1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياپاکستان

پاکستان: سږ کال د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ریکارډ ته رسیدلی

۱۴۰۳ مهر ۱۹, پنجشنبه

پاکستاني چارواکي وايي چې سږ کال له مارچ میاشتې راهیسې په دغه هیواد کې د پولیو د مثبتو نویو پیښو شمېر ریکارډ ته رسېدلی دی. هلته له مارچ میاشتې راهیسې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۳۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

په پېښور کې د پوليو ضد واکسين کمپاين
.په باکستان کې د پولیو پر واکسیناتورانو باندې وخت ناوخت خونړي بریدونه کیږيانځور: Faridullah Khan/DW

په پاکستان کې د پولیو د لمنځه وړلو ملي بیړني مرکز چارواکي انور الحق، وايي چې په دغه هیواد کې د روان میلادي کال له مارچ مياشتي راهیسې د ګوزڼ یا د ماشومانو د فلج کیدو ۳۲ مثبتې پیښې ثبت شوي دي. د نوموړي په وینا په پاکستان کې به د اکتوبر میاشتې له ۲۸ نیټې وروسته په ټول هیواد کې د شاوخوا ۳۲ میلیونه ماشومانو له پاره د پولیو واکسین سرتاسري واکسین پیل شي او هیله ښيي چې په دې توګه به په راتلونکو میاشتو کې وضعیت لا ښه شي.

انورالحق وویل: «موږ په ګډه د [پولیو] د قضیو پلټنه کوو، باکیفیته واکسینونه تطبیق کوو او له ډیر خطر سره مخامخ ټولنو کې نور صحي خدمات هم وړاندې کوو څو د ناروغیو پر وړاندې د ماشومانو مقاومت لا پسې لوړ کړو.»
په عین وخت کې په باکستان کې د پولیو پر واکسیناتورانو باندې هم وخت ناوخت خونړي بریدونه کیږي او د دوی په باور د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین د مسلمانانو پر ضد د غربي نړۍ یوه دسیسه ده چې غواړي مسلمانان شنډ کړي.

د شمیرو له مخې په پاکستان کې د پولیو زیاتره مثبتې پیښې په بلوچستان او د دې هیواد په شمال ختیځ او شمال لویدیځ سیمو کې ثبت شوي دي. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه چې پکې دغه وژونکي ناروغي هیڅکله هم په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې.

په پاکستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین د بیل او میلنډا بنسټ له لوري چې د مایکروسافټ شرکت د څښتن اړوند دی، په مالي مرسته کیږي. دغه بنسټ په ټوله نړۍ کې د پولیو ناروغۍ د لمنځه وړلو له پاره ۱ اعشاریه ۲ میلیارده ډالرو مالي مرستو ژمنه کړې ده.

زموږ له آرشيف څخه:

کرونا په خیبر پښتونخوا کې د ګوزڼ کمپاین اغیزمن کړی

05:04

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب