د پاکستان پوځ: په خيبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله وال وژل شوي
۱۴۰۴ آبان ۲۷, سهشنبه
د پاکستان پوځ د يوې اعلامیې په جاري کولو سره ويلي دي چې لومړي عمليات نن، سه شنبه (د ۲۰۲۵م کال د نومبر ۱۸) د خيبر پښتونخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کې وشول چې په دې ترڅ کې ۱۰ پاکستاني طالبان ووژل شول.
اړونده موضوع: وسله والو د پاکستاني ملیشو مشر او ۵ نور کسان وژلي
دويمه چاپه په شمالي وزيرستان کې وهل شوې چېرته چې د پوځ په حواله پنځه «خوارج» وژل شوی دي. د پاکستان پوځ په دې وروستيو کې د خوارج اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره د تړاو لرونکو جنګيالو له پاره کاروي او ادعا کوي چې افغانستان او هند د هغوی ملاتړ کوي، هغه ادعا چې د افغانستان او هند حکومتونه یې په کلکه ردوي.
پاکستاني طالبان له افغان طالبانو څخه جلا ډله ده خو په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې یې فعاليتونه ډېر شوي دي او خپلو بريدونو ته یې زور ورکړی دی. پاکستاني طالبان تر ډېره دپاکستان امنيتي ځواکونه هدف ګرځوي.
اړونده موضوع: د پاکستان پوځ: په وسله واله نښته کې ۱۱ عسکر او ۱۹ وسله وال وژل شوي
د پاکستان له لوري داسې انګیرل کیږي چې ټي ټي پي ډلې ډېر مشران او جنګيالي په افغانستان کې خوندي پټنځايونه لري او د هغه ځایه په پاکستان کې بريدونه پلانوي، هغه څه چې د دواړو ګاونډي هېوادونو اړيکې یې خړې پړې کړي دي او په دې وروستيو کې پر پوله تر نښتو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوي دي.