پاکستان: له شاګرد سره د بدکارۍ په تور پر يوه مفتي حقوقي دعوه
۱۴۰۰ خرداد ۲۸, جمعه
د پاکستان يو ملا په يوه مدرسه کې له خپل شاګرد سره په بدکارۍ تورن شوی دی. له څو ورځو راهيسې په ټولنیزو رسنيو کې داسې ويډيوګانې لاس پر لاس کيږي چې هغه پکې له خپل يوه شاګرد سره د ناوړه عمل په حال کې ليدل کیږي.
اعلان
د لاهور پوليسو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د جون ۱۷مه) ويلي دي چې د مفتي عزیز الرحمن پر ضد یې د هغو ويديوګانو تر خپريدو وروسته رپوټ ثبت کړی دی چې دغه عالم پکې له خپل شاګرد سره د جنسي فعل په حال کې ليدل کیږي.
دې قضیې په پاکستان کې سخته غوسه پارولې ده او ډېری کسان دغه عالم ته د سختې سزا د ورکړي غوښتنه کوي.
مفتي عزيزالرحمن چې ۷۰ کاله عمر لري، په لاهور کې د مولانا فضل الرحمن د جمیعت علمای اسلام ګوند يو مهم غړی بلل کیږي. نوموړی څو کاله د جامعه منظور الاسلاميه په نوم مدرسې مشر هم وو.
خو نوموړي د جنسي تیري دغه تورونه رد کړي دي او ويلي یې دي چې د فلم تر اخيستو د مخه هغه ته نشه ورکړل شوې وه. هغه زیاته کړې ده چې دا پلان د مدرسې له مشرۍ څخه د هغه د شړلو په موخه جوړ شوی دی.
د جامعه منظور الاسلاميه مدرسې له خوا ويل شوي چې نوموړی عالم له دندې ګوښه شوی دی او د مدرسو د چلوونکي بنسټ «وفاق المدرسه» له خوا ويل شوي چې د هغه د مفتي لقب يې هم لغوه کړی دی.
د پوليسو يوه وياند وويل چې د شاګرد له خوا د جنسي تیري د شکایت تر ثبتولو وروسته دغه عالم اوس پټ شوی دی.
د جنسي تیري ادعا کوونکي شاګرد چې د پوليسو په حواله تر شلو کلونو ډېر عمر لري، په خپل شکایت کې ويلي دي چې د مفتي د خپلوانو له خوا ورته د مرګ ګواښونه شوي دي او بايد وژغورل شي.