1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو سره نښته کې ۸ پاکستاني ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې»

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ دی ۸, شنبه

د پاکستان ېوې امنيتي سرچينې ويلي چې طالبانو سره په سرحد کې وسله واله نښته کې د پاکستان یو نیمه پوځي سرتیری وژل شوی او ۷ نور ټپیان دي. په خوست کې په سلونو خلکو نن د »پاکستان هوايي حملو« پر ضد اعتراضونه کړي.

آرشیف - د افغانستان او پاکستان تر منځ پولې په سر پاکستاني سرتيري د ګزمې پر مهال
د پاکستان ېوې امنيتي سرچينې ويلي طالبانو سره سرحدي نښته کې د پاکستان یو نیمه پوځي سرتیری وژل شوی او ۷ نور ټپیان ديانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

په افغانستان کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو دواړو دغه نښتې تائید کړي دي. چارواکو ويلي چې دغه نښتې تېره شپه د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت او د افغانستان د خوست ولایت تر منځ سرحدي علاقه کې شوي چې په کې له درنو وسلو استفاده شوې ده.

د پاکستان يوې لوړپوړې امنيتي سرچينې وويل: «ويل کيږي چې یو سرحدي عسکر (اف سي) مړ شوی او ۷ نور ټپیان شوي دي.»

سرچينې زیاته کړې چې دغه وسله والې نښتې د خیبر پښتونخواه ایالت د کرمې په سرحدي علاقه کې لږ تر لږه دوه ځایه شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې د فرضي کرښې بلې خوا ته ېې «د شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کونکو پټنځایونه او مرکزونه» په نخښه کړي دي. دغه وزارت پر اکس شبکه لیکلي چې دغه «مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول.»

په خوست ولایت کې یوه طالب چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې دغه نښتې سبب شوې چې ځايي اوسېدونکي له سرحدي علاقې ووځي. د دغه چارواکي په خبره داسې رپوټونه نشته چې ګنې دغو نښتو کې دې طالب جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتي وي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستی سرحدي تاوتريخوالی وروسته له هغې پیل شوي چې د راپورونو مطابق، روانه اوونۍ د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان په پکتیکا ولایت کې بمبارۍ وکړې او د طالبانو په خبره چې ۴۶ تنه پکې وژل شوي دي. اسلام آباد که څه هم د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې شوې بمبارۍ رسماً نه دي تائید کړي، خو د دغه هېواد یوه لوړپوړې امنيتي سرچينې وویل چې په یادو هوايي حملو کې د «تروریستانو پټنځایونه» په نخښه شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس دغه راز زیاتوي چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د دسمبر ۲۸مه) د خوست ولایت په مرکز کې په سلونو خلکو د «پاکستان د بمباريو» خلاف اعتراضونو ته راوتلي وو او د وژل شوو ملکيانو له پاره ېې د عدالت غوښتنه کوله.

د نجیب الله ځلاند په نوم یوه اعتراض کونکي وویل چې دوی پر پاکستان د نړيوال اقتصادي فشار غواړي تر څو له دا ډول کړنو لاس په سر شي. هغه وویل: «نن موږ دلته راغونډ شوي یو تر څو مو غږ نړېوالو ته ورسوو.»

ځلاند زیاته کړه: «باید د روغې جوړې له پاره یوه لاره پیدا شي، له دې پرته دغه ځوانان غلي نه پاته کيږي.»

د رشیدالله همدرد په نوم یو بل اعتراض کونکي بیا د طالب ځواکونو ستاینه وکړه: «زموږ جنګیاليو هغوی ته یو قوي ځواب ورکړ.»

همدرد وویل: «موږ له نړۍ غواړ چې د پاکستان پوځ د دغو بې رحمانه او احمقانه حملو له پاره وپوښتي.»

ملګرو ملتونو په پکتيکا کې د «پاکستاني بمباريو» په هکله د پلټنو غوښتنه کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب