1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ته د ذاکر نايک سفر فرقه يي ترينګلتيا ته لمن وهي؟

۱۴۰۳ مهر ۱۲, پنجشنبه

پاکستان ته د هندي مبلغ ذاکر نايک، سفر په دغه هېواد کې د افراطي احساساتو د راپارېدو اندېښنې رامنځته کړي. ښايي د نوموړي دا سفر د هند د غوسې باعث هم شي چېرې چې هغه د کرکي خپرونکو احتمالي ويناو له کبله تر تعقيب لاندې دی.

ډاکتر ذاکر نايک
ذاکر نايک په تېرو ديرشو کلونو کې په لومړي ځل پاکستان ته تللی.انځور: Dede Arip Rachman/ZUMA/imago

په خټه هندی اسلامي مبلغ ذاکر نايک، په روانه اونۍ کې د کراچۍ، اسلام آباد او لاهور په ګډون په ټولو سترو ښارونو کې د ويناو په موخه د پاکستان د يوې مياشتې په اوږده سفر دغه هېواد ته رسېدلی دی.

۵۸ کلن ډاکتر ذاکر نايک، د ۱۹۹۰م لسیزې له لومړيو کلونو راهېسې يو لانجمن شخصيت ګڼل کيږي او د مودي حکومت پر نوموړي باندې د پېسو سپينولو او له کرکې ډکو ويناو په تور يو شمیر د اقامې دعوې ثبت کړي دي.

د مودي د هندو ملتپاله ګوند «بهارتيا جنتا ګوند» يا بي جی پی حکومت پر نوموړي تور لګولی دی چې د ويناو او تقريرونو له لارې «د بېلا بېلو مذهبي ډلو ترمنځ دښمنۍ ته لمن وهي.»

ذاکر نايک، دمګړۍ په مالیزيا کې سياسي پناه اخيستې ده او د هند د حکومت ټول تورونه ردوي. نوموړی وایي چې په هند کې یې له هيڅ قانون څخه سرغړونه نه ده کړې او دا چې د «اسلام دښمنانو» له کوم دليل پرته هدف ګرځولی دی.

دا په دې دريو لسیزو کې پاکستان ته د ذاکر نايک، لومړی سفر دی. هغه په وروستي ځل په ۱۹۹۲م کال کې پاکستان ته تللی وو. نوموړي ته د دې اوسني سفر بلنه د پاکستان حکومت ورکړې وه او همدا ده چې ډېر فعالان او انتقاد کوونکي انديښنې څرګندوي، چې پر نوموړي د هند په ګډون د بنګله ديش، سريلنکا او بريتانيا له لوري د سخت دريځو مذهبي افکارو له وجې د سفر بندیز لګول شوی دی.

په پاکستان کې اتومي فزيکپوه او ټولنیز فعال پرويز هودبهايي، له دويچه سره په خبرو کې وويل: «زه متاسف خو هیڅ حيران نه يم چې ذاکر نايک د يوه دولتي مېلمه په توګه رابلل شوی دی. دولت پر اور باندې لا ډېر تېل اچوي.»

د ذاکر نايک د نفوذ په تړاو بحثونو زور اخیستی

د بنګله ديش د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شيخ حسينې، حکومت د ذاکر نايک د «پيس ټي وي» پر نوم تلویزيوني کانال هغه وخت بندیز ولګاوه چې د رسنيو په رپوټونو کې دې ته اشاره شوې وه چې هغه کسان چې په ۲۰۱۶م کال کې يې په ډهاکه کې بريد کړی وو، د نايک مريدان ول.

په دې بريد کې ۲۹ کسان ووژل شول او داعش یې د بريد پړه منلې وه.

د سنګاپور د نيشنل پوهنتون د جنوبي آسيا د مطالعاتو د انستيتويت يو څېړونکی اميت رنجن، ذاکر نايک، يو «داسې بنسټپاله اسلامي مبلغ بولي چې ويناو او پيروي یې په بنګله ديش او مالديپ کې ستونزې او ترنګلتياوې زيږولي دي.»

پاکستان ته د هندي مبلغ ذاکر نايک، سفر په دغه هېواد کې د افراطي احساساتو د راپارېدو اندېښنې رامنځته کړي.انځور: HBLnetwork/imago images

رنجن، دويچه ویله ته وويل: «د پاکستان د دولتي مېلمه کيدو څخه به یې د هېواد ټولنیز او مذهبې جوړښت ته هيڅ ګټه ونه رسوي.»

خو د سیاسي او د ټولنیزو چارو يوه شنونکې قره العين شيرازي، بیا استدال کوي چې د ذاکر نايک، سفر کولی شي په پاکستان کې د مخ پر ودې افراطيت له کبله د رامنځته کيدونکې خلا په ډکولو کې مرسته وکړي.

نوموړې وايي: «اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي د پېښو روانې لړۍ په ترڅ کې ذاکر نايک، د دې په ویلو سره چې «اسلامي مقدساتو ته د احتمالي سپکاوي په پېښو کې د قتل پر ځای، بايد قانوني لاره غوره شي» تر يوه حده پورې نوی ليدلوری ورکړی دی. نوموړي د مذهب په نوم ترهګري هم رد کړې ده.»

له هند سره ترنګلتيا او د ذاکر نايک سفر

ځيني شنونکو بيا خبرداری ورکړی دی چې د ذاکر نايک، سفر په اتومي وسلو د سمبالو دواړو ګاونډيو هېوادونو، هند او پاکستان ترمنځ ترنګلتياوې لا پسې ډېرولی شي.

اميت رنجن، وايي چې په ماضي کې د ذاکر نايک، ويناو خلک د مختلفو ډلو پر وړاندې او يا د نورو عقيدو سره د تړاو لرونکو پر وړاندې تشدد ته هڅولي دي.

د ذاکر نايک، دا سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکی ډېرې ترنګلي دي.

د پرویز هودبهايي، دليل دا دی چې «د کرکه خپرونکي ويناوال په توګه پر ذاکر نايک، د هند په ګډون يو شمير هېوادونو بندیز وضع کړی دی. نوموړي ته د دولتي هرکلي سره پاکستان دا اعلان کوي چې د بنسټپالنې د قبلولو هوډ لري او چمتو دی چې د نړيوالو نظر له پامه ورغورځوي.»

خو شيرازي، وايي: «زه فکر نه کوم چې له دې سره دې د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې شي ځکه چې هغه لا دمخه ترنګلي دي.»

د پاکستان په کراچۍ کې د مذهبونو تنوع او زغم لا هم ژوندی دی

03:05

This browser does not support the video element.

هغې وويل چې نايک، په خپلو ویناو کې د کشمير د لانجې د يادولو په اړه هم ډېر محتاط دی چې ښايي د دې ښکارندوی وي چې هغه نه غواړي داسې يوه لانجه پيدا کړي چې د هند او پاکستان ترمنځ د اړيکو د خرابيدو باعث وګرځي.

آیا فرقه يي ترنګلتيا به ډېره شي؟

ډېر شنونکي په دې آند دي چې د نايک، له تقریرونو سره په پاکستان کې افراطي احساسات پارېدلی شي.

رنجن، وايي: «پاکستان يو څو فرقه يي او ډېره مذهبي ټولنه ده چېرې چې خلک د اسلام د بېلا بيلو برانډونو پيروي کوي. د نايک افکار د مختلفو نظريو درلودو له وجې کولی شي چې د پاکستان د ځيني ځانګړو فرقو ترمنځ فرقه يي اړيکي لا پسې خرابې کړي.»

ذاکر نايک، په ماضي کې د خپلو ځينو تبصرو له کبله بخښنه هم غوښتې ده. د ۲۰۱۹م کال په اګست میاشت کې د مالیزيا پوليسو پر نوموړي باندې په عامه محضر کې د ويناو بندیز لګولی وو او د ځینو تبصرو په تړاو یې ترې پوښتنې ګرويږنې هم کړې وې.

خو شيرازي وايي چې ذاکر نايک، به ښايي په پاکستان کې پر فرقه يي مسايلو خبرې ونه کړي.

نوموړې وويل: «زما په آند پاکستان ته د نوموړي سفر دې ته اشاره ده چې هغه د خپل انځور د ښه کولو هڅه کوي، ځکه په ماضي کې ځينو ډلو پر هغه باندي سختي نيوکي کړي.»

ب. ص/ ن. ز (هارون جنجوعه)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب