1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورينآسیا

پاکستان د زهرجنو گازو له کبله د ۱۸ قربانیانو پلټنه کوي

۱۴۰۱ بهمن ۸, شنبه

یوه پاکستاني مسؤل کس پرون جمعه ویلي، چارواکي یې د دې پلټني کوي، چي ایا په یوه فابریکه کي د کیمیاوي زهرجنو گازو راوتل، په کوم کي چي ۱۸ کسان په مرموز ډول سره مړه سوي، څه ډول یوه پيښه ده.

Mehwish Shareef | Ärztin aus Belutschistan
انځور: Privat

د پاکستان سند ایالت صحي ادارې په یوه اعلامیه کي راغلي، چي دغه پیښه د کراچۍ کي د تیرو دوو اونیو په جریان کي رامنځته سوې ده. د دغي ادارې یوې ویاندې، میهر خورشید ویلي دي، «د تحقیقاتو نتایج ښیي، چي د هغوی د مرګ علت د زهرجنو گازو راوتل وه، د کوم پواسطه چي ورته د سږو تکلیف پیدا سوی ؤ».  

په خوراکي موادو کی شپږ خطرناکي مادې

په اعلامیه کي همدارنگه راغلي دي، چي تحقیقات ترهغه وروسته شروع سول، کله چي د سیمي خلکو، چیري چي حد اقل څلور فابریکې موجودي دي، د فابریکو څخه د خراب بوی د راوتلو شکایت وکړ، کوم چي بیا وروسته د سیمي خلکو ته تنفسي مشکلات هم رامنځته کړي ول. 

په کراچۍ کې د زهرجن گاز د وجې د مړو شمير لوړ شوی

ټوله قربانیان، چي اکثریت یې کوچنیان او نوي ځوانان وه، تر هغه څو ورځي وروسته مړه سول، کله چي ورته د تبي، ستوني درد او تنفسي مشکلات پيښ سول. په دې منځ کي د سند ایالتي صدراعظم امر کړی چي تحقیقات د امکان تر حده ژر پای ته ورسیږي او فابریکې به تر هغو پوري تړلې پاته وي.  
د صنعتي خطرونو، لکه په فابریکو کي اورلگیدنه، د گازو لیک کیدل، د  ودانیو چپه کیدل او د کانونو نړیدل په پاکستان کي عادي موضوع ده، چي په اکثرو قضیو کي یې عاملین د خراب حقوقي او قضايي سیسټم په دلیل نه مجازات کیږي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب