د پاکستان پولیس او عيني شاهدانو د دغې پېښې پخلی کړی دی.
د پنجاب د پولیسو مشر، عثمان انور، وویل چې مظاهره کونکو پر چارواکو ډزې وکړې چې پکې یو افسر وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي. پولیسو مظاهره چیانو ته اوښتې مرګ ژوبله تائيد کړې نه ده، خو تحریک لبیک پاکستان (LTP) سیاسی ګوند په یوه اعلامیه کې ويلي چې ګڼ شمېر پلویان ېې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
په یو تازه خبر کې ویل شوي چې د دوشنبې ورځې په تاوتریخوالو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او د دواړو لورو په لسونو کسان ټپیان شوي دي. په وژل شوو کې د پولیسو یو افسر، درې لاریون کونکي او یو لاروی شامل دي. پولیسو ويلي دوی د لاریون کونکو د پاشل کېدو هڅه وکړه، خو هغوی پرې ډزې وکړې او له ۴۰ ډېرو موټرو ته ېې اور واچاوه. پلازمېنې سره نښلول شوې لارې چې چارواکو د مارش له پېلېدو سره بندې کړې وې، د دوشنبې په ورځ په ځينو ځايونو کې بېرته پرانيستل شوي.
د دغه ګوند له لوري د دوشنبې په ورځ په خپرو شوو ويډیوګانو کې ګڼ شمېر موټرو ښودل کيږي چې اورونه وراچول شوي دي. په دغو موټرو کې هغه لارۍ هم شامله ده چې د دغه ګوند مشران پکې سپاره ول او د لاريون په سر کې روانه وو. د «لانګ مارش» په نوم دغه لاریون د جمعې په ورځ د پاکستان له شرق څخه پیل شو چې د ګډونوالو د پلان له مخې له لاهور څخه پلازمېنې اسلام آباد پر لور حرکت ورکول کېده.
خو دغه لاریون په تاوتریخوالي واوښت چې پولیسو د شنبې په ورځ د یو اعتراض پر مهال له ۱۰۰ زیات لاریون کونکي ونيول.
د دوشنبې ورځې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه کله چې لاریون کونکو غوښتل هغه کانټېنرونه چې پولیسو د لارو د بندولو په موخه ايښي ول، لرې کړي. اسوشتید پریس له لاهوره لیکي چې لاریون کونکي په دغه ښار کې له پولیسو سره ونښتل او مخکې له دې چې خپل مارش ته ادامه ورکړي، په مریدکي ښارګوټي کې تم شول.
د تحریک لبیک پاکستان ګوند مشر، سعد رضوي، د دوشنبې په سهار وختي د یو ويډیويي پيغام په خپرولو له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې ډزې بندې کړي او دا چې هغه مذاکرې ته چمتو دی. دغه ګوند ويلي چې رضوي هم ټپي شوی دی.
د پنجاب د پولیسو مشر زیاته کړه چې لاریون کونکو غوښتل د فلسطینیانو په ملاتړ خپله مظاهره په اسلام آباد کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت مخه کې ترسره کړي، خو کله چې پولیسو غوښتل لاریون کونکي تیت او پرک کړي، هغوی پرې ډزې وکړې. انور وویل چې دوی په دغو ګډوډیو کې د اوښتو زیانونو ارزونه کوي.
په اسلام آباد کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت تر دغه مارش مخکې تېره اوونۍ یوه امنيتي خبرتیا خپره کړه چې په هغې کې ېې د احتمالی ګډوډوۍ خبرداری او له امریکايي اتباعو د احتیاطي تدابیرو غوښتنه وکړه.
تحریک لبیک پاکستان ګوند د خپلو ګډوډیو ډګو مظاهرو له کبله پېژندل کيږي چې ځینې وخت ېې مظاهرې پر تاوتریخوالو هم اوړي.
د پاکستان په کورنيو چارو کې د دولت وزير طلال چوهدري د اوونۍ په پای کې وویل چې دی په دې پوه نه شو چې تحریک لبیک پاکستان ولې په غزه کې د سولې د توافق د لمانځنې له پاره د سولیزې لمانځنې پر ځای تاوتریخوالي ته مخه کړې.
له آرشیف څخه انځوریز البوم (10.09.2025):
پاکستان؛ د سېلابونو له کبله په سونو زره کسان بې کوره شوي
په پاکستان کې د موسمي بارانونو له کبله راغلو سېلابونو په میليونو انسانان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي. يوازې په يوه شپه کې ۱۲۲ زره کسان خوندي ځایونو ته انتقال شوي. له طبيعي پېښو سره د مبارزې پر مديريت هم نیوکې شته.
انځور: QURATULAIN ASIM/REUTERSد ښارونو په کوڅو کې د سېلابه اوبه
يوه ښځه د ملتان ښار پر يوه سړک روانه ده چې اوبو لاندې کړی دی. ملتان د پنجاب ایالت له سترو ښارونو څخه دی. له اونيو راهېسې شديدو سېلابونو چې د درنو مون سون اورښتونو وروسته راغلي د پاکستان په پنجاب ایالت کې په سونه زره کسان د خپلو کورونو پريښودو ته اړ کړي دي. د چارواکو په حواله څلور میليونه پاکستانيان دې ناورين اغیزمن کړي دي.
انځور: Ahmad Kamal/Xinhua News Agency/picture alliance د ژوند ژغورلو له پاره تېښته
په جلالپور پيروالا کې ژغورونکي د کښتۍ په وسيله د سيمې اوسيدنکي خوندي ځایونو ته انتقالوي. د چارواکو په حواله يوازې د دوشنبې په ورځ تر ۱۲۲ زرو ډېر کسان د پاکستان په ختيځ کې له پراته دغه ښاره څخه را وايستل شول. د جون میاشتې په پای کې د مون سون د فصل له پېلېدو راهېسې تر اوسه په پاکستان کې تقريباً ۹۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: QURATULAIN ASIM/REUTERSپه سونو کلي اوبو لاندې کړي
هر لوري ته خټې او اوبه؛ تيبا ګيال کلی اوبو لاندې کړی. «پر وخت د خلکو خوندي ځایونو ته انتقال د ژوند ژغورنې باعث شوی که څه هم چې اوس هم ځيني کسان د خپلو کليو پريښودو ته غاړه نه ږدي.» دا څرګندونو د پنجاب ايالت له طبیعي پېښو سره د مبارزې د مدیريت ادارې مشر عرفان علي کاتيا، وکړې. د اګست میاشتې له پای راهېسې ۳۹۰۰ سېمې او کلي سېلابونو اغیزمن کړي.
انځور: Jahan Zeb/AP/dpa/picture allianceدا د پنجاب ایالت تر ټولو ستر او د پاکستان دویم ستر ښار لاهور دی. چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د سيمې ډېر ستر ښارونو لا هم د سېلاب له ګواښ سره مخاماخ دي ځکه په سېندونو کې د اوبو کچه د لوړېدو په حال کې ده. زياته شوې چې له بندونو د اوبو خوشې کولو ته چمتووالی نیول شوی څو اوبه کليوالي سيمو ته وبهيږي او په دې توګه ښارونه خوندي وساتل شي.
انځور: Mohsin Raza/REUTERSپه لاهور کې د خیمو په دې کمپ کې سېلاب ځپلو پناه اخیستې ده؛ په پنجاب کې دمګړۍ ۸۰ زره کسان په موقتي سرپناو کې شپې او ورځې تیروي، خو په ستونزمنو شرائطو کې: يوازې لږ خوراکي توکي ورته رسيږي او هوا هم سخته ګرمه ده. يوې اغیزمنې د اسوشيتد پريس خبري آژانس ته وويل: «له موږ سوالګر جوړ شوي.» هغې زياته کړه کور او هر څه چې مو درلودل، له منځه تللي.
انځور: Mohsin Raza/REUTERSد سيمې اوسيدونکي د چناب د سېند پر غاړه ولاړ او تخيله کيدو ته انتظار باسي. د حکومت د بحران پر مديريت باندې نیوکې شوي: د يو شمیر اغیزمنو سيمو خلک وايي چې ډېره لږه مرسته ورته رسېدلې او يا دا چې مرستې ورته په ځنډ رسېدلي. خو حکومت ټینګار کوي چې په عين وخت کې د ژغورنې او مرستې رسولو عملیات کوي او هره ورځ په مرستو بار لارۍ ليږدوي.
انځور: QURATULAIN ASIM/REUTERSسېلابونو د سيند ايالت هم اغیزمن کړی
په ټولیزه توګه په پنجاب ایالت کې سېلابونو له اګست میاشتې راهېسې ۲،۲ میلیونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي. دا په سيمه کې د څو لسیزو راهېسې تر ټولو ناوړه سېلابونه دي چې اوس یې د پاکستان جنوبي ایالت سيند هم اغیزمن کړی. سيند د۲۰۲۲م کال په سېلابونو کې تر ټولو ډېر ځپل شوی وو. دغه سېلابه په ټول پاکستان کې د ۱۷۳۹ کسانو ژوند اخیستی وو.
انځور: SHAHID SAEED MIRZA/AFP/Getty Imagesيو سړی هڅه کوي چې خپلې میخې [ګاومیش] خوندي ځای ته انتقال کړي. د پاکستان ګاونډی هېواد هند کې هم د مون سون بارانونو له کبله کړيږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترنګلتياوې نورې هم پراخې کړي. پاکستان پر هند تور لګوي چې له خپلو بندونو یې په قصدي توګه او پر مناسب وخت د خبرداری د ورکولو پرته اوبه خوشې کړي دي او دغه سېلابونه یې لا پسې بدتر کړي دي.
انځور: QURATULAIN ASIM/REUTERS