1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

د یوه ډګرمن په ګډون د پاکستان پنځه تنه امنیتي سرتیري وژل شوي

۱۴۰۲ فروردین ۲, چهارشنبه

په سویلي وزیرستان او ډیره اسماعیل خان کې د وسله والو په دوو بریدونو کې پنځه امنیتي ځواکونه وژل شوي. تحریک طالبان پاکستان په سیمه کې فعاله دی، خو تر اوسه پورې کومې ډلې د دغو بریدونو مسئولیت نه دی منلی.

Hinrichtung in Faisalabad, Pakistan 21.12.2014
انځور: picture-alliance/dpa/I. Sheikh

د بریتانیې خبري آژانس »رویټرز« په حواله د سه شنبې په ورځ د پاکستان په جنوبي وزیرستان کې له وسله والو سره په یوه نښته کې د پاکستان د داخلي استخباراتو ادارې (آی ایس آی) ډګرمن مصطفی کمال برکي وژل شوی دی.

په بلوچستان کې ۹ پاکستاني عسکر وژل شوي دي

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) د یوې اعلامیې په اساس ډګرمن مصطفی کمال له وسله والو سره د جګړې مشري کوله او په دې نښته کې ۷ تنه نور عسکر ټپیان شوي دي، چې په هغو کې د دوو حالت اوس هم ډیر د اندېښنې وړ دی.

د اطلاعاتو په اساس مصطفی کمال برکي له انګور اډې څخه د واڼا پر لور روان و چې د افغانستان سرحد ته نږدې کهمرنګ سیمه کې پرې وسله والو کسانو برید وکړ. د سیمه ایزو پولیسو په حواله دغه برید چې د ماښام په نږدې ۶ بجو ترسره شوی، د هغه ډریور یا د موټر چلوونکی هم په کې وژل شوی دی.

زمونږ له فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

زمونږ له ټویټر شبکې سره یوځای شئ:

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې په اعلامیه کې راغلي چې ډګرمن مصطفی کمال برکي او د هغه ټیم په ډیرخ زړورتیا سره له ترهګرو سره مقابله وکړه او هغه د خپل هیواد له پاره خپل ژوند بایلود. په اعلامیه کې ویل شوي دي چې دفاعي ځواکونه او استخباراتي ادارې د هیواد په هر ګوډ کې د ترهګرۍ ناوړه پدیدې د ختمولو له پاره ژمن دي.

چارواکي وایې چې له دې برید مخکې په ډیره اسماعیل خان کې هم له ترهګرو سره نښته رامنځته شوې وه چې په لومړي سر کې امنیتي ځواکونو دری ترهګر لمنځه یوړل، خو په دې منځ کې دری تنه امنیتي ځواکونه هم وژل شوي دي.

د پيښور په یوه جومات کې د چاودنې په پایله کې تر ۱۰۰ ډيرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وانځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګه وایي چې وسله والو د مارچ د ۲۰ او ۲۱ ترمنځ شپه کې په کهوټي سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې ډزې وکړې، چې تر هغې سمدستي وروسته امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړه او د تیښتې ټولې لارې یې پر وسله والو بندې کړې او په سګو سیمه کې یې د هغوي مخه ونیوله.

په ژوب کې نښته شوې؛ يو پاکستاني عسکر او یو وسلوال وژل شوي

په دغه ځای کې د ډزو په تبادله کې دری تنه ترهګر ووژل شول او وسلې او تجهیزات ترې ونیول شول. د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي چې په سیمه کې د هر ډول ترهګرو د ختمولو له پاره عملیات ترسره کیږي.

په عام ډول له افغانستان سره په پوله دې سرحدي سیمه کې دا ډول بریدونه د پاکستان د تحریک طالبان له خوا ترسره کیږي، خو تر اوسه پورې هیڅ یوې ډلې د دې تازه برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستلی.

په دې سیمه کې د تیر کال له وروستیو څخه د افراطي اسلامپاله وسله والو په بریدونو کې زیاتوالی لیدل کیږي، په کوم کې چې د پيښور ښار په یوه جومات کې خونړی بمي برید هم شامل دی. په دې برید کې تر ۱۰۰ ډیرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو چې اکثره یي پولیس مامورين ول.

په وزيرستان کې ۵ پاکستاني عسکر او څلور ياغيان وژل شوي

په سیمه کې د ترهګرۍ د ختمولو له پاره روانو عملیاتو په جریان کې امنیتي ځواکونو په تیرو درو میاشتو کې د لږ تر لږه ۱۴۲ وسله والو د وژنې ادعا کړې ده. په دې موده کې امنیتي ځواکونو ۶۹۲۱ عملیات ترسره کړي دي چې په ترڅ کې یې تر اوسه پورې ۱۰۰۷ وسله وال نیول شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل