پاکستان د ۱،۴ میلیونه هغو افغان مهاجرو د اخراج مودې د غځولو ارزونه کوي چې پي او آر کارت لري او دغه هېواد کې په قانوني توګه ژوند کوي. دا به دغو افغانانو ته فرصت په لاس ورکړي چې پاکستان کې خپلې کاروباري معاملې راټولې کړي.
پاکستان د ۱،۴ میلیونه هغو افغان مهاجرو د اخراج مودې د غځولو ارزونه کوي چې پي او آر کارت لري او دغه هېواد کې په قانوني توګه ژوند کويانځور: Abdul Basit/AFP
اعلان
ځينو پاکستاني چارواکو ویلي د حکومت هر ډول تمدید به د هغو افرادو له پاره د آرامتیا سبب واقع شي چې د جون تر ۳۰مې ېې افغانستان ته د وتلو امرونه ترلاسه کړي دي. په پام کې ده په دې هکله وروستی تصمیم به د سه شنبې په ورځ (د جولای لومړۍ) د پاکستان حکومت د کابينې په غونډه کې ونیول شي.
د پاکستان حکومت د هغو بهرنیو اتباعو چې پر وینا ېې په دغه هېواد کې په غیرقانونی توګه ژوند کوي، د ډلیز اخراج بحث پاروونکی پروسه په ۲۰۲۳م کال کې پیل کړه. په دغو مهاجرو کې اکثریت ېې افغانان دي چې په افغانستان کې د جګړو او فقر په دلیل له څو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي.
دغو چارواکو چې نه ېې دې غوښتلي نومونه ېې خپاره شي، ويلي دي چې د مودې غځولو وړاندېز د دې له پاره دی تر څو مهاجر د خپلو شخصي چارو د حل و فصل له پاره لا ډېر فرصت ولري، په ځانګړې توګه افغانستان ته د بېرته ستنېدا څخه مخکې خپل د جایدادونو د خرڅلاو او تجارتي چارې په منظم او باعزته توګه پای ته ورسوي.
د پاکستان داخله وزارت چې د افغانانو د ډلیز اخراج له پروسې څارنه کوي، د اخراج مودې د غځولو په هکله څه نه دي ویلي. دغه وزارت تر دې مخکې ويلي و، تمه لري چې د طالبانو حکومت به افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو افغانانو د بشپړ ادغام له پاره «مساعد شرایط» برابر کړي.
له ایران او پاکستان څخه د اخراج شوو افغانانو ډېره برخه ښځې او ماشومان تشکيلوي. د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکوی چې په افغانستان کې په ميلیونو ماشومان له خوارځواکۍ کړيږي او ښايي د نویو کډوالو راتګ دغه ستونزه لا پسې پراخه کړي.
دا په نیمروز ولایت کې ایران سرحد ته نژدې يو متروکه کور دی چې ایران ته تلونکي مهاجر راټول شوي او غواړي چې د شپې له تیارې څخه په استفاده پټ ایران لور ته واوړي او هلته ېې یو کار او غريبي موندلي وي تر څو ېې په هېواد کې خپلو کورنيو سره مرسته کړي وي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
له دېواله اوښتل
افغان مهاجر باید له یو سرحدي ديواله ټوپ ووهي تر څو د ایران خاورې ته داخل شي. په وروستیو کې له پاکستانه د افغانانو ډلیز اخراج سبب شوی چې له افغانستانه ایران ته د ځوانو نارینه و بې نظمه مهاجرت ډېر شي. ځينې وخت ایراني پوله ساتونکې پر مهاجرو ډزې هم کوي چې یو شمېر ېې د لارو په اوږدو کې ټپیان او حتی خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
د مهاجرو هديره
دا د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته نژدې یوه هدیره ده چې د ځايي خلکو په خبره ډېر داسې ځوانان په کې ښخ کړل شوي ایران ته د اوښتو پر مهال او یا د نورو دلایلو له وجې وژل شوي دي. ایران ته د مهاجرت یوه لار دا ده چې مهاجر لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه د ایران خاورې ته داخل شي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
انځورونه1 | 18
پاکستان د روان کال په سر کې اعلان وکړ چې غواړي ۳ میلیونه افغانان اخراج کړي چې په ډله کې ېې ۱.۴ میلیونه »پروف آف رجستريشن»يا پي او آر کارټ لرونکي او ۸۰۰زره نور د افغانستان د تابعیت اسناد لرونکي افراد هم شامل دي. د پاکستان حکومت ويلي له دې علاوه یو میلیون نور افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، هم په دغه هېواد کې ژوند کوي.
د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو او بشري حقونو سازمانونو هغه غوښتنې رد کړي چې په ټولیز ډول دې کډوال نه اخراجوي. طالبانو هم له پاکستان غوښتي و چې دغو کډوالو ته دې وخت ورکړل شي څو بيرته ستنېدو له پاره ځانونه چمتو کړي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance
«نه غواړم مړه شم»
یو شمیر افغانانو پاکستان کې اعتراضونه هم وکړل. دغو کډوالو ویلي دي د یو شمیر ګواښونو له امله نشي کولی، افغانستان ته ولاړ شي. دغو اعتراض کوونکو چې ښځې هم پکې شاملې وې، یو شمیر شعارونه لیږدول لکه: «نه غواړم مړه شم» او یا هم «بیرته ستنیدل ودروئ».
انځور: Ali Kaiffee/DW
د خلکو او لاريو اوږده کتارونه
د چهارشنبې په ورځ او همدا راز نن، پنجشنبه هم د خلکو او لاريو اوږده کتارونه په تورخم کې په تمه دي.
انځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance
نه پاتېدلی شي او نه یې هم تللو ته زړه ښه دی
لسیزې کیږي چې پاکستان د افغان کډوالو کوربه دی. له دوی څخه یې ډیر شمیر قانوني اسناد هم ترلاسه کړي. پر دې سربیره لاهم ۱،۷ میلیونه ناقانونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي. دغه کډوال داسې یوه هیواد ته ستنیږي چې له اقتصادي کړکيچ سره مخامخ دی.
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images
افغان کډوال د اخراج په یوه مرکز کې
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ د معلوماتو پر بنسټ د طالبانو له بیا راتلو شاوخوا ۶۰۰ زره کډوال پاکستان ته تللي دي. لکه څنګه چې دغو انځورونو کې ښکاري یو شمیر کډوال لندي کوتل کې د کډوالو په یوه مرکز کې د بیرته ستندیو لپاره راټول شوي.
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images
ولې افغانان له پاکستانه ایستل کیږي؟
شنونکي وايي، په پاکستان کې په دې وروستيو کې د تاوتريخوالي ډېروالی، اقتصادي کړکېچ او د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ اړیکو ترینګلتیا د دغه ډله ایز اخراج لاملونه دي.