1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: بمي برید کې په نښه شوي جنګیالي څوک دي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ اسفند ۱۲, جمعه

رپوټونه وايي چي په خوست کې د بمي چاودنې له امله د پاکستاني طالبانو د یوشمېر قوماندانانو او جنګیالیو د وژل کېدو ادعا شوې. په دې اړه افغان طالبان څه وايي؟

آرشیف: وزیرستان پاکستاني طالبان
آرشیف: وزیرستان پاکستاني طالبانانځور: picture-alliance/AP Photo

د پاکستاني رسنیو په رپوټونو کې راغلي دي چې په خوست کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي یوه مرکز ته د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په برید کې د دې ډلې مهم قوماندانان او جنګیالي وژل شوي.

رپوټونو د فضل امین، محمد الیاس طوفان، نوپایو خان، فقیرالله تریزی، سات کي، علي سورخان، زبیر، هجرت الله او یو شمېر نورو قوماندانانو نومونه رااخېستي دي.

په اسلام آباد کې پاکستاني خبریال طاهرخان دویچه ویله ته وویل: «ټي ټي پي تراوسه په خوست کې د رپوټونو په اړه تایید نه دی کړی، دا د ټي ټي پي خلک نه دي، پاکستاني امنیتي چارواکو چې دلته له ژورنالیستانو سره کوم معلومات شریک کړي دا د حافظ ګل بهادر ګروپ غړي دي چې د ګل بهادر ډله د ټي ټي پي کله هم برخه نه ده پاتې شوې.»    

طاهرخان زیاتوي چې د ګل بهادر په مشري جنګي ډله هم په شمالي وزیرستان کې فعاله او آغیزمنه ډله ده، خو دې ډلې هم دا رپوټ نه دی منلی.

سره له دې چې په خوست کې د برید په اړه په خپلواکه توګه نه ده منل شوې چې برید چا کړی، خو ځینو کتونکو ویلي پاکستانی پوځ د ټي ټي پي غړي هر ځای او هروخت په نښه کولای شي.

آيا پاکستان طالبان او داعش افغانستان او پاکستان ته خطر دي؟

35:14

This browser does not support the video element.

خو آیا دا هرڅه د طالبانو په موافقه کیږي؟

په سویډن کې افغان شنونکي ډاکټرحکمت الله حکمت دویچه ویله ته وویل، طالبان داسې یوه ډله ده چې د دغه ‌ډول بریدونو پرضد جدي غبرګون ښيي، خو د پاکستان د پرله پسې دغسې عملیاتو او لاسوهنو پروړاندې یې غبرګون یا ډېر «پڅ» او یا هم د «هیڅ» برابر دی.

هغه زیاته کړه: «د پاکستان د پوځ او استخباراتو سره د طالبانو د بنسټپاله مشرتابه اړیکو ته په کتو ویلی شو چې په افغانستان کې چې څه تیریږي دا د طالبانو د ارادې خلاف نه شي کیدای.»

د دغه افغان کارپوه په وینا پاکستان بیا هم هڅه کوي چې لوبه د خپل ځان په ګټه تمامه کړي او نړۍ ته وښيي چې افغانستان بیا د ترهګری په یوه مرکز بدلېدونکی دی: «په دې برخه کې به له نړېوالو څخه مرسته او امتیاز وغواړي او په خپله به یو ځل بیا د بلوڅو او پښتنو په سیمو کې عملیات پيل کړي او هغه څه به ترلاسه کړي چې دوی یې غواړي.»

اړوند مطالب:د پاکستان د دفاع وزیر او د استخباراتو رئیس کابل ته سفر کړی

د طالبانو ځواب

په خوست کې د تازه برید په اړه د طالبانو غبرګون دا دی چې چاودنه د خوست په یوه هوټل کې د ګازو د یو بالون له امله وه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دویچه ویله ته وویل: «په دې هوټل کې د پکتیکا یو ماشوم شهید شوی چې هلته مېلمه و، څو تنه نور د خوست او جلال اباد اوسېدونکي ټپیان شوي ول، موږ داسې کومه پیښه نه لرو چې وښيي برید دې شوی وي او په هغه کې دې د کوم بل هېواد یا د پاکستان وګړي وژل شوي وي، موږ پلټنه وکړه دا په هوټل کې د ګازو د بالون چاودنه وه بل څه نشته.» 

اړوند مطالب:بلاول بوټو: افغان طالبان یوحقیقت او پاکستاني طالبان فتنه ده

د دې برید ادعا وروسته له هغې شوې چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په مشری پاکستاني پلاوي کابل ته سفر وکړ.

پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي مشران په افغانستان کې دي او له هغه ځایه پر پاکستاني ځواکونو برېدونه پلانوي.   

سره له دې چې طالبانو د دې سفر اجنډا د دوو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرسر خبرې ښودلې وه، خو پاکستاني رسنیو ویلي پاکستاني لوري طالبانو ته ویلي چې د ټي ټي پي مشر په افغانستان کې دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل