د ایران جګړه؛ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ایران ته رسیدلی
۱۴۰۵ خرداد ۱۷, یکشنبه
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د شنبې په ورځ تهران ته سفر وکړ. ایران ته دا سفر د اسلام آباد د هغو روانو ډیپلوماټیکو هڅو برخه ده چې موخه یې د تازه بریدونو په ترڅ کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو هڅول دي.
پاکستاني امنیتي او ډیپلوماټیکو سرچینو د شنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته ویلي چې ټاکل شوې ده د ایران د حکومت له چارواکو سره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د سفر په ترڅ کې د لوړې کچې لیدنې ترسره شي، چې هدف یې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو پیاوړتیا ده.
د ایران دولتي راډیو ټلوېزیون د شنبې ورځې په ناوخته ایران ته د نقوي تر رسېدو وروسته راپور ورکړ چې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره د هغه لیدنې پلان شوې دي.
د ایسنا په نامه د ایران د حکومت پلوه خبري اژانس راپور ورکړی چې تمه کېږي د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د خپل سفر پر مهال د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر یو پیغام هم د ایران ستر مشر مجتبی خامنه ايي ته ورسوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د پاکستان د پوځ د لوی درستیز عاصم منیر له نږدې باوري کسانو څخه ګڼل کېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ایران او امریکا ترمنځ د مستقیمو خبرو له لومړي پړاو راهیسې د تهران او اسلام آباد ترمنځ په تګ راتګ بوخت دی.
دا سفر وروسته له هغې کېږي چې محسن نقوي د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې په قرغزستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان یا (SCO) د کورنیو چارو وزیرانو د غونډې په څنډه کې له خپل ایراني سیال سکندر مومني سره لیدلي وو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له دغې لیدنې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي: «دواړو کورنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره باید ډیپلوماټیکې هڅې په دوامداره توګه روانې وساتل شي.»
امریکا او ایران په دې وروستیو کې د خلیج په سیمه کې یو ځل بیا پر یو بل بریدونه کړي، سره له دې چې نږدې دوه میاشتې کېږي په سیمه کې اوربند نافذ دی. د ایران پر وړاندې دغه جګړه د روان ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې وه چې لا یې هم د پای کوم څرک نه لیدل کیږي.