1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خبرو مېز ته د ستنېدو په موخه پر طالبانو د پاکستان فشار؟

۱۴۰۰ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

پاکستان له طالبانو غوښتنه کړې ده چې د افغان سولې پروسې ته دې ژمن پاتې شي. طالبانو څو ورځې تر مخه ويلي ول چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو پورې به د افغانستان په اړه په کومه غونډه کې ګډون نه کوي.

Pakistan Shah Mehmood Qureshi, Außenminister
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

وسله والو طالبانو دا پريکړه هغه وخت په ډاګه کړې وه چې امريکا متحده ايالاتو اعلان وکړ چې له افغانستانه به خپل ټول عسکر د سپتمبر تر ۱۱ نیټې پورې وباسي يعني تر هغه نېټې وروسته چې د امريکا پخواني حکومت یې پر سر له طالبانو سره توافق کړی وو.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قريشي په ابو دوبۍ کې د طالبانو د دې پريکړې په اړه له رويترز خبري آژانس سره په يوه مرکه وويل: «هغوی خپلې پريکړې پخپله کوي خو موږ به چې څه مو په وس پوره وي هغه به وکړو څو دې ته يې اماده کړو چې [د سولې په خبرو کې] بوخت پاتيدل یې ملي ګټه ده.»

د افغانستان په اړه په غونډو کې د طالبانو د نه ګډون پريکړې د سولې پروسه چې په ترکیې کې پلان شوې غونډه یې هم برخه ده، ګډه وډه کړې ده چې ديپلوماتانو تمه درلودله له لارې به يې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سياسي جوړ جاړي پر لور يو خوځښت رامنځته شي.

قريشي وويل چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو په پروسه کې ځنډ تل د لوژيستکي دلايلو پر اساس يوه د امکان وړ خبره وه، خو طالبان تر ډېره حده د بهرنيو ځواکونو د اخراج خپل هدف ته رسيدلي دي او اوس بايد د سپتمبر د ۱۱ نيټې نوي مهلت په اړه انعطاف پذیري وښيي.

نوموړي وزير زیاته کړه: «ځواکونه به ووځي او د وتلو نېټه یې هم ټاکل شوې ده. دا پروسه به د می پر لومړۍ نيټه پېل او د سپتمبر تر ۱۱ دوام پيدا کړي نو په دې توګه دلته يو مشخص مهال ويش موجود دی.»

پر طالبانو د پاکستان فشار؟

ځينو سرچينو رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې پاکستان پر وسله والو طالبانو بيرته د خبرو اترو ميز ته د ستنېدو له پاره فشار واردوي.

شاه محمود قريشي وويل چې باور لري په خبرو اترو کې برخه اخيستل به د طالبانو په ګټه وي، خو زياته یې کړه چې له دغي ډلې سره یې هیڅ ډول تماس نه دی نیولی.

پاکستان چې د امريکا او طالبانو ترمنځ یې د دوحې مذاکراتو چې نتيجه يوه هوکړه وه، په رامنځته کولو کې هم مرسته وکړه، داسې انګيرل کيږي چې پر طالبانو ډېر نفوذ ولري. د امريکايي او افغان چارواکو په حواله دغه ډله په پاکستان کې پټنځايونه لري او د پاکستان استخباراتي اداره یې ملاتړ کوي، خو پاکستان په وار وار سره دا ادعاوې رد کړي دي.

ولسمشر جو بايډن څو ورځې تر مخه له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړانځور: Andrew Harnik/Getty Images

قريشي وويل چې که چېري د سولې پروسه همداسې په ټپه ولاړه وي نو د تاوتریخوالي د زياتېدو ويره لري چې دا کار به افغانستان له کورنۍ جګړې سره مخ کړي او بيا به له دغه هيواده د وګړو د مهاجرت سبب وګرځي.

پاکستان چې څه نا څه درې میلیونه افغان ګډوال پکې ميشت دي او له افغانستان سره یې د خپل تر ۲۵۰۰ کيلومتره زياتي اوږدې پولې پر ۹۰ سلنه برخه سيمي اغزن دېوال پورته کړی، د قريشي په وينا تمه لري چې د سيمونو د لګولو دغه کار به تر سپتمبر مياشتې پوري بشپړ شي.

نوموړي همدا راز وويل چې پاکستان له خپل پخواني دښمن هند سره هم د جمو او کشمير پر شخړه مستقميو خبرو اترو ته چمتو دی. هند په ۲۰۱۹م کال کې دغه سيمې سره بېلې کړې او د هغوی نيمه خپلواک حیثيت يې له منځه يووړ.

خو قريشي وویل چې اوس له خپل هندي سيال سره چې هغه هم روانه اوونۍ په متحده عربي اماراتو کې دی، د ليدنې کتنې کوم پلان نه لري. ځينو سرچينو رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې د پاکستان او هند لوړ پوړو استخباراتي چارواکو په جنورۍ مياشت کې د کشمير د شخړې په اړه سره پټ مذاکرات ترسره کړي ول.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

قریشي: د افغانستان په سولې کې به د پاکستان نقش مهم وي

01:05

This browser does not support the video element.