پاکستان: د شخړو د پای مسوولیت پر افغانستان دی
۱۴۰۵ فروردین ۱۳, پنجشنبه
په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړو زور اخیستی دی. پاکستان د هغو ادعاوو له امله په زیاتېدونکي کړکېچ کې ښکېل دی چې وایي د طالبانو حکومت هغو افراطي ډلو ته پناه ورکړې چې د پولې پورې غاړې په پاکستان کې د بریدونو مسؤلیت لري.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د دواړو هیوادونو ترمنځ دغه خبرې اترې د چین په شمال لوېدیځ ښار اورومچي کې د چهارشنبې په ورځ پیل شوې دي. دغه خبرې وروسته له هغې پیل شوي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار بیجینګ ته ولاړ او هلته یې له خپل چینایي سیال وانګ يي سره په دې تړاو خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي په پلازمېنه اسلام آباد کې خبریالانو ته وویل چې حکومت یې د «دوامدار حل» هیله لري. هغه وویل: «په خبرو کې زموږ ګډون زموږ د اساسي اندېښنو بیا تکرار دی.» د نوموړي په خبره، «د واقعي بهیر بار پر افغانستان دی، چې باید د هغو ترهګرو ډلو پر ضد ښکاره او د باور وړ اقدامات وکړي چې د پاکستان پر ضد د [افغانستان] له خاورې څخه کار اخلي.» هغه دغه خبرې «د کاري کچې خبرې» وبللې او ویې ویل چې لا هم روانې دي او زیاته یې کړه چې «زموږ پلاوی لا نه دی راستون شوی.»
پاکستان، چې له ایران سره اوږدمهاله اړیکې او د ټرمپ له ادارې سره شخصي اړیکې لري، په وروستیو اونیو کې په پراخو ډیپلوماتیکو هڅو بوخت دی څو د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو له پاره دواړه لوري د خبرو مېز ته راولي. چین د پاکستان له دغو هڅو ملاتړ کړی او د خلیجي هېوادونو سره همغږی شوی چې د سیمې د جګړې له پراخېدو اغېزمن شوي دي.
بیجینګ د افغانستان سره د کړکېچ د پای ته رسولو په هڅو کې هم ښکېل دی او کابل ته یې یو ځانګړی استازی لېږلی څو د یوې هوکړې د منځګړیتوب هڅه وکړي. پاکستان او افغانستان د تېرې روژې میاشتې په مناسبت، د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه د جګړې د درولو اعلان وکړ خو د لنډمهالي اوربند له پای ته رسېدو وروسته، د پولې په لېرې پرتو سیمو کې لا هم ځینې بریدونه راپور شوي دي.
د طالبانو حکومت بیا په وار وار د پاکستان دا ادعاوې ردوي چې ګواکې افراطي ډلو ته یې پناه ورکړې ده او پاکستاني طالبان یا ټي ټي پي د پاکستان داخلي موضع بولي.
په ورته وخت کې سعودي عربستان او قطر مخکې هم هڅه کړې چې د فبرورۍ له میاشتې راهیسې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د زیات شوي کړکېچ کچه راټیټه کړي، په داسې حال کې چې د تېر کال د نومبر په میاشت کې په استانبول کې شوې خبرې هم بې پایلې پاتې شوې.