د پولیسو یو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې «د نجلۍ پلار له هغې څخه غوښتي و چې خپل د ټيک ټاک اکاونټ ډیليت یا حذف کړي. د انکار له کبله هغه خپله لور ووژله.»
پېښه د سه شنبې په ورځ شوې خو خبر ېې وروسته ورکړل شوی دی.
د پولیسو د یو رپوټ له مخې دغه پلار خپله ۱۶ کلنه لور د سه شنبې په ورځ د «ننګ له پاره» وژلې ده. تر پېښې وروسته دغه سړی په سملاسي توګه د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
نور ولولۍ: وسله والو د پاکستان په بلوچستان کي ۹ مسافر وژلي دي
دغه پېښه د پاکستان پلازمینه اسلام آباد ته څېرمه، په راولپنډۍ ښار کې شوې ده. د دغه ښار د پولیسو په وینا، د دوی په تحقیقاتو کې موندل شوې چې د نجلۍ کورنۍ په ابتدا کې هڅه کړې تر څو «دغه قتل یوه ځانوژنه وښي.»
په پاکستان کې چې اکثریت وګړي ېې مسلمان دي، د دې امکانات شته چې له ښځو سره د کورني او ټولنیزو اصولو د نه رعایت په صورت تاوتریخوالی وشي، حتی که دغه کار په آنلاين بڼه هم کیږي.
نور ولولۍ:مولانا خانزيب په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی
تېره میاشت هم په پاکستان کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ چې په ټیک ټاک کې ېې په سلونو زره آنلاین فالورز درلودل، په خپل کور کې د یوه سړي له خوا ووژل شول.
د سنا یوسف په نوم دغې نجلۍ په هکله چې له یو میلیون ډېر فالورز یا تعقیبونکي درلودل، ويل شوي چې په خپلو ويډیوګانو کې ېې تر ډېره د خپلې خوښې کافي شاپونه، د جلد له پاره جوړ محصولات او جامې ښودلې.
نور ولولۍ:کويټه: يوه پلار د ټیک ټاک پر سر خپله ۱۵ کلنه لور وژلې ده
له آرشیف څخه (27.04.2024):
هغه هېوادونه چې ټيک ټاک په کې بند دی
د ټیک ټاک مشهورې ټولنیزې رسنۍ استفاده د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په جزوي او یا په بشپړ توګه ممنوع کړل شوې ده. دغه هېوادونه کوم دي؟ په دغه انځوریز البوم کې ېې درپېژنو. انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/Da Qing په افغانستان کې د ټيک ټاک کارول په ۲۰۲۲م کال کې له پب جي ګيم سره ممنوع شو. د طالبانو رهبرۍ هغه وخت ويلي وو چې دغه تصمیم د ځوانانو د «ګمراه کېدو» د مخنیوي په خاطر نیول شوی دی.
انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture alliance د استراليا د امنيتي او استخباراتي ادارو د یو تصمیم پر اساس، په دغه هېواد کې د ټيک ټاک کارونه په هغو وسایلو کې ممنوع ده کوم چې د فدرالي حکومت له خوا ويشل شوي دي.
انځور: Marco Brivio/Zoonar/IMAGO د بلجیم ملي امنیت شورا تېره میاشت (د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياشت) تصمیم ونیوی چې د ټيک ټاک کارونه به د فدرالي حکومت اړوند او په پیسو رانيول شوو وسایلو کې په نامحدوده توګه بنده کړي. صدراعظم الکساندر دي کرو، وويل چې دغه تصمیم د بلجیم د امنيتي سرویس او سايبر امنیتي مرکز د خبرداري پر اساس نیول شوی دی.
انځور: onathan Raa/Sipa USA/picture alliance په کاناډا کې هم د فدرالي حکومت له لوري په ويشل شوو وسايلو کې د ټيک ټاک کارول بند دي. کاناډايي چارواکو د ټيک ټاک اپلکیشن د شخصي حریم او امنيت له پاره یو «د نه منلو» ریسک يا ممکنه خطر بللی دی.
انځور: Sean Kilpatrick/empics/picture alliance د دنمارک دفاع وزارت پر خپلو منسوبینو د ټيک ټاک کارولو بندیز لګولی او امر ېې کړی چې ټيک ټاک آپلکیشن دې ژر تر ژره له خپلو ټيلفونونو پاک کړي. د دغه اقدام له دلایلو یو ېې «لويې امنیتي اندېښنې» ښوول شوي دي.
انځور: Liselotte Sabroe/Ritzau Scanpix/AP/picture alliance د اروپايي درو سترو بنسټونو (اروپايي پارلمان، اروپايي کمیسیون او اروپايي اتحادېې شورا) د خپل پرسونل په وسايلو کې د ټيک ټاک ممنوع کړی دی. د اروپايي پارلمان د بندیز پر اساس، د پارلمان غړو او پرسونل ته سپارښتنه شوي چې له خپلو شخصي وسایلو د ټيک ټاک آپلیکشن لري کړي.
انځور: Philippe Stirnweiss/European Union 2024 فرانسې د دولتي کارمندان په ټيلفونونو کې له ټيک ټاک علاوه، د ټويټر او انستاګرام استفاده هم ممنوع کړي. دلیل ېې امنيتي اندېښنې ښوول شوي.
انځور: Alain Jocard/AP Images/picture alliance هندوستان په ۲۰۲۰ کې د ټيک ټاک او وي چت په ګډون ګڼ شمېر چینايي آپلکیشنونه بند کړل. دغه بندیز د چین او هند ځواکونو تر ېوې نښتې وروسته ولګول چې هند ېې دليل شخصي حریم او امنيتي اندېښنې ښوولي دي.
انځور: Priyanshu Singh/REUTERS په اندونیزیا کې ټيک ټاک په بشپړه توګه بند نه دی، بلکې یوازې د آنلاین خریداريو له پاره بند دی چې دلیل ېې د کوچنیو تجارتونو خونديتوب دی.
انځور: Marica van der Meer/alimdi/Arterra/imagebroker/IMAGO د لاتویا د بهرنیو چارو وزير ادګارس رینکویسک پر ټيويټر ليکلي چې خپل ټيک ټاک اکاونټ ېې دلیت کړی او زیاته کړې چې د ټيک ټاک آپلیکشن نور د دغه وزارت په موبایلونو کې ممنوع دی.
انځور: Victor Lisitsyn/Russian Look/picture alliance د هالند مرکزي حکومت هم د امنيتي دلایلو پر اساس د دولتي کارمندانو په موبایلونو کې د ټيک ټاک په ګډون آپلیکشنونو باندې بندیز لګولی دی.
انځور: Richard Wareham/IMAGO د نيپال حکومت په ټول هېواد کې ټيک ټاک بند کړی او دغه آپلکیشن ېې د ټولنیزو ارزوښتونو په زیان بللی. حکومت مخابراتي شرکت تيليکام ته امر کړی چې دغه آپلیکشن بلاک کړي.
انځور: Reuters د نیوزیلند د پارلمان د غړو او دولتي کارکوونکو په کاري ټيلفونونو کې د ټيک ټاک آپلکیشن ممنوع دی.
نیوزیلند پر دغه اقدام د حکومت د سایبر امنيتي کارپوهانو تر سپارښتنې وروسته لاس پورې کړ.
انځور: Imago/Xinhua د ناروې عدلېې وزارت پر حکومتي اليکترونيکي وسايلو د ټيک ټاک اپليکېشن کارول منع کړ. له دغه اعلان سره پارلمان په کاري ټيلفونونو کې دغه آپلیکشن بند کړ ورسره اوسلو او ستر ښار بېرګن له خپلو کارمندانو وغوښتل چې هغه له خپلو ټيلفونونو دلیت يا حذف کړي.
انځور: Jorge Mantilla/NurPhoto/picture alliance/NurPhoto په پاکستان کې د ټيک ټاک آپلکیشن له ۲۰۲۰م کال راهیسې لږ تر لږه څلور ځله بند کړل شوی دی چې عمده دليل ېې د دغه اپ له لارې «د غیراخلاقي محتویاتو خپرېدا ته لمن وهل» ښودل کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem په سومالیا کې هم حکومت مخابراتي شرکتونو ته امر کړی چې د ټيک ټاک آپلکیشن سره د تيلګرام او 1XBET بلاک کړي. چارواکو ويلي چې دوی له دغو پلاتفارمونو څخه د تاوتريخجنو موادو د خپرول کېدنې اندېښنې لرلې.
انځور: Eshete Bekele/DW په تایوان کې هم ټيک ټاک وروسته له هغې بند کړل شو چې اف بي آی خبرداری ورکړ چې دغه اپلکیشن د ملي امنیت له پاره ګواښ دی. په ټایوان کې د موبایلونو او کمپيوټرونو په ګډون ټولو دولتي وسایلو کې د ټيک ټاک او نورو چینايي اپونو کارونه ممنوع ده.
انځور: Reuters/P. Chuang بریتانیايي چارواکو په هغو موبایلونو کې چې د حکومت په وزارتونو او ملکي خدماتو په برخه کې کارول کيږي، د ټيک ټاک کارونه بنده کړې ده. حکومت وايي دغه بندیز د امنیت له پاره یو «احتیاطي اقدام» دی.
انځور: Markus Schreiber/AP Photo/picture alliance امریکايي چارواکو د فدرالي حکومت موسساتو ته امر کړی چې له فدرالي وسایلو او سیتمونو ټيک ټاک آپلیکشن حذف کړي. همدارنګه د امریکا له ۵۰ سلنې ډېرو ایالتونو، دفاع وزارت او کانګریس په رسمي وسایلو کې هم دغه آپلکیشن ممنوع شوی دی. علت يې امنيتي مسايل ښوول کيږي.
انځور: Dado Ruvic/Reuters