پاکستان افغان کډوالو ته په ورکړل شوي ضرب الاجل ټینګار وکړ
۱۴۰۲ مهر ۲۲, شنبه![اوسمهال پاکستان کې تر یو میلیون ډېر افغان کډوال ناقانونه ژوند کوي](https://static.dw.com/image/59029787_800.webp)
اعلان
د پاکستان سرپرست حکومت پرېکړه کړې چې د افغانانو په ګډون ټول ناقانونه کډوال باید راتلونکو دوو اونیو کې پاکستان پرېږدي.
پاکستاني رسنیو ددغه هېواد د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي له قوله رپوټ ورکړی چې د نوامبر له لومړۍ نېټې وروسته له هیڅ ناقانونه کډوال سره مراعت نه کیږي.
هغه زیاته کړې: «پاکستان کې میشت غیر قانوني کډوال باید د نوامبر تر لومړۍ نېټې ولاړ شي، له دې نیټې وروسته هیڅ ډول "جوړجاړی" نشته.»
د ورکړل شویو شمېرو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷۳ میلیونه افغان کډوال پراته دي، چې هلته د اوسېدو هیڅ ډول قانوني اسناد نه لري.