1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان له هند سره د تجارت پيلولو اعلان وکړ

۱۴۰۰ فروردین ۱۱, چهارشنبه

پاکستان د چهار شنبې په ورځ اعلان کړی دی چې له هند سره به خپل تجارت بيرته پېل کړي. په دې ترڅ له هند څخه د پنبې او بورې د واردولو پريکړه شوې ده.

Pakistan Wagah
انځور: AP

د پاکستان د کابينې د اقتصادي همغږۍ کميټې چې يوه بااختياره کميټه ده، د چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ ۳۱مه) په اسلام آباد کې له هندي چارواکو سره تر يوې غونډې وورسته وويل چې له هند څخه یې د پنبې او بورې وارداتو ته اجازه ورکړې ده. دا ګام د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د نورماله کيدو له پاره ډېر مهم بلل شوی دی.

د پاکستان د مالیې وزير حماد اظهر تر غونډي وروسته د آلمان خبري آژانس «ډي پي ای» سره په خبرو کې وويل: «موږ له هند څخه د پنبې او بورې د واردولو اجازه ورکړه.»

نوموړي زياته کړه چې شخصي سيکتور ته يې له هند څخه د ۰،۵ ميليونه ټنه بورې د واردولو اجازه ورکړې ده. هغه وويل چې په هند کې د بورې بیه ټيټه ده.

حماد اظهر وويل چې حکومت د هيواد د نساجي صنعت له خوا د غوښتني او لږو سيمه ایزو حاصلاتو له وجې له ټولې نړۍ څخه چې هند هم پکې شامل دی، د پنبې د واردولو اجازه ورکړې ده.

پاکستاني وګړي په دې وروستیو کې د بيو د لوړيدو څخه شکايت کويانځور: Imago stock&people

له هند سره د تجارتي اړيکو د بيرته پيلولو دا پريکړه په داسې حال کې شوې چې د دواړو هيوادونو لومړيو وزيرانو يو بل ته د استول شويو ليکونو له لارې په سيمه کې د امن او اړيکو د ښه کولو هیله څرګنده کړې وه.

د مودي ليک ته د عمران خان ځواب

د هند لومړي وزير نريندر مودي د مارچ پر ۲۳مه نېټه چې د »پاکستان جمهوريت د ورځې« په توګه لمانځل کيږي، د پاکستان لومړي وزير عمران ته په استول شوي ليک کې د دغي ورځې مبارکي ورکړې وه او له پاکستان سره یې د اړيکو د ښه کولو هیله څرګنده کړې وه.

د رسنيو په حواله عمران خان بيا د مودې دې ليک ته ځواب ورکړی دی او ليکلي یې دي: «د پاکستان وګړي هم د هند په ګډون له ټولو ګاونډيو هيوادونو سره د سوله ایزې همکارۍ غوښتونکي دي. او موږ په دې باور لرو چې په سويلي آسيا کې پايداره سوله او ثبات د هند او پاکستان ترمنځ په ځانګړې توګه د جمو او کشمير د شخړې په ګډون د ټولو شخړو په حل پورې تړلی دی.»

اړونده موضوع: جنرال باجوه: له هند سره ښې اړیکې اړیني دي

د هند او پاکستان اړيکي له اوږدې مودې راهيسې ترنګلي دي او د کشمير پر لانجې د دواړو هيوادونو ترمنځ دوې جګړې هم شوي دي.

خو په فيبرورۍ مياشت کې دواړو هيوادونو په کشمير کې د کنترول پر کرښه چې کشمير پر دوو برخو ويشي، د اوربند د هوکړې د عملي کولو هوډ څرګند کړ. په ۲۰۰۳م کال کې د دې توافقنامې تر لاسليکيدو راهيسې د کنترول پر کرښه د نښتو په ترڅ کې تر ۳۰۰ زيات پاکستانيان وژل شوي دي.

په ۲۰۱۹م کال کې د هند له خوا د دغه هيواد تر ولکې لاندې کشمير د الحاق تر پريکړې وورسته، پاکستان له هند سره سفارتي اړيکي محدودې کړي او دوه اړخیزه تجارت یې ځنډولی وو.

ب. ص/ ن. ز (dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل