پاکستان: تر ۲۰۳۰م کاله به نږدې هر دریم موټر الکتریک وي
۱۴۰۰ آذر ۶, شنبه
د پاکستان حکومت د الکتریک موټرو شمیر د زیاتولو تګلارې عملي کولو په لړ کې پلان لري چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې باید په دغه هیواد کې نږدې هر دریم موټر الکتریک وي. حکومت پر دغو موټرو مالیه هم کمه کړې ده.
اعلان
پاکستاني سوداګر نوابزاده کلام الله خان، د ډیرې مودې راهیسې په دې هڅه کې و چې خپل پترولي موټرې خرڅ او په بدل کې الکتریک یا په اصطلاح په الکترونیکي بتریو چلیندونکي موټرې وپيري. خو د دغو موټرو د بیو د لوړوالي له امله یې دا کار نه شو عملي کولی. سږ کال په جولای کې د پاکستان حکومت د الکتریک یا بریښنايي موټرو پر واردولو ټکس یا مالیه کمه کړه.
تر دې اعلان وروسته دغه ۲۹ کلن سوداګر د الکتریک موټرو فرمایش ورکړ. د خان په خبره: «د هوا مخ پر ډیریدونکي ککړتیا ته په کتلو سره یو چا خو باید د چاپیریال دوسته موټرو د پيرلو په هکله فکر کړای وای، او مونږ همداسې وکړ.» د خان په وینا پر الکتریک موټرو د تیل یا پترولو چلیدونکو موټر په پرتله ۵ چنده کم مصرف راځي.
پاکستان کې د هوا شدیده ککړتیا
د پاکستان لوی ښار د هوا له شدیدې ککړتیا سره مخامخ دی. په دې وروستیو کې لاهور د نړۍ تر ټولو ککړ ښار وبلل شو. د چارواکو په حواله د پنجاب ایالت په فضاء کې ۴۰ سلنه د هوا ککړتیا له موټرو څخه د خارجیدونکي لوګي له کبله رامنځته شوې ده.
پاکستان دوه کاله مخکې د زرغونې پالیسۍ اعلان کړی و. د دې تګلارې مطابق تر ۲۰۳۰م کاله پورې باید د پاکستان پر سړکونو د الکتریک موټرو شمیر ۳۰ سلنې ته لوړ شي او تر۲۰۴۰م کاله پورې دغه رقم باید ۹۰ فیصدو ته لوړ شي.
دا هغه وخت ممکن کیدلی شي چې د الکتریک موټرو پيرل د عامو خلکو له وسه بهر نه وي. حکومت پر الکتریک موټرو او د هغې پر سپیرپارټس یا پرزو تر ډیرې اندازې مالیه کمه کړې ده.
په آلمان کي د الکترونيکي موټرو نندارتون
د آلمان په مونشن ښار کي د يو لرغونې نندارتون دروازې د مینه والو پر مخ پرانیستل شوې. د موټرو په برخه کې نوې لاس ته راوړنې په دې انځوريز راپور کي کتلې شئ.
انځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance
راتلونکي ته ښه راغلاست
مونشن ښار په لومړي ځل د نړۍ د ډير لرغوني نندارتون کوربه دی. دغه نندارتون چې د سپتمبر پر ۸ پيل شوی د همدې مياشتي تر ۱۲ ڼېټې پوري به د ننداره کوونکو پر مخ پرانيستی وي. په عکس کي "Concept" مرسدس بنز "Vision Avtr")
انځور: Sven Hoppe/dpa/picture alliance
د انګیلا ميرکل ګډون
دغه نندارتون د صدراعظمې انګلا ميرکل په حضور کې په رسمې ډول پرانيستل شو. د نړۍ د موټر جوړونې صنعت په کابو ۷۰۰ غرفو کې خپلې لاس ته راوړنې نندارې ته وړاندې کوي. ميرکل د نندارتون پرانيستنې په وينا کي وويل: «د انتقال او ليږد صنایع باید د ګلخانه يې ګازونو په کمولو او د صفر تر کچي په راټييتولو کي مخکې ولاړ شي.
په ۲۰۰۵م کال کې سمارت يوه غوره بېلګه وړاندې کړه چې تولید ته ونه رسیدله. د "smart Concept #1" مودل لومړنۍ بېلګه ده چې په ۲۰۲۲م کال کي بازار ته وړاندې کیږې. مرسدس بنز د سمارت دغه تولید له پاره د چين Geely" موټر جوړوني سره یوه توافقنامه امضا کړې ده.
انځور: Andreas Gebert/REUTERS
بې چلوونکي موټر
د موټرو د توليد په صنعت کي د بې چلوونکي موټرو پر سيستم کي لا هم زياتوالي راځی او له مخکي لا بشپړیږي. هيونډا شرکت د مونشن په نندارتون کی ڼکسی موټر چې بې چلوونکي هم تلای شي، نندارې ته وړاندې کړ.
انځور: Jan Hetfleisch/Getty Images
ښارې موټر
"سیتی ترانسفورمر" (City Transformer) د سترو ښارونو له پاره: ۷۵ سلنه سپما د موټرو په پارک کولو کي چې په درو ثانيو کي له صفر څخه تر۵۰ کيلومتره په ساعت کي او په ۳۰ دقيقو کي تر ۸۰ سلنه يې بطرۍ چارچ کيږې. هر چارچ يې د ۱۸۰ کيلو متره له پاره کفایت کوي.
انځور: CHRISTOF STACHE/AFP via Getty Images
د موټرو نندارتون کې بايسکل؟
د مونشن نندارتون دوه سالونه بایسکلونو ته ځانګړي شوي دي. د بايسکلونو جوړونکي ۵۰ شرکتونه په دي نندارتون کي ګډون لري. د نندارتون جوړونکي په چاپيريال ساتنه کي د بايسکلونو ارزښت مهم ګڼي او په ښاري ژوند کي پري ټينګار کوي.
انځور: Henrik Böhme/DW
انځورونه1 | 13
د مالیې کمول
د پاکستان حکومت د توسعوي مهندسۍ هیئت د عمومي مشر عاصم ایاز، په حواله په پاکستان کې پر جوړیدونکو الکتریک موټرو لګول شوې ۱۷ سلنه مالیه نږدې صفر ته را ټیټه کړای شوې ده. همدا رنګه له بهر څخه پر واردیدونکو موټرو مالیه له ۲۵ فیصدو څخه د یوه کال له پاره ۱۰ سلنې ته را ټیټه شوې ده.
خو عاصم ایاز هیله مند دی چې د مالیې کمول یو هڅوونکی اقدام دی او له دې سره به په پاکستان کې د موټر صنعت په برخه کې به ۲۰ زره کسانو ته د روزګار زمينه هم مساعده شي.