د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، په لاهور کې د ابتدائیه ښوونځيو د تړلو اقدام، د حکومت د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده چې موخه ېې تنفس سره تړاو لرونکو او نورو ناروغیو څخه د ماشومانو ژغورنه ده.
د پاکستان حکومت د سپارښتنې مطابق دغه ښوونځي به د ککړې هوا له کبله یوه اوونۍ تړلي پاتي وي. حکومت همدارنګه په ځينو مشخصو سیمو کې ساختماني کارون بند کړي او د لوګي خپرونکو موټرو خاوندان ېې جريمه کړي دي.
په لاهور کې هوا له تېرې مېاشتې راهیسې مخ پر خرابېدو شوه. په هوا کې د خاکستري رنګه سمي لوګي موجودیت د دغه ښار په لسونو زره خلک چې په هغو کې ډېر ېې ماشومان او د پاخه عمر کسان دي، ناروغان کړي دي.
لاهور د پاکستان د پنجاب ایالت مرکز دی چې له هند سره پر ګډه پوله پروت دی. د پنجاب د چاپېریال ساتنې اداره وايي چې په هوا کې د کوچنیو ذراتو د غلظت اندازه ۴۵۰ ته رسېدلې ده چې خطرناکه ده.
(AP) mks/nz
له آرشیف څخه (05.11.2019 ):
په نوي ډهلي کې هوا په بې سارې توګه ککړه شوې
د هند چارواکو د هوا د ککړتیا د کمیدو له پاره په نوي ډهلي او شا او خوا سیمو کې له شخصې موټرو څخه په استفادې بندیز لګولی دی. په نوي دهلي کې هوا دومره ککړه ده چې اعلی وزیر هغه د ګاز له یوې خونې سره پرتله کړې ده.