پاکستان: کيدای سي افغان مهاجر له کرونا واکسینه محروم سي
۱۴۰۰ خرداد ۶, پنجشنبه![Lahore, Pakistan | Coronavirus Impfung](https://static.dw.com/image/57398300_800.webp)
په پاکستان کي شاوخوا ۲،۸ میلیونه افغان مهاجر ژوند کوي چي ځیني یې هیڅ اسناد نه لري او ځيني يې بيا د مهاجرت ځانګړي اسناد لري.
د پاکستان د روغتیا وزارت ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چي تر اوسه لا د افغان مهاجرو د واکسینولو په اړه کومه پریکړه نه ده سوې.
په پاکستان کي د ملي واکسیناسیون په پروګرام کي د نوم ثبتیدل د هويت کارت د لمبر له مخي ترسره کیږي چي افغان مهاجر له دغه ډول کارت څخه محروم دي.
د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیسارۍ ویاند د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چي د پاکستان له حکومت سره خبري رواني دي تر څو د افغان مهاجرو د واکسینولو له پاره د حل لار پیدا سي.
پاکستان ۲۲۰ میلیونه نفوس لري چي تراوسه پکښې یوازي ۵،۳ میلیونه دوزه واکسین لگول سوی دی.
د دغه هیواد حکومت پتېيلې ده چي د روان کال تر پایه ۷۰ میلیونه انسانان واکسین کړي.
د رواني اونۍ له پنجشنبې ورځي راهیسي په پاکستان کي هر څوک چي تر ۱۹ کلنۍ پورته وي، کولای سي د کرونا واکسین له پاره خپل نوم ثبت کړي. په دغه هیواد کي د آسترازینیکا ترڅنگ چینايي واکسین هم لگول کیږي.
GP/NZ/AG