د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ويلي چې له ځمکې څخه پر ځمکه هدف ویشتونکی دغه توغندی، ۴۵۰ کیلومتره واټن وهلی شي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د ابدالي وسلو سیستم دغه آزموینه د «ځواکونو د عملیاتي چمتووالي» د ډاډمنتیا او «د مهمو تخنيکي پیراميټرونو د اعتبار سنجۍ» په موخه شوې ده.
نور ولولئ: هندوستان په کشمیر کې سیلانیانو باندې حملې سره په تړاو له پاکستانه د مالونو واردات بند کړل
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او صدراعظم شهباز شریف د توغندي په آزموینه کې دخیلو سایسنپوهانو، انجنیرانو او نورو مامورینو ته مبارکي ورکړې چې دا ېې په بریا سره ترسره کړې ده.
نور ولولئ: د هند او پاکستان پوځي پياوړتيا ته يوه کتنه
پاکستان د جمعې په ورځ له هند سره د اختلافاتو د حل غوښتونکی شو، کوم چې په کشمیر کې د اپریل ۲۲مې خونړۍ حملې وروسته ېې شدت موندلی دی. هندوستان وايي د کشمیر په پهلګام کې پر سیلانیانو حمله کې چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول، پاکستان لاس لري، خو اسلام آباد ېې ردوي.
له آرشیف څخه:
د پاکستان د اتومي انرژۍ کمېسيون، کهوټا تحقيقاتي ادارې، سپارکو او د دفاعي علومو او تکنالوژۍ سازمان په ګډه د توغنديو پر تخنيک څېړنې پېل کړې وې. په دې ګالرۍ کې د پاکستاني توغنديو په اړه جزيات ترلاسه کولی شئ:
انځور: ISPRپاکستاني توغندي او واټن یې
د پاکستان د بالستيک ميزايل پروګرام له نزدې واټن څخه نيولې تر منځني واټن ويشتلو پوري وړتيا لرونکي ميزايل لري.
حتف ون يا حتف يو د لنډ واټن لومړی بالستېک میزايل وو چې پاکستان جوړ کړی وو او په لومړي سر کې یې له ۷۰ تر ۱۰۰ کلوميترو پورې واټن وهلای شوای. دا ميزايل د سپارکو شرکت د نورو په مرسته په ۱۹۸۹م کال کې جوړ کړی وو. دا په ۱۹۹۲م کال کې د پاکستان پوځ ته وسپارل شو.
انځور: ISPRحتف اته يا رعد دوه توربو جېټ پاور کروز ميزايل دی. پاکستان د ۲۰۰۷م کال په اګست کې د دې آزموينه پيل کړې وه. د رپوټونو په حواله تر يو شمير تجربو وروسته د ۲۰۱۶م کال په جنورۍ کې ترسره شوې تجربه یې تر اوسه تر ټولو بريالۍ وه. دا ميزايل تر ۳۵۰ کيلومترو پوري واټن وهي.
انځور: ISPRحتف شپږ، شاهين دوه توغندی
شاهين دوه د منځني واټن بالستېک توغندی په اصل کې د شاهين ون توغندي عصري شکل دی چې په لومړي سر کې د شاهين ون توغندي سره د دويمې درجې د موټور په توګه لګول شوی وو. په ۲۰۰۰م کال کې د جوړ شوي دې توغندي آزموينه په ۲۰۰۴م کال کې وشوه، په داسې حال کې چې د نصبولو وروستۍ تجربه یې په ۲۰۱۴م کال کې ترسره شوه. دا ميزايل د ۱۵۰۰ او ۲۰۰۰ ترمنځ واټن وهلې شي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeemحتف دوه يا د لنډ واټن ابدالي بالستېک توغندي ته په لومړي سر کې د حتف ون میزايل د دويمې مرحلې د بڼې په سترګه کتل کيدل او دا د حتف ون میزايل په لاندنۍ برخه کې نصب شوی وو. له دې کار څخه موخه د ميزايل واټن زياتول وو. د توغندی د ۲۸۰ څخه تر ۴۰۰ کلوميترو پورې واټن وهلی شي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Samadد پاکستان د حتف پنځه توغندي د جوړولو کار په اتيايمه لسیزه کې پیل شوی وو چې وروسته د غوري په نوم ونومول شو او په ۱۹۹۸م کال کې و آزمويل شو. غوري دوه بالستېک میزايل کې د فولادو پر ځای المونيوم کارول شوي ول چې له کبله یې دا تر ۱۸۰۰ کلوميترو پورې واټن وهلی شي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeemپه ميزايل تکنالوژۍ کې د پاکستان تر ټولو مهمه وسله د ابابيل توغندی دی. دا ميزايل په يوه وخت کې تر ۲۲۰۰ کيلومترو واټن پورې څو اهدافه په نخښه کولی شي. دا توغندی د کهوټا تحقيقاتي مرکز ساينس پوهانو او انجينرانو جوړ کړی او لومړۍ آزموينه یې د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ مياشت کې شوې وه.
انځور: picture alliance/AA/Pakistani Army Handoutحتف څلور، شاهين ون توغندی
د حتف څلور يا شاهين ون توغندي د جوړولو چارې په ۱۹۹۳م کال کې پېل شوې وې او لومړۍ آزموينه یې د ۱۹۹۹م کال په اپريل مياشت کې ترسره شوې وه. د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۰م کالونو ترمنځ موده کې یې تخنيک عصري کړل شو او نورې آزموينې یې ترسره شوې. دا ميزايل له ۷۵۰ څخه تر ۹۰۰ کيلومتره پورې واټن وهلی شي او د ۲۰۰۳م کال په مارچ مياشت کې د پاکستان پوځ ته وسپارل شو.
انځور: picture alliance / dpa