1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان خپله دفاعي بودجه لوړوي

۱۴۰۵ خرداد ۲۷, چهارشنبه

پر اقتصادي محدوديتونو سربیره د دفاعي بودجې لوړول د دې ښکاروندوي کوي چې دغه هېواد له هند سره له وروستيو نښتو درس اخيستی دی او همدا راز د جګړې پر نويو تکنالوژيو باندې د دغه هېواد د تمرکز ښکارندوي هم کوي.

د پوځي رسم ګذشت په ترڅ کې شاهين درې توغندي نندارې ته وړاندې کول، ترڅنګ یې درې پاکستاني عسکر ليدل کیږي.
په پام کې ده د پاکستان پارلمان د همدې روانې میاشتې په پای کې د دفاعي بودجې د ډيروالي په اړه رايه ورکړي.انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د پاکستان حکومت تېره اونۍ د بودجې مسوده پارلمان ته وړاندې کړه چې پر اساس یې دفاعي بودجه ۱۸ سلنه لوړ شوې او په دې توګه ۳ تريليون پاکستاني کلدارو [شا او خوا۱۰ اعشاريه ۸ میليارډ ډالر] ته رسېدلې ده.

د پاکستان دمالیې وزير محمد اورنګزيب، ويلي دي چې دا ډیروالی «د سيمې په بې ثباته شرائطو کې د پاکستان په يوه نه مغلوبیدونکي هېواد» باندې د بدلولو په هدف رامنځته کيږي. کارپوهان د دې پريکړې اصلي عوامل د نظامي تحولاتو او نويو راټوکيدونکو ګواښونو په حال کې د پوځي تکنالوژيو پياوړي کول بولي.

ماريه سلطان، چې يوه پاکستان میشته شنونکې ده، وايي: «د راتلونکي نښتې به تر دوو دښمنانو پورې محدودې نه وي بلکې دا به د داسې وسلو او تکنالوژيو له لارې شکل نيسي چې له بېلا بېلو هېوادونو څخه وارديږي او په عين وخت ک به په امنيتي، هوايي، سايبري او اليکترونيکي حوزو کې جريان لري.»

بدليدونکی امنيتي چاپیريال

سلطان، دوېچه وېله ته وويل چې د اوکراين او منځني ختيځ جګړو او همدا راز تېر کال د پاکستان او هند ترمنځ نښتو چې دا دوه اتومي هېوادونه یې د يوې بشپړې جګړې تر درشله رسولي ول، د پوځي پلان جوړونکو چلند ته په شدت سره تغیر ورکړی دی.

د ۲۰۲۵م کال په می میاشت کې هند د «سيندور» په عملیاتو سره د دغه هېواد تر ادارې لاندې کشمير په پهلګام سيمه کې يوې خونړۍ حملې ته غبرګون وښود؛ هغه بريد چې پکې لږ تر لږه ۲۶ سيلانيان چې زیاتره یې هندوان ول، ووژل شول.

هند ويلي ول چې په پاکستان کې مېشته لشکر طيبه ډله چې د ملګرو ملتونو له لوري د يوه ترهګریز سازمان په توګه نومول شوې، د دې بريد مسئوله ده. نوي ډيلي همدا راز پر اسلام آباد تور لګولی چې له دې ډلې څخه ملاتړ کوي؛ هغه تور چې پاکستان یې ردوي. 

هند او پاکستان دواړه د کشمير د ټولې سيمې د مالکيت دعا کوي خو هر هېواد یې يوازې پر یوې برخې باندې کنترول لري. دې شخړه دا سيمه چې اکثريت وګړي یې مسلمانان دي، د دايمي ترينګلتيا پر يوې نقطې باندې اړولې ده.

د پهلګام تر بريد وروسته رامنځته شويو نښتو په جنوبي آسيا کې د ستراتيژيک ثبات په اړه انديښنې ډېرې کړې او د دوو سيالو هېوادونو ترمنځ یې د اتومي مخنيوي د حدودنو په اړه بحث را وپاروه.

په اسلام آباد کې د «صنوبر» د تحقيقاتي مرکز مشر قمر چيمه، وويل: «دې نښتو وښووله چې اتومي وسلې لزوماً پر ټيټه کچه د دودیزو نښتو مخنيوی نه کوي.»

