پاکستان: غواړو په افغانستان کي د داخلي جنګ مخنیوی وکړو
۱۴۰۰ خرداد ۱۵, شنبه
د پاکستان صدراعظم عمران خان رویترس خبري آژانس ته ویلي، چي هیواد یې غواړي د خارجي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د شخړي یو حل پیدا کړي، ترڅو د یوه نوي داخلي جنګ د شروع کیدو مخنیوی وسي.
اعلان
دغه خبره عمران خان د جمعې په ورځ (د جون میاشت څلرمه) په اسلام اباد کي وکړه او اضافه یې کړه، چي د هیواد رهبري به یې کوښښ وکړي د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ پر سم وخت د سیاسي حل یو لار پیدا کړي.
خو دا اسانه خبره نده، چي طالبان دي د خپلو غوښتنو تیریدو ته حاضر سي. ځکه د امریکا متحده ایالاتو تر دې اعلان وروسته، چي غواړي د سپتمبر تر ۱۱ پوري خپلي قواوي وباسي، دوی فکر کوي چي جنګ یې ګټلی دی. عمران خان همدارنګه ویلي دي، چي که چیري په افغانستان کي بیا یو داخلي جنګ شروع او د مهاجرت یو بحران رامنځته سي، نو به پاکستان هم د هغه څخه متأثره سي، چي بیا به یې هیواد مجبوره وي مداخله وکړي.
د امریکا جمهورریس، جوبایدن غواړي په افغانستان کي د جنګونو تر شروع کیدو شل کاله وروسته امریکايي قواوي بلاخره د همدې کال په سپټمبر کي راوباسي. دا خبره هغه په تیر اپریل میاشت کي اعلان کړه او ترهغه وروسته جرمني او د ناټو نورو غړو هیوادو هم د افغانستان څخه د خپلو قواوو د وتلو اعلان وکړ.
تر دغه اعلان راوروسته طالبانو خپلي حملې بیرته ډیري او شدیدي کړي دي. د افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو منتقدین بیره لري، چي طالبان به کوښښ وکړي، بیرته قدرت ته ورسیږي.
آ./م.ق.ن./ا.ا.
لس تر ټولو لنډې جګړې وپېژنئ ـ انځورونه
د جنګ د نوم په اورېدو سره د اکثرو انسانانو په ذهن کي مياشتي کالونه ادامه لرونکي جګړې ورځي. د نړۍ تر تولو اوږد جنګ ۱۰۰ کاله دوام وکړ. خو د پاکستان او هند د ۱۹۷۰ کال جګړې صرف ۱۳ ورځې دوام وکړ. نورې لنډې جګړې دلته وپېژنئ:
انځور: Getty Images/AFP/
۹ مقام ـ ۱۸ ورځې ـ د ګرجستان او ارمنستان جګړه
د عثماني خلافت د ړنګېدو وروسته د تفلس، بروچالي او الکالکلاکي سيمو پر سر د ګرجستان او ارمنستان تر منځ جګړه رامنځ ته سوه. دغې جګړې د ۱۹۱۸ کال د دسمبر مياشتي د ۷مې نېټي څخه تر ۳۱مې نېټي پوري دوام وکړ. په دې توګه نو دغه جګړه د نړۍ يوه له تر ټولو لنډو جګړو څخه وه چي هيڅ ښکېل اړخ ونه ګټله بلکه په اوربند پای ته ورسېده.
د ختيځ پاکستان (بنګله دېش) پر سر په ۱۹۷۱ کال د هند او پاکستان تر منځ يوه جګړه رامنځ ته سوه چي د دسمبر مياشتي د ۳يمي نېټي او ۱۶مې نېټي تر منځ يې دوام وکړ. پاکستان دغه جګړه بايلوله او په نتيجه کي يې ختيځ پاکستان ورڅخه بېل سو او د بنګله دېش په نوم يو نوی هيواد رامنځ ته سو. دغې جګړې ۱۳ ورځي دوام وکړ او د نړۍ يو له تر ټولو لنډو جګړو څخه ؤ.
د مصر، اردن، سوريې او عراق څلور اسلامي هيوادونو په ۱۹۶۷ کال د اسرائيل پر ضد جګړه اعلان کړه. خو اسرائيل څلور واړه هيوادونه د ۶ ورځو په جريان کي مات کړل. د دغې جګړې وروسته د اسرائيل خاوره تر پخوا لا پراخه سوه.
انځور: Reuters/IDF
۳ مقام ـ ۵ ورځې ـ د روسيې او ګورجستان جګړه
د ابخازيا او اوسيتيا د سيمو پر سر په ۲۰۰۸ کال د روسيې او ګورجستان تر منځ جګړه رامنځ ته سوه. دغه جګړه چي د اګست مياشتي په ۷مه نېټه پېل سوې وه پنځه ورځي وروسته د ګورجستان په ناکامۍ پای ته ورسېده او روسيې هم ابخازيا او هم اوسيتيا خپلې کړې.
انځور: picture-alliance/ZURAB KURTSIKIDZE
۲ مقام ـ ۱۰۰ ساعته ـ د اېل سلوادور او اندوراس جګړه
په ۱۹۷۰ کال د فيفا تر نظارت لاندي د اېل سلوادور او اندوراس د فټبال لوبډلو تر منځ له سيالۍ څخه د وتنې يا پاته کېدنې يوه لوبه تر سره سوه. د اېل سلوادور لوبډلې ۳ او د اندوراس لوبډلې ۲ ګولونه وکړل او په دې توګه اېل سلوادور دغه لوبه وګټله. په دې وخت کي د اېلسوادور پوځ پر اندوراس بريد وکړ. د جولای په ۱۴ پېلېدونکي دغې جګړې ۱۰۰ ساعته دوام وکړ او د نورو امریکايي هيوادونو تر فشار وروسته پای ته ورسېده.
انځور: DW/S. Oelze
۱ مقام ـ ۳۸ دقيقې ـ د زنجبار سلطنت او بريتانيې جګړه
د بريتانويانو او د زنجبار د سلطنت تر منځ جګړه د ۱۸۹۶ کال د اګست مياشتي په ۲۷مه نېټه پېل سوه. دغې جګړې د ۳۸ او ۴۵ دقيقو تر منځ جريان وکړ او د نړۍ تر ټولو لنډه جګړه بلله کيږي. بريتانويانو په دغه جګړه کي د زنجبار سلطنت ته ماته ورکړه.