1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان؛ له افغانستان څخه فعال ترهګر راته خطر پېښوي

جاويد اختر | بريښنا صابر
۱۴۰۴ شهریور ۲۷, پنجشنبه

پاکستان پر نړيوالي ټولني ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې له احتمالي پټنځایونو څخه د فعاليت لرونکو ترهګرو ډلو پر وړاندې دې په نړيواله کچه نور اغیزمن ګامونه بايد واخيستل شي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی عاصم افتخار احمد د يوې غونډې پر مهال د خبرو په حال کې ليدل کيږي.
د پاکستان د استازي په حواله تر ۶۰ ډېر د ترهګرو کمپونه پاکستان ته د را اوښتو د مرکزونو په توګه کار کوي چې د پاکستان ښارونه، امنيتي ځواکونه او پراختيايي پروژې په نخښه کوي.انځور: Angela Weiss/AFP/Getty Images

پاکستان د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان په داخل کې له احتمالي خوندي پټنځایونو څخه فعاليت لرونکي ترهګر یې د هېواد امنيت ته د تر ټولو ستر خطر دی.

دغه هېواد د دې ترڅنګ پر دې هم ټینګار کړی دی چې د دې شبکې پر وړاندې دې چې فزيکي او ديجيتالي دواړه پلټيفارمونه کاروي، په نړيواله کچه موثر ګامونه پورته شي.

اړونده موضوع: پاکستان؛ د تاوتریخوالي ډېرېدل او پر افغان طالبانو د اسلام آباد نیوکې

د پاکستان د دولتي خبري آژانس «ای پي پي» په حواله د سې شبنې په ورځ په امنيت شورا کې د افغانستان په تړاو غونډې ته د وينا پر مهال په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازي عاصم افتخار احمد، وويل چې القاعده، داعش خراسان، تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د لوېدیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ای ټي آې ام) او بلوچ بیلتون غوښتونکې ډلې لکه «بي ال ای» او مجيد بريګيډ اوس د پولې له بلې غاړې څخه په آزاده توګه فعاليت کوي.

نوموړي وويل: «موږ سره د دې ډلو ترمنځ د همکارۍ جامع شواهد موجود دي چې په دې کې ګډې روزنې، د غیر قانوني وسلو تجارت، ترهګرو ته پناه ورکول او همغږي بريدونه شامل دي.»

د پاکستان د استازي په حواله تر ۶۰ ډېر د ترهګرو کمپونه پاکستان ته د را اوښتو د مرکزونو په توګه کار کوي چې د پاکستان ښارونه، امنيتي ځواکونه او پراختيايي پروژې په نخښه کوي.

«د ترهګرۍ پر وړاندې نړيواله همکاري اړينه ده»

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير زياته کړه چې خطر تر سایبري ساحې پراخ شوی دی چېرې چې تقريباً ۷۰ تبليغاتي حسابونه موجود دي او له افغان آي پي ادرسونو سره وصل دي چې له افراطيت ډک پېغامونه خپروي.

نوموړي په ټینګار سره وويل: «پر دې شبکو د کنترول له پاره د ټولنیزو رسنیو له حکومتونو سره بشپړه همکاري اړينه ده.»

عاصم افتخار احمد، وويل چې پاکستان او چين په ګډه د امنيت شورا د بندیزونو له کميټې غوښتنه کړې ده چې د «بلوچ لیبریشن آرمي» يا بي ال ای او مجيد بريګيډ دترهګرو ډلو په توګه درجه بندي کړي. نوموړي وويل چې د دې ډلو د فعاليتونو د درولو په موخه د امنيت شورا سملاسي ګام ته اړتيا ده.

آيا له پاکستاني طالبانو سره د پاکستان د حکومت خبرې ممکنې دي؟

29:30

This browser does not support the video element.

نوموړي د تحريک طالبان پاکستان ډلې ته هم اشاره وکړه او هغه یې د افغانستان په خاوره کې د ملګرو ملتونو په نوملړ کې شامله تر ټولو ستره ډله وبلله چې کابو ۶۰۰۰ جنګیالي لري.

د افتخار احمد، په حواله پاکستان په څو ځلي له افغان خاورې څخه پاکستان ته د ترهګرو د داخليدو هڅې ناکامې کړي دي او هغه عصري وسلې یې ضبط کړي دي چې نړيوالو پوځونو له افغانستان څخه په ۲۰۲۱م کال د وتلو پر وخت پرېښې وې. 

نوموړي زياته کړه: «د ترهګرو د فعالیتو ستره بيه پرې کوو... يوازې په روانه میاشت کې ۱۲ پاکستاني عسکر وژل شوي.»

په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسېدو راهېسې پاکستان د امنيتي پېښو د ډیرېدو شاهد دی. دغه هېواد له هغه وخت راهېسې دا ادعا کوي چې د پاکستان تحريک طالبان ډلې ډېر مشران او جنګيالي په افغانستان کې دي او له هغه ځايه بريدونو پلانوي او ترسره کوي یې خو په افغانستان کې واکمن طالبان دا خبره په کلکه ردوي. پاکستاني چارواکي له اوږدې مودې راهېسې هند هم پاکستاني طالبانو او په بلوچستان کې د بيلتون غوښتونکو پر ملاتړ باندې تورنوي خو هند هم دا تورونه په کلکه ردوي.

اړونده موضوع: پاکستاني چارواکي: د ټي ټي پي په برید کې ۱۲ سرتیري وژل شوي

د پاکستان د سولې او کړکيچ د تحقيقاتي انستیويت شمیرې ښيي چې د روان میلادي کال په لومړيو شپږو میاشتو کې په دغه هېواد کې د وسله والو له لوري ۵۰۲ بريدونه ترسره شوي دي.

افغانستان اوس هم له يو شمیر ستونزو سره لاس او ګريوان دی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي وويل چې طالبانو که څه چې په خپلې څلور کلنې واکمنۍ کې د څو لسیزو کورنۍ جګړه پای ته رسولې خو دغه هېواد اوس هم د محدوديتونو، بې وزلۍ، مخدره توکو او د بشري حقونو په څېر ستونزو سره لاس او ګريوان دی.

نوموړي د امنيت شورا ته وويل چې پاکستان د ناکافي نړيوالو مرستو سربیره له څلورو لسیزو راهېسې تر اوسه د سونو زرو افغان کډوالو کوربتوب کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب