د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړې ته نړیوال غبرګونونه
۱۴۰۴ اسفند ۸, جمعه
چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې چین د پاکستان او افغانستان د سرحد په اوږدو کې د نښتو د زیاتیدو په هکله اندیښمن دی، ځکه پاکستاني او افغان ځواکونه د طالبانو له خوا د پاکستاني تاسیساتو له برید وروسته، چې هغه یې غچ اخیستونکي وبلل، یو له بل سره ونښتل.
اړونده موضوع: پاکستان له طالبانو سره "ښکاره جگړه" اعلان کړې
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مائو نینگ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې چین د خپلو چینلونو له لارې په دغو نښتو کې منځگړیتوب کړی دی. هغه زیاته کړه چې چین لیوال دی چې د وضعیت په آرامولو کې رغنده نقش ولوبوي.
ايران د طالبانو او پاکستان ترمنځ «ديالوګ» کې د مرستې وړاندیز کړی
ایران هم تر هغه وروسته چې پاکستان د طالبانو د حکومت پر وړاندې د «ښکاره جګړې» اعلان وکړ او تر سرحدي نښتو وروسته یې پر کابل هوايي بريدونه ترسره کړل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د «ديالوګ د تسهيل» وړاندیز کړی دی.
د ایران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي، د ايکس شبکې په يوه پوست کې ويلي دي: «د ایران اسلامي جمهوريت چمتو دی د ديالوګ يا خبرو اترو د آسانولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د درک او همکارۍ په ډېرولو کې هر ډول اړينه مرسته وکړي.