1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مولانا شیراني: موږ باید اسرائیل په رسمیت وپیژنو

۱۳۹۹ دی ۳, چهارشنبه

پاکستاني مذهبي مشر او د جمعیت علماي پاکستان (ف) سیاسي ګوند غړي مولانا محمد خان شیراني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې باید اسرائیل په رسمیت وپیژني او دا چې پاکستان باید له اسرائیل سره خپلې اړیکې ښې کړي.

Pakistan I Maulana Muhammad Khan Sherani
انځور: F. Ahmed/EPA/dpa/picture-alliance

په پاکستان کې نوموتی مذهبي مشر او د فضل الرحمن اړوند د جمعیت علماي پاکستان (ف) سیاسي ګوند غړي په یوه ویډیو کې ویلي دي چې موږ باید اسرائیل په رسمیت وپیژنو او دا چې پاکستان هم باید له اسرائیلو سره خپلې اړیکې برحاله کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې یوه ویډیو کې مولانا شیراني په پښتو ژبه له اسرائیلو سره د پاکستان د اړیکو د ښه کیدو په هکله وايي: «دا یوه نړیواله مسئله ده او زه د اسرائیلو د په رسمیت پیژندلو ملاتړ کوم.» د هغه په خبره، تعلیم یافته مسلمانان باید په دې وپوهیږي چې په قران کریم او تاریخ کي راغلي دي چې د اسرائیلو ځمکه یوازې د اسرائیلیانو ده.

مولانا شیراني په خپلو خبرو کې د قران کریم یو آیت ولوست او په تشریح کې یې زیاته کړه چې الله تعالی د اسرائیلو ځمکه د دې خاورې اوسیدونکو ته ورکړې وه او زیاتوي چې خدای ورکړې وي نو څوک یې ولې بیرته ترې اخلي.

دا هم په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب د ځينو اسلامي هیوادونو سیاسي او تجارتي اړیکې له اسرائیلو سره ښې شوي دي. د دغو هیوادونو په ډله کې سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم شامل دي.

بل لوري ته پاکستاني لوړپوړو حکومتي چارواکو تر دې مخکې په وار وار ویلي چې اسرائیل یوازې په هغه وخت کې په رسمیت پیژني چې د فلسطینیانو حقوق ومني او په دې ترتیب دا لومړی ځل دی چې د پاکستان یو دیني عالم د اسرائیلو په رسمیت پیژندلو او د پاکستان او د اسرائیلو د اړیکو پر ښه کیدو څرګندونې کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب