوټ پر بنسټ د تیر کال د لومړیو درو میاشتو په پرتله د روان کال په لومړیو درو میاشتو کې د ترهګرۍ په پيښو کې ۱۷۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ادغام شوو قبایلي ولسوالیو کې د ترهګرۍ په پيښو کې د زیاتوالي ترڅنګ د پښتونخوا په نورو سیمو کې هم د هدفي وژنو او بمي چاودنو په پيښو کې زیاتوالی رامنځته شوی دی. ویل شوي چې په همدې ترڅ کې د پولیس، پوځ او مالیاتي ادارو د کارکوونکو ترڅنګ ملیشه هم په نښه کړای شوي دي.

د شمیرو له مخې په تیرو درو میاشتو کې ۶۳ شکمن ترهګر هم وژل شوي دي. د سي آر ایس ایس د رپوټ پر بنسټ په دغو بریدونو کې د څو مسئولیت یي د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی چې پاکستان کې پرې بندی دی.

د سنټر فار ریسرچ اینډ سیکورټي سټډیز ادارې څخه شمس مومند، دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «که ولیدل شي د اګست په میاشت کې پر کابل د طالبانو تر کنترول راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ پيښې ډیرې شوي دي، خو په روان کال کې له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې په دغو پيښو کې چټکتیا رامنځ ته شوې. په روانه اونۍ کې په شمالي او سویلي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو پرله پسې بریدونه وشول چې ډیر شمیر کارمندان په کې ووژل شول.»

په دې توګه د پاکستان او افغانستان ترمنځ مهمه سوداګریزه لاره انګور اډه، د اتو ورځو له پاره تړلې پاتې وه. د دغو پيښو له امله د دواړو هیوادونو تر منځ کشمکش کې زیاتوالی رامنځته شو. مومند وویل: «د لسو کلونو راهیسې امنیتي ځواکونو په ټول هیواد کې هدفي عملیات جاري ساتلي دي، خو سره له دې هم که د ترهګرۍ په پيښو کې زیاتوالی رامنځته کیږي، نو دا د امنیتي ادارو فعالیت تر پوښتنې لاندې راولي.»

د قبایلي سیمو په اړه زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ:

له افغانستان سره اړیکې

کله چې د اګست په میاشت کې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسیدل، نو اکثره خلکو فکر کاوه چې له پاکستان سره به یې اړیکې بهتره شي او د ترهګرۍ په پيښو کې به د کمښت په رامنځته کیدو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګریزو فعالیتونو کې هم زیاتوالی رامنځته شي. خو داسې ونه شول، بلکې یو پر بل د تورونو او بی باورۍ فضاء لکه د تل په څیر دوام وکړ.

د مالي فعالیتونو په ارتباط مهم سوداګریز بندرونه لکه تورخم، غلام خان، انګور اډه، خرلاچي او نور د ورځنیو اختلافاتو له امله وخت ناوخته بندیږي چې له امله یي د دواړو هیوادونو اتباع له سختو ستونزو سره مخامخ کیږي.

د پاک- افغان سوداګرۍ د خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «سوداګري په خپل ځای، خو مونږ باید د خپلې خاورې ساتنه وکړو او دا زمونږ لومړيتوب دی.»

هغه وویل چې له پاکستان څخه سیمنټ، اوسپنه، د خوراک څښاک توکي او له افغانستانه تازه میوه او سبزیجات راځي. همدارنګه له لاهور او کراچۍ څخه سوداګریز توکي د افغانستان له پاره راځي، خو د امنیتي دلایلو له امله پاکستان کله ناکله دا سرحدونه بندوي. دا د هیواد پر اقتصاد منفي اغیزې پریږدي او همدا دلیل دی چې نن د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري له دوه نیم میلیارده ډالرو څخه څو میلیونو ته راکمه شوې ده.

له قبایلي مشرانو سره د شهباز شریف لیدنه

د پاکستان نوي لومړي زویر شمالي وزیرستان ته د خپل سفر پر مهال له قبایلي مشرانو سره ولیدل او د هغوي له ستونزو یي ځان خبر کړ. په دې ترڅ کې د خیبر پښتونخوا د قول اردو قوماندان جنرال فیض حمید د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه شهباز شریف ته معلومات ورکړل. لومړي وزیر قبایلي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دې سیمې د ټولو مسائلو د حل له پاره به عاجل اقدامات وکړي. اسلام آباد ته د قبایلي مشرانو د وربللو ترڅنګ ښاغلي شریف په شمالي وزیرستان کې د یوه پوهنتون د جوړولو اعلان هم وکړ.

په افغانستان کې هم امنیتي پيښې ډيرې شوي

بل لور ته په افغانستان کې هم په دې وروستیو ورځو او اونیو کې د بمي چاودنو له امله په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. همدا تیره ورځ (د اپریل میاشتې ۲۱ نیټه) په کابل، بلخ، ننګرهار او کندز ولایتونو کې په بیلا بیلو پيښو کې لږ تر لږه ۲۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په لسګونو نور ټپیان شوي دي. تر ټولو ډير تلفات په مزار شریف کې د شعیه ګانو په یوه جومات کې د چاودنې له امله رامنځته شوي چې مسئولیت یي د داعش ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

آژانسونه: ش.ن/ س.ر

د آسیا د چرسو ستر بازار

04:29

This browser does not support the video element.