1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

پاکستانیان ولې د کرونا ویروس له واکسینه ډاریږي؟

۱۳۹۹ بهمن ۹, پنجشنبه

په داسې حال کې چې پاکستان راتلونکې اونۍ د کرونا واکسین د تطبیق خبر ورکړی دی، په دې هیواد کې یوه سروې ښيي چې کابو نیمايي پاکستانیان نه غواړي چې ځانونه د کرونا پر ضد واکسین کړي.

Pakistan Covid-19 | Freiwillige für chinesichen Impfstoff
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

په داسې حال کې چې پاکستان غواړي راتلونکې اونۍ په ټول هیواد کې د کرونا واکسین د تطبیق پروګرام پیل کړي، د یوې تازه سروې له مخې د پوښتل شویو پاکستانیانو کابو نیمايي برخه یې نه غواړي د کرونا د مرض پر وړاندې ځانونه واکسین کړي. د دوی په باور، په دې توګه واکسین کولو سره ښايي د کرونا مرض خطر لا پسې ډیر شي.

د پاکستان حکومت غواړي چې راتلونکې اونۍ په لومړي ګام کې د کرونا کابو نیم میلیونه واکسینونه تطبیق کړي. تر دې وړاندې چین له پاکستان سره ژمنه کړې وه چې د سینوفارم په نامه د کرونا ویروس نیږدې نیم میلیونه واکسینونه به د پاکستان د حکومت په اختیار کې ورکړي.

تر دې وړاندې، د پاکستان د درملو د تظنیم ادارې د کرونا ویروس اروپايي واکسین استرا زینیکا او همدا راز د روسیې جوړ واکسین سپوتنیک ته هم د تطبیق اجازه ورکړې وه.

د پاکستان په پیښور کې میشت د میا اصف په نامه یو سوداګر دا مني چې د کرونا ضد واکسین ښايي ګټور وي او پر کرونا د اخته کیدو مخه ونیسي خو هغه وايي چې نه غواړي چینايي واکسین په ځان تطبیق کړي.

تر اوسه پورې، په پاکستان کې د کرونا ویروس له نیم میلیونه څخه ډیرې مثبتې پیښې ثبت شوي دي او له دې ناروغۍ شاوخوا ۱۱ زره پاکستانیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

DPA-KH.BS

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل