پاکستان: ۱۵ تنه پر دوه کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور نيول شوي
۱۳۹۹ مهر ۱۹, شنبهپاکستاني پوليسو پر يوې دوه کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور ۱۵ تنه نيولي دي. پلټونکي وايي چې له دغو شکمنو کسانو څخه تحقيقات دوام لري، په داسې حال کې چې د ډي ان ای يا ارثي موادو د تست نتيجو ته انتظار کيږي. دغه جينۍ د نهې/سه شنبې په ورځ په چارسده ښار کې د خپل کور مخکې ورکه شوې وه. چارواکو د هغې مړی يوه ورځ وروسته په يوه غره کې پيدا کړ.د عدلي طب ترمعایناتو وروسته، چې د جمعې په ورځ تر سره شوه، معلومه شوه چې جنسي تېری ورباندې شوی او بيا په چاړه وژل شوې وه. دغې قضيې په دغه اکثريت مسلمان هېواد کې د خلکو ډیره غوسه راپاورلې ده.
پر ماشومانو د جنسي تېري لړۍ
دا په پاکستان کې پر ماشومانو باندې د جنسي تېريو د لړۍ وروستۍ پېښه نه ده. تېره مياشت يوه زلمي په دغه عين سيمه کې پر يوې شپږ کلنې نجلۍ جنسي تېری وکړ او ويې وژله. پاکستان د مارچ په مياشت کې پر ماشومانو د جنسي تېري کوونکو له پاره د مرګ حکم د بالقوه سزا په توګه جاري کړی دی. دغه قانون وروسته له هغه پلی شو چې په ۲۰۱۸ کال کې پر يوې ۷ کلنې نجلۍ باندې جنسي تېری وشو او هغه ووژل شوه. خو غير دولتي ټولنې بيا وايي چې پاکستان د دغسې جنسي جرايمو د مخنيوي په برخه کې کافي کار نه دی کړی. د ساحل په نوم د خير ښېګڼې د يوې ټولنې په حواله چې پر دغې موضوع ارقام راغونډوي، د ۲۰۲۰ کال په ړومبۍ نیمايي کې پر تقريبا ۱۵۰۰ ماشومانو باندې جنسي تېری شوی دی.
jf/msh/ن ص/ق ن
دلته پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم هم کتلی شئ (12.01.2018):