د پاکستاني ځواکونو د ۱۷ پاکستاني طالبانو د وژلو ادعا کړې
۱۴۰۴ مهر ۵, شنبه
د ځايي پولیسو مشر شهباز الهي وويل چې دغه نښته د جمعې په ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت په کرک علاقه کې شوې چې پکې ۳ امنيتي ځواکونه هم ټپیان شوي دي.
الهي په دې هکله نور جزئیات ورنکړل خو هغه وژل شوو وسله والو ته د «خوارجو» لفظ استفاده کړ کوم چې پاکستاني چارواکي ېې د پاکستاني طالبانو غړو ته هم کاروي.
په کرک کې تر دغه عملیات دوه ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا ایالت په بله ولسوالۍ، دېره اسماعیل خان، کې هم پاکستاني ځواکونو ورته عملیات ترسره کړي ول چې د رپوټونو پر اساس ۱۳ پاکستاني طالبان پکې وژل شوي ول.
د پاکستان امنيتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا ایالت په ناامنو سیمو کې چېرته چې د حکومت په وینا د حکومت ضد وسله وال پکې فعال دي، وخت ناوخت چاڼيز پوځي عملیات ترسره کړي دي.
په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې د ناامنیو پېښې ډېرې شوي دي چې د زیاتره پېښو مسئولیت ېې پاکستاني طالبانو یا تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) منلي دي.
پاکستاني طالبان یا تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو څخه جلا وسله واله اسلامپاله ډله ده چې په پاکستان کې د پاکستان حکومت پر ضد جنګيږي.