1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان او امریکا ترمنځ د ۵۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې تړون

شمس الرحمن ناصر | اسوشیټډ پریس
۱۴۰۴ شهریور ۱۸, سه‌شنبه

د دوشنبې په ورځ د پاکستان او امریکا دوو سترو کمپنیو د کانونو او لوجیستیک په برخو کې د همکاریو تړون لاسلیک کړ. دغه شرکت به په لومړي پړاو کې په پاکستان کې د معدنونو په برخه کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په شاوخوا کې پانګونه کوي.

استحاق ډار او مارکو روبیو
شنونکي وایي چې له هند سره تر شخړې وروسته، د پاکستان او امریکا اړیکو یو نوی لوری اختیار کړی دی.انځور: Lenin Nolly/NurPhoto/picture alliance

د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې دغه تړونونه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د امریکا د یوه لوړپوړي پلاوي ترمنځ د ملاقات پر مهال لاسلیک شوي دي.

په دې لیدنه کتنه کې د متحده ایالاتو ستراتیجک میټلز او موټا-انجیل کمپنیو، چې د کانونو او ساختمان په برخو کې لویې کمپنۍ دي، لوړپوړو چارواکو حضور درلود.

د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، د پاکستاني پوځ مشر فيلډ مارشال عاصم منیر او ډیر شمیر وزیرانو په دې لیدنه کتنه کې حضور درلود.

د دې تړون په هکله څومره معلومات لرو؟

د دې موافقې له مخې به په لومړي پړاو کې له پاکستان څخه د مسو، سرو زرو، تنګستن او د ځمکنیو کمیابه عناصرو صادرات پيل شي.

د دغو همکاریو په ترڅ کې به په پاکستان کې د پولي میتالک یوه تصفيه خانه هم جوړه کړای شي، چې په لومړي پړاو کې به په کې ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وشي.

دویم تړون د نیشنل لاجسټکس کارپوریشن او موټا-اینجل ګروپ ترمنځ وشو، چې د ساختمان او انجینرۍ په برخو کې له نړیوال شهرت څخه برخمن دی. کمپنۍ په پاکستان کې د خپلو پروژو د پراخولو، د کارځایونو رامنځته کولو او د نوي ټکنالوژۍ د انتقالولو له پاره خپله اراده څرګنده کړه.

د اعلامیې په حواله دغه پانګونه به د پاکستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د پخوانیو اړیکو د لا زیات پياوړې کولو ترڅنګ، د پایداره پرمختګ، د ټکنالوژۍ انتقال او نویو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

پاکستان کې د سرو زرو استخراجانځور: Ali Kaifee/DW

په راتلونکي کې به د دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ ته د پراختیا ورکولو له پاره ځانګړي ټیمونه رامنځته کړای شي، کوم چې به د صادراتو له پاره معدنونه په نښه کوي او د اوږدمهاله مشارکت له مخې به د کان کېندنې، استخراج او پروسس له پاره پروګرامونه جوړوي.

د حکومتي سرچینو په وینا دغه تړونونه په پاکستان کې د کان کېندنې او لوجیستیک په برخو کې د بهرنۍ پانګونې د جذبولو له پاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د پاکستان او امریکا اړیکې

په پاکستان کې د امریکایي چارو تنظیمونکې نتالي بیکر وویل چې دغه تړون د دواړو هیوادونو د اړیکو ژوروالی ښيې. هغې وویل: «دغه لاسلیک د پاکستان او امریکا د اړیکو د کلکوالي یوه بله بیلګه ده چې د دواړو هیوادونو له پاره به ګټور وي.»

شنونکي وایي چې د دونالد ترمپ د صدارت د دویمې دورې له پېل راهېسې په ځانګړي توګه له هند سره تر شخړې وروسته، د پاکستان او امریکا اړیکو یو نوی لوری نیولی دی.

د جولای په پای کې پاکستان له امريکا متحده ايالاتو سره یوه نوې سوداګریزه موافقه وکړه. ترمپ وویل چې په دې موافقه کې په ګډه د پاکستان د تیلو پراخو زیرمو ته وده ورکول شامل دي.

نوموړي د تروت سوشل په نوم خپله ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «مونږ له پاکستان سره یو تړون وکړ، په کوم کې چې به پاکستان او امریکا په ګډه د دغه هیواد د تیلو پراخو زیرمو ته پراختیا ورکوي.»

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د پاکستان او امریکا ترمنځ د «تاریخي»  سوداګریز تړون د نهایي کولو له پاره د ترمپ د هڅو له کبله له هغه څخه مننه وکړې وه.

مخکې تر دې د جون په میاشت کې د پاکستاني پوځ مشر فيلډ مارشال عاصم منیر هم د امریکا له ولسمشر سره یو ملاقات کړی و. ترمپ ویلي و چې په سپينه ماڼۍ کې د میلمستیا پر مهال له عاصم منیر سره یې ملاقات د هغه له پاره د ویاړ خبره وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب