1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د لنډ واټن ویشتونکي توغندي بریالۍ آزموینه کړې

۱۳۹۹ بهمن ۱۶, پنجشنبه

د پاکستان پوځ وايي چې دغه هیواد له ځمکې څخه ځمکې ته د لنډې فاصلې ویشتونکي یوه بالستیک توغندي بریالۍ آزموینه کړې ده. پوځ ویلي چې توغندی تر ۲۹۰ کیلومتره پورې د اتومي سرګلولو او عادي چاویدیدونکو توکو د لیږد وړتیا لري.

Pakistan testet atomwaffenfähige Raketen
انځور: picture alliance / dpa

د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۳مه) د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره خبر ورکړ چې دغه هیواد له ځمکې څخه ځمکې ته د لنډې فاصلې ویشتونکي یوه بالستیک توغندي بریالۍ آزموینه کړې ده.

د پاکستان پوځ په یاده اعلامیه کې راغلي دي چې د »غزنوي« په نامه د دغه توغندي آزمویل د پاکستان د پوځ د ستراتیژیکې قوماندې د کلني مانورونو اصلي او مهمه برخه وه. پوځ په اعلامیه کې زیاته کړې چې دغه بالستیک توغندی د اتومي او عادي سرګلولو د انتقال وړتیا لري او کولی شي چې تر ۲۹۰ کیلومتره فاصلې پورې هدف په نخښه کړي.

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د پاکستان اتومي او توغندیز پروګرامونه تر ډیره پورې د ګاونډي هیواد هندوستان له لوري د ګواښ د دفع کولو په هدف جوړ شوي دي. د جنوبي آسیا دغه دواړه ګاونډي هیوادونه اتومي وسلې لري او تر اوسه پورې یې د کشمیر د لانجمنې سیمې پر سر دوه جګړې هم کړي دي. 

زموږ له ارشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب