1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

پاکستان د کرونا واکسین ملي پروګرام پیل کړ

۱۳۹۹ بهمن ۱۵, چهارشنبه

پاکستان د سه شنبې په ورځ د کرونا ویروس پر وړاندې د واکسین ملي پروګرام پيل کړ. لومړی واکسین په پلازمېنه اسلام آباد کې د لومړي وزیر عمران خان په موجودیت کې یوه داکتر ته تطبیق شو.

Coronavirus - Astrazeneca Impfstoff
انځور: Gareth Fuller/PA Wire/dpa/picture alliance

د واکسیناسیون دغه پروسه په مستقیم ډول د تلویزون له طریقه خپریدله. په دغه سویل آسیایي هیواد کې به چې ۲۲۰ میلیونه نفوس لري په لومړي سر کې روغتیایي کارکوونکو او ورپسې  زړو یا د پاخه عمر لرونکو ته دغه واکسین تطبیق شي.

د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې دویمه نیټه) له پيکنګ څخه په یوه پوځي الوتکه کې د چینایي شرکت زینوفارم شاوخوا نیم میلیونه دوزه د کرونا واکسینونه پاکستان ته ورسیدل.

د دې ترڅنګ نوموړي هیواد د استرازنیکا شرکت ته د ۱۷ میلیونه دوزه واکسین فرمایش هم ورکړی دی چې ټاکل شوې ده د روانې میاشتې په جریان کې دغه هیواد ته انتقال شي.

تر اوسه پورې په پاکستان کې ۵۵۰ زره تنه پر کرونا ویروس اخته شوي او د کرونا ویروس سره په ارتباط د تر ۱۱۷۰۰ ډیرو انسانانو د مړينې رپوټونه ورکړل شوي دي. اټکل کیږي چې د قربانیانو او اخته کسانو اصلي شمیرې تر دې ډیرې لوړې وي.

د جنورۍ میاشتې په پای کې د ګالوپ انیستیتوت له خوا د ترسره شوي یوې نظر سنجې له مخې نږدې نیمایي پاکستانیان نه غواړي واکسین شي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل