د سيمه ایزو پولیسو يوه مشر وسيم سجاد وويل چې دغه ملا د خيبر پښتونخوا ایالت په لکي مروت سيمه کې نيول شوی دی. په ويډيو کې دغه عالم ويلي دي چې کله ملاله يوسفزۍ پاکستان ته راستنه شي نو پر هغې به ځانمرګی بريد وکړي.
ملالې ته دا ګواښ د بريتانيا په ووګ مجله کې د واده په اړه د هغې د څرګندونو له کبله شوی دی.
ياد ملا ادعا کړې ده چې ملالي د واده په اړه په خپلو دې څرګندونو سره اسلام ته سپکاوی کړی دی.
ملاله يوسفزۍ په ۲۰۱۲م کال کې د پاکستاني طالبانو له خوا پر هغې تر بريد وروسته په سخت ټپي حالت کې بريتانيا ته انتقال شوې وه. نوموړې له هغه وخت راهيسې په بريتانيا کې ژوند کوی.
ملاله چې هغه وخت پنځلس کلنه وه، د نجونو د تعليم له پاره په يوه کمپاين سره یې د طالبانو غوسه پارولې وه.
د ملالې يوسفزۍ پر څرګندونو ولي سختي نيوکي شوي؟
نوموړې څو ورځې تر مخه د ووګ مجلې سره په مرکه کې ويلي ول: «زه اوس هم نه پوهيږم چې ولې خلک واده کوي. که څوک وغواړي چې يو کس یې ژوند ته راشي نو ولې باید د واده سند امضاء کړي، ولې هغوی همداسې ګډ ژوند نه شي کولی.؟»
د ملالې دې څرګندونو په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنيو ډېره پاملرنه جلب کړه او د حقاني په څېر ملایانو غوسه یې را وپاروله.
خو د ملالې يوسفزۍ پلار ضياالدين يوسفزي د نوموړې څخه دفاع وکړه او د تويتر له لارې يې وويل چې د هغې څرګندونې ناسمې تعبیر شوي دي.
ملاله يوسفزۍ چې په ۲۰۱۴م کال کې د نجونو د زده کړې په برخه کې د هلو ځلو له کبله یې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه، په پاکستان کې ډېره مشهوره ده، خو د اسلامپالو او سخت دريځو له خوا پرې تل سختې نیوکې کیږي.
د ۲۰۱۲م کال په فيبرورۍ میاشت کې بريد کوونکو پر هغې د دويم بريد ګواښ کړی وو. هغه وخت وسله والو ويلي ول: «دا ځل به هیڅ غلطي ونه کړو.»
ب. ص/ ن. ز (APE)
زموږ له آرشیف څخه:
ملاله په ملګرو ملتونو کې: اجازه راکړﺉ چې خپل قلم او کتاب په لاس کې ونیسو. ملګرو ملتونو د جولايي ۱۲ چې د ملاله یوسفزۍ د زیږیدنې نیټه ده، د «ملالې د ورځې» په توګه ونوموله.
انځور: APملګرو ملتونو د جولايي ۱۲ چې د ملاله یوسفزۍ د زیږیدنې نیټه ده، د «ملالې د ورځې» په توګه ونوموله. د قبایلي سیمې سوات څخه دغه نجلۍ د طالبانو د تیر کال له یوې خونړۍ حملې څخه ژوندۍ پاتې شوه. هغې د ملګرو ملتونو په مقر کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل: «یو ماشوم، یو ښوونکی، یو قلم او یو کتاب نړۍ ته بدلون ورکولای شي.»
انځور: picture-alliance/dpaملاله یوسفزۍ د ملګرو ملتونو په مقر کې په داسې حال کې چې د هغه سازمان عمومي منشي بان کي مون او د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه د ځوانانو استازو ګډون درلود، په خپلې وینا کې د نړۍ د ټولو ماشومانو له پاره د وړیا زده کړې غږ وکړ.
انځور: Reutersملالې د ملگرو ملتونو د ځوانانو اسامبلی ته وویل: «راځې چې خپل قلم او خپل کتاب په لاس کې واخلو، دا زموږ تر ټولو پیاوړې وسله ده. یو ماشوم، یو ښوونکی، یو قلم او یو کتاب کولای شي چې نړۍ ته بدلون ورکړي. زده کړې د حل یوازینې لار ده.»
انځور: DWملالې دغه راز د نړۍ له دولتونو څخه وغوښتل چې د زده کړو ضمانت وکړي.
انځور: picture alliance / AP Photoد بریتانیا پخوانی صدراعظم ګوردن براون، چې اوس د ښوونی او روزنی له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دی او د «ملالې د ورځې» بندوبست یې کړی وو، وویل: «دغه احساس لرونکي او اخلاقي نجلۍ چې سخته ټپی شوې وه، اوس په یوه پیاوړي سبمول بدله شوې ده.»
انځور: picture alliance / dpaملالې څلور کاله مخکې، چې کابو یوولس کلنه وه په خپل فعالیت پیل وکړ. هغه ډیر ژر د طالبانو له قهر او غوسی سره مخامخ شوه.
انځور: picture-alliance/dpaملاله یوسفزۍ د سوات په سیمه کې ژوند کاوه. هغې د خپلو خلکو، په خاصه توګه د نجونو او ښځو د وضعیت په هکله مقالې لیکلی او په خپل وېبلاګ کې یې خپرولې.
انځور: Reutersد ۲۰۱۲ کال د اکتوبر نهمه وه. ملاله له خپلو نورو همزولو سره د ښونځي په یوه مني بس موټر کې سپره وه. په ناڅاپی توګه وسلوالو طالبانو د هغوی د سپرلې موټر ودراوه. یو تن له هغو څخه موټر ته وخوت او په غوسې سره یې غږ وکړ: «ووایی چې ستاسو له ډلې څخه ملاله څوک ده؟ که چیرې شور ماشور او یا مو چیغې وکړې، تاسې ټول به ووژنم.»
انځور: picture-alliance/dpaملاله د ښونځي د نجونو په منځ کې پیژندل کیږي. پر هغې باندې ډزې کیږي او په سر کې ډیره سخته ټپي کیږي. خو هغه له خونړۍ حملې څخه ژوندۍ پاتې کیږي.
انځور: picture-alliance/dpaپاکستاني طالبانو وروسته له هغې چې د ملالې د وژلو قصد یې وکړ، په یوې وینا پاڼه کې هغه د «غرب جاسوسه» وګڼله.
انځور: RIZWAN TABASSUM/AFP/GettyImagesطالبانو په خپلې یوې وینا پاڼه کې اعلان وکړ: «اسلام د دښمن د جاسوس د وژلو اجازه کړې ده.» په همدې وجه هغوی د ملالې د وژلو قصد وکړ. خو د ملالې د وطن د ماشومانو په شمول د نړۍ ټولو ماشومانو د هغې د روغتیا له پاره د دعا لاسونه پورته کړي دي.
انځور: AP