1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان کلني پوځي مصارف لږ شوي؟

۱۴۰۳ مهر ۱۲, پنجشنبه

د نړیوال بانک د یوې سروې له مخې په ۲۰۲۲م کال کې په پاکستان کې پوځي لګښتونه، تر هغه دمخه لسو کلونو راهیسې د دغه هیواد د ملي ناخالص تولید (GDP) تر ټولو ټيټه سلنه کې وه.

آرشيف انځور: په پاکستان کې د شاهين - ۲ توغندی نندارې ته وړاندې کيږي.
په ۲۰۲۲ کې پاکستان کې پوځي لګښتونه، تر هغه دمخه لسو کلونو راهیسې د دغه هیواد د ملي ناخالص تولید تر ټولو ټيټه سلنه کې وه.انځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

په پاکستان کې د نظامي لګښتونو په اړه په ولسي کچه مختلف ډول بحثونه او خبرې کیږي چې د پاکستان د مجموعي بودیجې تر ټولو ډېره برخه شاید د هیواد پر پوځ لګول کیږي. پاکستان چې په دې وروستیو کې له سخت اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی، دغو بحثونو پکې لا زیات زور اخیستی دی.

د نړیوال بانک له خوا د «نړیوال پراختیایي شاخص» تر عنوان لاندې یوه سروې ترسره شوې چې په هغې کې د نړۍ په ټولو هیوادونو کې پر پوځ د مصرف کیدونکي پيسو او د دغو هیوادونو د ملي ناخالص تولید په هکله معلومات خپاره شوي دي.

د دغې سروې په راپور کې چې د ۲۰۲۴م کال په سپټمبر کې خپور شو، د پاکستان په ملي ناخالص تولید کې د کلنۍ پوځي بودیجې کچه هم ښودل شوې ده. 

له ۲۰۱۲م کال څخه تر ۲۰۲۲ پورې د دغه رپوټ پر اساس په ۲۰۲۲م کال کې د پاکستان پوځي لګښتونه د ملي ناخالص تولید  ۲،۶۳ سلنه وو. یعنې په ۲۰۲۲م کال کې دغه کچه له ۲۰۱۲ څخه وروسته تر ټولو د ټيټې کچې مصارف وو. په ۲۰۲۱م کال کې دغه مصارف د جي ډي پي ۲،۸۷ سلنه برخه وه.

د Stista په نوم د سوداګریزو معلوماتو پلیټفارم په وسیله د را ټولو شوو شمیرو له مخې له پوځي لګښتونو څخه هدف د یوه هیواد پر وسله والو ځواکونو د مصرفیدونکو پیسو مجموعه ده، په کوم کې چې د امنیت د ټينګښت له پاره دفاعي فعالیتونه یا عملیات هم شامل دي.

دا بیا د هیواد د مجموعي ملي ناخالص عاید له تناسب سره وړاندې کیږي. خو باید په یاد ولرو چې دغه تناسب د حکومت د ټولو لګښتونو، یعنې د هیواد له بودیجې سره یوځای نه دی.

د دغو شمیرو په هغه لسیزه کې چې په ۲۰۲۲ کال کې بشپړه شوه، د ۲۰۱۴م کال پوځي لګښتونه د ملي ناخالص تولید په تر ټولو لوړه کچه کې ول او دغه کچه ۳،۴۹ سلنه وه.

تر دې مخکې دوو کلونو یعنې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې دغه مصارف د جي ډي پي ۳،۴۸ سلنه وه. په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو کې بیا پکې کمښت راغلی او تر ۳ سلنه کمه وه، خو په ۲۰۱۷ کال کې پکې یو وار بیا زیاتوالی رامنځته شو او په راتلونکو څلورو کلونو، یعنې ۲۰۲۰ پورې کلنۍ کچه یې تر ۳ سلنه پورته پاتې شوې وه.

د سټیسټا په حواله کله چې د نړیوالو شمیرو پرتلنه کیږي، یوه بله خبره هم باید په پام کې ونیول شي چې ځنې وختونه دغه شمیر تغیر کوي، دا په دې خبرې پورې هم اړه لري چې کوم هیوادونه کوم شیان یا مصارف په پوځي لګښتونو کې شاملوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

زموږ له آرشيف څخه:

پاکستان: ښځې سختې پوځي روزنې ترسره کوي

02:40

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب