1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

ولې ډېرو پښتنو له اسلام آباد سره مخالفت ته مخه کړې؟

۱۴۰۳ مرداد ۴, پنجشنبه

د پاکستان پوځي استبلیشمنت د پښتنو د حقونو يو غورځنګ چې له افغانستان سره پر پوله پرتو سيمو کې د تاوتريخوالي د ختمولو غږ پورته کوي، د دولت پر ضد توطيې باندې تورنوي. خو دغه غورځنګ ورځ تر بلې قوي کيږي.

په بنو کې د پاکستان د پوځ له خوا د پوځي عملياتو پر ضد لاريون
د بشري حقونو ډلې، پر چارواکو د دغه لاريون د خپرولو په موخه د احتمالي زور پر کارولو هم نيوکې کوي.انځور: Salam Baitab

د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سيمه کې تېره اونۍ په زرونو احتجاج کوونکو يو لاريون وکړ او په دغه ایالت کې یې د پوځي عملیاتو د درولو غوښتنه کوله.

د دې سوله ایزې مظاهرې په ترڅ کې فېرونه د ګډوډۍ او دوه کسانو د وژل کیدو او نورو يو شمير د ټپي کیدو باعث شول. د غونډې تنظيموونکو د احتجاج کوونکو په مقابل کې د زور کارول وغندل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي ام سره تړاو لرونکي يوه فعال ادريس پښتين، وويل: «موږ د دولت د ظلمونو پر ضد او د ځمکنيو ماینونو د پاکولو، لادرکه شويو د موندلو او پر خپلو [د سيمې] طبيعي زیرمو د خپل حق په پلوۍ مظاهره کوو. موږ همدا راز په خپلو سيمو کې د پوځي عملياتو ځواب هم غواړو.»

د بشري حقونو ډلې، پر چارواکو د دغه لاريون د خپرولو په موخه د احتمالي زور پر کارولو هم نيوکې کوي. د ايمنستي انترنيشنل يا بخښنې نړيوال سازمان په خبره «پر يوه سوله ایز لاريون چې د سولې له پاره شعارونه ورکوي، وژونکی زور کارول غير قانوني کار دی.»

د بشري حقونو د څار دې ټولنې غوښتنه کړې ده چې د «بريد مسئوليت لرونکو چارواکو په اړه دې ژر تر ژره پلټنې وشي.»

امنيتي چارواکو پر لاريون کوونکو د فېرونو خبره رد کړې ده.

نوي پوځي عملیات او ډېر مقاومت

د دې مظاهرو او لاريونو زړه د پښتون ژغورنې غورځنګ دی چې د جګړې ضد يوه ډله ده او په دې وروستيو اتو کلونو کې ډېره پیاوړې شوې او په غونډو کې یې په لسونو زره کسان ګډون کوي.

د دې غورځنګ پلويان د جګړې پر ضد دي، چې په آند یې جګړې په افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو کې د پښتنو سيمې تباه کړې دي.

د روانې مياشتې په سر کې اسلام آباد په دې وروستيو کې د وسله وال تشدد د زياتوالي سره د مبارزې په موخه نوي پوځي عملیات پيل کړل.

خیبرپښتونخوا؛ په بنو کې پر لاريون کوونکو ډزې

01:45

This browser does not support the video element.

د لومړي وزير شهباز شريف، حکومت دا نوي عمليات د «عزم استحکام» په نامه ياد کړل. دا په پاکستان کې د وسله والو ډلو پر وړاندې د پيل شويو عمليات د لړۍ تازه کړۍ ده.

خو په خيبر پښتونخوا ایالت کې نور پوځي عمليات دا خطر له ځانه سره لري چې د سيمې خلک له حکومته ناراضه شي.

د وسله والو د فعاليتونو پراخیدل

پاکستانپه تېرو دوو کلونو کې د تاوتريخجنو بريدونو د ډېروالي شاهد وو. دې بريدونو په روان کال کې تر اوسه د لږ تر لږه ۶۲ عسکرو چې څو يې افسران دي، ژوند اخيستی دی. پوځ ويلي دي چې د استخباراتي معلوماتو پر مټ په ترسره شويو تر ۱۳۰۰۰ډېرو عملياتو کې یې ۲۴۹ ترهګر وژلي او ۳۹۶ نور یې نيولي دي.

له دې څخه د ډېرو بریدونو پړه د پاکستان تحريک طالبان يا ټي ټي پي، ډلې پر غاړه اخيستې ده. دغه ډله له اوږدې مودې راهېسې د دولت پر ضد جګړه او د حکومت د راپرځولو هڅه کوي او په پاکستان کې د شريعي نظام نافذولو ته ليواله ده.

د راپورونو له مخي د خيبر پښتونخوا ایالت غرنۍ سيمه له اوږدې مودې راهېسې د ټي ټي پي او د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې په ګډون د وسله والو يو پټنځای دی.

د پاکستان ملکي حکومت او پوځي مشرتابه په دې آند دي چې د ټي ټي پي رېښې ايستل د وخت ضرورت دی.

هغه پښتانه چې له افغانستان سره پر پوله پرتو سيمو کې ژوند کوي، وېره لري چې نور پوځي عملیات به د سيمې د خلکو د ډله ایزې کډوالۍ يا بې ځايه کیدو او مرګونو سبب وګرځي.

د پاکستان د سنا پخواني غړي افراسياب خټک، دويچه ويله ته وويل چې پښتانه په دې پوهيږي چې پوځي عملياتو د دوی سيمې ته يوازې «مرګ، تباهي او بې ځايه کيدل» راوړي دي. پي ټي ام، بيا د پاکستان پوځ او وسله وال دواړه د دې له پاره ګرم بولي.

پاکستان: افغانستان سره پر پولې کړکېچ خلک کډوالۍ ته اړ کړي

02:50

This browser does not support the video element.

ادريس پښتين وويل: «طالبان زموږ په سيمه کې هیڅ ځای نه لري او بايد دلته هیڅ زور زياتی هم نه وي.»

شنونکي وايي چې پښتانه د پاکستان له دولت سره د افغانستان په اړه د دغه هيواد د تګلارې له وجې «جوړښتي اختلاف» لري.

يوه اسلام آباد ميشتي شنونکي قمر چيمه، دويچه ويله ته وويل: «پاکستان لومړی [په ۱۹۸۰يمو کلونو کې] د وسله والو ملاتړ وکړ او بيا یې [د ستبمبر د ۱۱مې تر پېښو] وروسته هغوی له افغانستان سره پر پوله پرتو سيمو کې په نخښه کړل.» نوموړي زياته کړه چې دا هر څه د ګډوډۍ او کړاو باعث شول.

د منزويتوب احساس

پښتانه فعالان وايي چې د لومړي وزير شهباز شریف، حکومت د دوی د غوښتنو د پوره کولو له پاره هیڅ نه دي کړي.

په داسې حال کې چې د پاکستان په مین ستريم يا عمومي رسنيو کې د جګړې ضد دې غونډو او لاريونو ته ډېر لږ پوښښ ورکول کيږي، د دې مسئلې په اړه د پارلمان د غړيو نه فعاليت او يا چوپتيا هم دا نظريه قوي کوي چې پښتانه يوازې پرېښوول شوي دي.

چيمه، وويل: «پارلمان خاموش دی او د بې اعتمادۍ موضوع ته په ملي کچه پاملرنه نه ده شوې.»

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان، چې دمګړۍ په زندان کې دی، تېره اونۍ وويل چې دی د هيواد په شمال لویدیځو او جنوب لوېدیځو سيمو کې د هر ډول نويو عملياتو سره مخالف دی او په خیبر پښتونخوا کې یې د پاکستان تحريک انصاف ګوند حکومت ته لارښوونه کړې ده چې د دې عملياتو پر ضد ودريږي.

خو د خان ګوند پخپله هم د حکومت له خوا تر سخت فشار لاندې دی او په دې مسئله کې د يوه مهم نقش د لوبولو توان نه لري.

ب. ص/ ن. ز (Haroon Janjua) 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب