افغانستان او پاکستان په تیرو وختونو کې هم له تاوتریخوالي وروسته، په مؤقت ډول د بندرونو د تړل کیدو شاهدان ول، خو وروستۍ پيښه د طالبانو ادارې یو وار بیا واک ته له رسیدو راهیسې د پاکستان حکومت او طالبانو ترمنځ تر ټولو خونړۍ نښته وه.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مهمند دویچه ویله ته وویل: «د سپين بولدک، غلام خان او تورخم بندرونه په بشپړ ډول تړلي دي او د هر ډول نقلیه وسایطو او خلکو تګ راتګ پرې بند دی او مونږ نه شو کولی چې صادرات او واردات ولرو.»
افغانستان چې په وچه کې ایسار هیواد دی هڅه یې کړې ده چې د منځني اسیا او ایران سره د خپلو سوداګریزو اړیکو په پياوړې کولو سره پر پاکستان خپله تکیه را کمه کړي، خو پاکستان اوس هم د افغانستان له پاره یو مهم ترانزیتي او سوداګریز مسیر دی.
مهمند زیاته کړه چې د سرحدونو تړل کیدو خلک انديښمن کړي دي او له دواړو خواو یې وغوښتل چې تجارت او سیاست له یوه بل څخه جلا کړي او هر څومره زر چې کیدلی شي سرحدي بندرونه پرانیزي.
له ایران او پاکستان څخه د اخراج شوو افغانانو ډېره برخه ښځې او ماشومان تشکيلوي. د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکوی چې په افغانستان کې په ميلیونو ماشومان له خوارځواکۍ کړيږي او ښايي د نویو کډوالو راتګ دغه ستونزه لا پسې پراخه کړي.
دا په نیمروز ولایت کې ایران سرحد ته نژدې يو متروکه کور دی چې ایران ته تلونکي مهاجر راټول شوي او غواړي چې د شپې له تیارې څخه په استفاده پټ ایران لور ته واوړي او هلته ېې یو کار او غريبي موندلي وي تر څو ېې په هېواد کې خپلو کورنيو سره مرسته کړي وي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
له دېواله اوښتل
افغان مهاجر باید له یو سرحدي ديواله ټوپ ووهي تر څو د ایران خاورې ته داخل شي. په وروستیو کې له پاکستانه د افغانانو ډلیز اخراج سبب شوی چې له افغانستانه ایران ته د ځوانو نارینه و بې نظمه مهاجرت ډېر شي. ځينې وخت ایراني پوله ساتونکې پر مهاجرو ډزې هم کوي چې یو شمېر ېې د لارو په اوږدو کې ټپیان او حتی خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
د مهاجرو هديره
دا د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته نژدې یوه هدیره ده چې د ځايي خلکو په خبره ډېر داسې ځوانان په کې ښخ کړل شوي ایران ته د اوښتو پر مهال او یا د نورو دلایلو له وجې وژل شوي دي. ایران ته د مهاجرت یوه لار دا ده چې مهاجر لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه د ایران خاورې ته داخل شي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
انځورونه1 | 18
نوموړي زیاته کړې ده چې د تازه میوو او سبزیجاتو سربیره، په دغو موټرو کې صادراتي، وارداتي او ترانزیتي مالونه بار دي او د سرحدونو بند پاتې کیدل دواړو هیوادونو او سوداګرو ته ډېر مالي تاوان رسوي.
د سرحدونو د تړل کیدو منفي اغیزې
د الکوزي په خبره هره ورځ د دواړو هېوادونو په سلګونه موټرې د ځمکنيو سرحدونو له لارې وارداتي او صادراتي توکي انتقالوي او که چېرې د سرحدونو تړل کيدل همداسې دوام پيدا کړي «د افغانستان خصوصي سيکتور او د دواړو غاړو سوداګرو ته به هره ورځ په میليونو افغانۍ زيان ورسيږي.»
د پاکستان د حکومت يوه لوړپوړي چارواکي وويل دا چې سرحدي لارۍ د نقليه وسايطو او خلکو پر مخ تړل شوي، د پاکستان ټول دولتي دفترونه چې په سرحد کې به یې د تجارتي چارو او نورو دولتي چارو ته رسېدګي کوله، هم تړل شوي دي.
اعلان
افغانستان زيان منونکی دی
کارپوهان وايي چې دا ډول پېښې به په سيمه کې بې وزلي لاپسې زياته کړي او افغانستان به ډېر زيان وويني ځکه چې په وچه کې راګير دی او له پاکستان سره پر تجارت ډېر تکيه کوي.
د سياسي چارو کارپوه احمد سعيدي، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل چې د طالبانو او پاکستان د پوځ ترمنځ نښتې د دواړو هېوادونو د اقتصاد له پاره ډېرې جدي پايلې لري.
هغه وويل چې د سرحدونو بندیدل به په افغانستان کې د بنسټیزو او خوراکي توکو د بيو لوړېدو باعث شي او پاکستان ته به د ځينو توکو لکه تازه میوې، زعفران، غاليو او معدني موادو صادرات راکم شي.
سعيدي وويل چې پر دې سربیره به پر پوله او په تجارتي ښارونو کې په زرګونه سوداګر، موټر چلوونکي، کارګران او دوکانداران بې روزګاره شي او د طالبانو ګمرکي عایدات به راکم شي.
د سعيدي په خبره پاکستاني سوداګر به هم د سرحد د تړل کيدو له کبله زيان وويني ځکه چې افغانستان د پاکستان د ارزان بيه توکو له پاره يو مهم بازار دی. هغه زياته کړه چې د رسمي تجارت نه شتون ښايي په سيمه کې د قاچاق او ناامنۍ د ډېريدو باعث شي.
د طالبانو او پاکستان تر منځ نښتو کې د سوداګرۍ زیانمنېدل