په څو جبهو کې د جګړې خطر

د چيمه د خبرو پر اساس د پاکستان نظامي پلان جوړونکي له يوه لا پيچلي امنيتي چاپيريال سره مخامخ دي چې د هند د پوځ د عصري کولو او په عصري جګړو کې د ډرونو د مخ پر زياتيدونکي نقش، سایبري او په دقيقه توګه هدايت کيدونکو وسلو تر تاثير لاندې دي.

دا ننګونه يوازې له هند سره د پاکستان تر ختيځ سرحده محدوده نه ده.

اسلام آباد همدا راز له افغانستان سره هم ترينګلې اړيکې لري، په ځانګړي توگه په لوېديځو ولايتونو خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې.

پاکستان په فيبرورۍ میاشت کې اعلان وکړ چې د وسله والو ډلو د بريدونو په ډېرېدو د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان سره په «څرګنده جګړه» کې ښکیل دی.

پاکستان په څو ځلي د طالبانو اداره په دې تورنه کړې ده  چې د افغانستان له خاوره څخه د پاکستان پر وړاندې د وسله والو د بريدونو مخه نه نیسي؛ هغه تورونه چې کابل په څو ځلي رد کړي دي.

د هند د لاس برتوب تر سيوري لاندې د پاکستان دفاعي بودجه

دفاعي بودجه په داسې حال کې لوړيږي چې پاکستان د پېسو د نړيوال صندوق د ۷ میلیارډو ډالرو د يوې برنامې په چوکاټ کې حرکت کوي؛ هغه پروګرام چې له دې هېواد سره یې مالي مرسته وکړه، د مالي سقوط مخه یې نيسي او اقتصادي ثبات بیرته راوگرځوي.

د پاکستان حکومت په دې هڅه کې دی چې د مالي اصلاحاتو، د تعرفو د تنظيمولو، د صادراتو د ودې او پانګونې د اقداماتو له لارې د ثبات له پړاوه د ودې پړاو ته داخل شي.

د پاکستان اقتصاد په جون میاشت کې پای ته رسېدونکي مالي کال کې کابو ۴۵۲ میليارډ ډالرو ته وده  کړې وه. په مقابل کې یې هند چې له پاکستان څخه یې نفوس کابو ۵،۸ برابره ډېر دی، ناخالص داخلي توليد یې له ۴،۱۵ تريليون ډالرو څخه لوړ دی يعني له پاکستان څخه ۹ چنده ډېر.

اړونده موضوع: د هند د زيربناوو او دفاعي برخي له پاره بې سارې بوديجه

د دواړو هېوادونو په دفاعي بودجه کې هم ورته تفاوت موجود دی. د هند کلنۍ دفاعي بودجه شا او خوا ۸۶ میليارډ ډالر ده چې د پاکستان له دفاعي بودجې څخه اته برابره لوړه ده.

د پاکستان د پوځ وياند احمد شريف چوهدري، دا تفاوت تائيد کړی او د «بلومبيرګ» امريکايي رسنۍ ته یې ويلي: «موږ د نامحدودو مالي سرچينو له نعمته برخمن نه یو.»

د امنيتي لومړيتوبونه پر وړاندې مالي فشارونه

يو شمیر اقتصاد پوهان خبرداری ورکوي چې کيدای شي د پاکستان پراختيايي لومړيتوبونه د دفاعي لګښتونو د ډېرېدو تر فشار لاندې راشي، په ځانګړي توګه که چېرې ایالتونه مجبوريږي مالي فشار ته لا ډېره اوږه ورکړي.

سياسي اقتصاد پوه فرخ سليم، وايي: «پاکستان تل د خپلو حياتي امنيتي اړتياو د تضمين لارې پيدا کړې دي.»

نوموړي زياته کړې: «تر دې سخته پوښتنه دا ده چې آیا د دې مسير د دوام له پاره به اړينه سياسي اجماع وساتله شي او که نه، په داسې حال کې چې ایالتونه نيغ په نيغه له دې فشارونو سره مخامخيږي.»

په پام کې ده د پاکستان پارلمان د همدې روانې میاشتې په پای کې د دفاعي بودجې د ډيروالي په اړه رايه ورکړي، په داسې حال کې چې حکومت هڅه کوي د جولای پر لومړۍ نیټه د نوي مالي کال د پېل د مخه د پارلمان له خوا لازم ملاتړ په لاس راوړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب