1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بلوڅ بېلتون غوښتونکې ‌‌ډلې پر یوه کان حمله کې ښکیلتیا رد کړه

۱۴۰۳ مهر ۲۲, یکشنبه

په پاکستان کې د بلوچ لیبرشن آرمي په نوم بېلتون غوښتونکې ډلې په بلوچستان کې د ۲۱ کان کېندونکو په وژنه کې د دغې ډلې ښکېلتيا رد کړې ده. وسلوالو د جمعې په ورځ په بلوچستان کې پر یو کان حمله کې ۲۱ کان کېندونکي ووژل.

آرشیف -  پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو یو کان مخې ته راټول شوي کان کېندونکي او امنیتي ځواکونه
آرشیف - وسله والو کسانو د جمعې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت د سکرو پر یو کان حمله کې ۲۱ کان کېندونکي ووژلانځور: MINES AND MINERALS DEVELOPMENT DEPARTMENT BALOCHISTAN/AFP

په لسونو وسلوالو د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۱۱مه) د پاکستان په ناآرامه جنوب غربي سیمه کې د سکرو پر یو کان حمله وکړه او ۲۱ کان کېدونکي ېې ووژل.

رويټرز خبري آژانس لیکي چې حمله کوونکي چې پر ټوپکونو، راکټونو او لاسي بمونو سمبال ول پر کان ېې هجوم وروړ، چې يو شمېر کارګر ېې په خوب کې ووژل او نور ېې کتار ودرول او ډزې ېې پرې وکړې. 

دغه آژانس زیاتوي چې بلوچ ليبریشن آرمي (BLA) د شنبې په ورځ ناوخته په یوه ایمیل کې ويلي دي: «بلوچ لبریشن آرمي په دوکي کې د ۲۱ پښتنو کارګرو عام وژنه غندي او غواړو دا واضحه کړو چې په دغه غمجنه پېښه کې زموږ خوځښت ښکېل نه دی.»

په بلوچستان کې پر جنید کان د یادې حملې مسئولیت هېڅ ډلې په غاړنه نه دی اخیستی. دغه حمله د پاکستان په دغه ناامنه سیمه کې د وروستيو اونیو په جریان کې يوه تر ټولو خونړۍ حمله وه.

دغه حمله داسې وخت وشوه چې څو ورځې وروسته ېې پاکستان د شانګهای د همکاریو سازمان د یوې غونډې کوربتوب کوي.

په بلوچستان کې د ېوې لسیزې ناامنیو کې وسله والو بېلتون غوښتونکې ډلو په سیمه کې د پاکستان حکومت، امنيتي ځواکونه او چينايي منافع په پر له پسې توګه د خپلو حملو لاندې راوستلي دي. دغه ډلې د بلوچستان ایالت په زیرمو کې د خپل سهم غوښتونکي دي. د پاکستان بلوچستان ایالت تر ټولو ډېر طبیعي کانونه لری.

د بېلتون غوښتونکو علاوه، اسلامپاله وسله والې ډلې هم په ۲۰۲۲م کال کې حکومت سره د اوربند تر لغوه کېدو راهیسې په دغه سیمه کې وسله وال فعالیتونه کوي.

(Reuters)mks/aa

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب